tool

کوچنګ چک ليست

دا پاڼه شریکه کړئ

د کوچنګ چک لېست يوه ساده وسيله ده چې تاسو يې استعمالولے شئ تر څو نورو ته د بشپړ روزل شوې شاګرد کېدلو په بېلابېلو برخو کښې مرسته وکړئ. لاندې د زومى ټرينِګ د اصولو د پاره د کوچنګ چک لېست بېلګه ده لکه د روزنې چکر يا د ۱۰۰ د لېست سره اړيکيزه امانت داري. د کوچنګ چک لېست درلودل تاسو سره مرسته کوي چې متمرکز او بوخت پاتې شئ لکه څنګه چې د عيسىٰ پيروکاران د خُدائے په کورنۍ کښې مشرانو ته روزئ. تاسو دا وسيله هر ځای کښې استعمالولے شئ. دا لېست تاسو ته د دې پوښتنو ځوابولو کښې مرسته کوي: تاسو په نورو کښې کوم مهارتونه وده کوي؟ کومې برخې لا هم ودې ته اړتيا لري؟

د کوچنګ چک لېست يوه قوي وسيله ده چې تاسو يې استعمالولے شئ تر څو د ضربېدونکو شاګردانو جوړولو کښې خپلې قوتونه او کمزورۍ ژر وارزولئ. دا هم يوه قوي وسيله ده چې تاسو يې نورو سره مرستې د پاره استعمالولے شئ — او نور يې ستاسو سره مرستې د پاره. لاندې لېنک سره د کوچنګ چک لېست ډاونلوډ کړئ او دا چټک (۵ دقيقې يا لږ) ځان ارزونه وکړئ:

Coaching Checklist

  1. د چک لېست په ښي خوا کالم کښې د شاګرد د روزنې وسيلې ولولئ.
  2. د هرې روزنې وسيلې د دې طريقې سره نښه کړئ:
    • که تاسو نااشنا ياست يا وسيله نه پوهېږئ — تور کالم وګورئ
    • که تاسو څه ناڅه پېژنئ خو لا ډاډه نه ياست — سور کالم وګورئ
    • که پوهېږئ او د وسيلې بنيادي روزنه ورکولے شئ — زېړ کالم وګورئ
    • که ډاډه ياست او وسيله په مؤثره توګه روزلے شئ — شين کالم وګورئ

له ځانه وپوښتئ.

  • کومې روزنې وسيلې وې چې تاسو يې ښه روزنه ورکولے شئ؟
  • کومو تاسو د روزونکي په توګه کمزوري احساس کړه؟
  • آيا کومې روزنې وسيلې دي چې تاسو به يې چک لېست ته اضافه يا ترې لرې کړئ؟ ولې؟

نن ورځ د زومى روزنه پیل کړئ

دا په بشپړه توګه وړیا دی، او تاسو هر وخت پیل کولی شئ - په خپل سرعت سره لاړ شئ، هرچیرې چې یاست.

وړيا ثبت.