د نورو سره شريکول
کله چې موږ وفادار پاتې شو چې اطاعت وکړو او هغه څه له نورو سره شریک کړو چې څښتن موږ سره شریک کړي دي، نو هغه ژمنه کوى چې لا ډېر به هم موږ سره شریک کړي.
خُدائے عام خلک استعمالوي
تاسو به ووينئ چې خُدائے څنګه عام خلک په ساده کارونو سره لوئ اثر د پاره استعمالوي
د شاګرد او کليسا ساده تعريف
دا ومومئ چې شاګرد جوړېدل، شاګرد جوړول، او کليسا څه شی دی
روحاني ساه اخيستل يعنې د خُدائے اورېدل او اطاعت کول
شاګرد کېدل دا معنا لري چې مونږ د خُدائے نه اورو او د هغه اطاعت کوو
343. S.O.A.P.S. د بائبل لوستل
د ورځنۍ بائبل مطالعې د پاره يوه وسيله چې تاسو سره مرسته کوى د خُدائے کلام وپېژنئ، اطاعت يې وکړئ او شريک يې کړئ
د احتساب ډلى
د يو جنس دوه يا درې کسانو د پاره يوه وسيله چې هره هفته سره راټول شي، يو بل حوصله افزائي وکړي او هغه برخې ښکاره کړي چې سمون ته اړتيا لري
مصرف کوونکی او توليد کوونکی طرزِ ژوند
تاسو به هغه څلور بنيادي لارې ومومئ چې خُدائے ورځني پيروکاران د عيسیٰ په شان جوړوي
څنګه يو ساعت په دعا کښې تېر کړئ
وګورئ چې يو ساعت په دعا کښې تېرول څومره آسانه دي
د اړيکو امانتداري – د ١٠٠ ليسټ
يوه وسيله چې تاسو سره مرسته کوى چې خپلو اړيکو کښې ښه امانتدار اوسئ
روحاني اقتصاد
زده کړئ چې د خُدائے اقتصاد د دنيا نه مختلف دی؛ خُدائے په هغو خلکو زيات سرمايه ګذاري کوى چې په ورکړل شويو شيانو وفادار وي
انجيل او دا څنګه شريک کړو
زده کړئ چې د انسانيت د پيل نه د دې زمانې تر پای پورې د خُدائے زېرے څنګه بيان کړئ
بپتسمه او دا څنګه ترسره کړو
عيسیٰ وفرمائيل: “لاړ شئ او د ټولو قومونو نه شاګردان جوړ کړئ، او هغوئ د پلار، زوی او روح القدس په نوم بپتسمه ورکړئ…” زده کړئچې دا څنګه عملي کړئ
خپله درې منټه ګواهى تياره کړئ
زده کړئ چې په درې منټو کښې خپله ګواهى څنګه شريکه کړئ او بيان کړئ چې عيسیٰ ستاسو په ژوند څه اثر کړی دی
د ستر برکت ليد شريکول
زده کړئ چې څنګه يوازې يو پيروکار نه، بلکې پوره روحاني کورنۍ جوړې شي چې راتلونکو نسلونو ته زياتېږي
ډکلنګ شاګردي – سمدستي مشري
زده کړئ چې وړوکي بطخانې د شاګرد جوړولو سره څه تعلق لري
هغه ځايونه ليدل چرته چې بادشاهي نشته
پيل وکړئ چې هغه ځايونه ووينئ چرته چې د خُدائے بادشاهي نشته؛ اکثره هم دغه ځايونه وي چرته چې خُدائے زيات کار کول غواړي
د مالِک عشاء او دا څنګه رهبري کړو
دا يوه ساده لاره ده چې د عيسى سره خپله نږدې اړيکه او دوامداره تعلق ولمانځو. يو ساده طريقه زده کړئ چې دا ولمانځئ.
دعا ګرځېدل او دا څنګه وکړو
دا د خدای د دې حکم د عملي کولو يوه ساده لاره ده چې د نورو لپاره دعا وکړئ. او دا هماغه څه دي لکه څنګه چې اورېدل کېږي — ګرځېدل او په همدې وخت کښې خدای ته دعا کول!
د امن سړی او دا څنګه پيدا کړو
زده کړئ چې د امن راوستونکې کس څوک وي او څنګه پوه شئ چې تاسو داسې يو کس موندلی دی.
وفاداري د علم نه غوره ده
دا مهمه ده چې شاګردان څه پوهېږي — خو تر دې ډېر مهم دا دی چې هغوی د خپلې پوهې سره څه کوى.
د BLESS دعا طريقه
يوه ساده يادګيري طريقه عملي کړئ چې تاسو ته د نورو د پاره د دعا لارې ياد کړي
3/ ډلې سيکنډ طريقه
د 3/3 ګروپ يوه لاره ده چې د عيسى پيروکاران پکې سره راټولېږي، دعا کوى، زده کړه کوى، وده کوى، ملګرتيا کوى او هغه څه عملي کوى او شريکوى چې دوی زده کړي وي په دې ډول 3/3 ګروپ يوازې يو کوچنی ګروپ نه دی، بلکې يوه ساده کليسا ده.
د بالغېدونکو شاګردانو د پاره د ټرينِګ عمل (چکر)
د ټرينِګ عمل (چکر) زده کړئ او فکر وکړئ چې دا شاګرد جوړولو کښې څنګه عملي کېدیشې
د مشرانو ډله
د مشرتابه حجره هغه طريقه ده چې څوک د مشري کولو بلنه محسوس کړي، نو د خدمت عملي کولو سره خپله مشري وده کړي
غير ترتيبي وده ومنئ
وګورئ چې د شاګرد جوړونه لازماً يو خطي قدم په قدم عمل نه وي. ډېر شيان په يو وخت کښې کېدی شي.
د زياتېدو رفتار مهم دی
زياتېدل مهم دي او په تېز رفتار زياتېدل لا زيات مهم دي؛ وګورئ چې رفتار ولې اهميت لري
همېشه د دوو کليساوو برخه اوسئ
زده کړئ چې د عيسى حکمونه څنګه عملي کړئ د تللو او پاتې کېدو له لارې
کوچنګ چک ليست
يوه قوي وسيله چې تاسو پرې خپل قوتونه او کمزورۍ ژر ارزولی شئ کله چې خبره د زياتېدونکو شاګردانو جوړولو وي
په شبکو کښې مشري
زده کړئ چې زياتېدونکې کليساوې څنګه يو بل سره تړلې پاتې شي او د پراخې روحاني کورنۍ په شان ژوند وکړي
د همځولو د لارښوونې ډلې
دا هغه ډله ده چې پکې هغه خلک وي چې 3/3 ډلې پيلوي او مشري يې کوى؛ دا هم د 3/3 په طريقه چلېږي او ستاسو په سيمه کښې د خُدائے د کار روحاني صحت ارزولو د پاره قوي لاره ده
څلور ميدانونه وسیله
د څلورو فیلډونو تشخیصي چارټ یوه ساده وسیله ده چې د مشرتابه سیل له خوا استعماليږي تر څو د روانو هلو ځلو او د هغوی چاپېره د بادشاهۍ د کار حالت باندې غور وکړي.
د نسب نامى نقشه
نسلي نقشہ جوړول هم یوه ساده وسیله ده چې د یو حرکت مشران پرې پوهيديشې چې د هغوی چاپېره وده څنګه روانه ده.
د درې حلقو د انجیل وړاندې کول
د درې حلقو د انجیل وړاندې کول یوه طریقه ده چې د انجیل پیغام د یوې ساده نقشې په وسیله بیان کړي چې په کاغذ باندې رسم کيديشې.