انجيل او دا څنګه شريک کړو
د خُدائے د کيسې شريکولو ډېرې لارې دي. غوره لار په هغه چا پورې اړه لري چې ورسره شريکوئ او د هغه دنيا ته نظر او د ژوند تجربې. خُدائے هغه زړونه استعمالوي چې شريکول غواړي تر څو په هغو زړونو کار وکړي چې اورېدل غواړي. د خُدائے د کيسې شريکولو يوه لار دا ده چې د خُدائے د پيدايښت نه د دې زمانې تر پای د هغه د عدالت پورې څه شوې دي بيان کړئ.
د خدائئ قيصه – له پيدايښت نه تر قيامت پورې
په شروع کښې خدائئ ټول جهان او هر څه جوړ کړل۔
هغه اول سړى او اول ښځه پيدا کړل او يو ښکلي باغ کښې يې کښېنول۔هغوى يې د خپلې کورنۍ برخه کړل او ورسره يې نږدې اړيکه لرله۔
هغه هغوی داسې پيدا کړل چې د همېشه د پاره ژوند وکړي۔ مرګ هېڅ وجود نه درلود۔خو په دې کامل ځای کښې هم انسان د خدائ خلاف بغاوت وکړ او نړۍ ته يې ګناه او تکليف راوړل۔خدائ انسان له باغه وشړلو۔د انسان او خدائ تر منځ رابطه ماته شوه۔اوس انسان ته مرګ سره مخ کېدل پکار وو۔
په سلګونو کلونو کښې خدائ پرله پسې نړۍ ته خپل پېغام وړونکي راولېږل۔هغوی انسان ته د هغه د ګناه يادونه کوله، خو ورسره يې د خدائ وفاداري او وعده هم ورته ښودله چې هغه به يو نجات ورکوونکی دنيا ته راولېږي
۔
دا نجات ورکوونکی به د خدائ او انسان تر منځ نزدې رابطه بيا بحالوي۔دا نجات ورکوونکی به انسان له مرګه بچ کوي۔دا نجات ورکوونکی به ابدي ژوند ورکوي او د همېشه د پاره به د انسان سره وي۔خدائ مونږ سره دومره مينه لري چې کله مناسب وخت راغی، هغه خپل زوی دنيا ته راولېږلو چې همدا نجات ورکوونکی شي
د خدائ زوی وو۔هغه د يوې پېغلې نه دنيا ته پيدا شوهغه کامل ژوند تېر کړ۔هغه هېڅکله ګناه ونه کړه۔
عيسى خلکو ته د خدائ په باره کښې تعليم ورکاوه۔هغه ډېر معجزې وکړې او خپل لوی طاقت يې وښودلو۔هغه ډېر پيريانيان وويستل۔هغه ډېر بيمار کسان روغ کړل۔هغه ړندو ته نظر ورکړ۔هغه کڼو ته اورېدل ورکړ۔هغه ګوډان روان کړل۔حتی عيسى مړي راژوندي کړل
ډېر مذهبي مشران د هغه نه وويرېدل او حسد يې ورسره وکړ۔هغوی غوښتل چې هغه ووژني
ځکه چې هغه هېڅ ګناه نه وه کړې، نو عيسى ته مرګ ضروري نه وو۔خو هغه خپله خوښه وکړه چې د مونږ ټولو د پاره د قربانۍ په توګه مړ شي۔د هغه دردناک مرګ د انسانانو ګناهونه پټ کړل۔
له دې وروسته عيسى په قبر کښې کېښودل شو۔خدائ هغه قرباني وليده چې عيسى ورکړې وه او قبوله يې کړه۔خدائ خپله قبولي دا شان وښودله چې په درېيمه ورځ يې عيسى له مړو راژوندی کړ
خدائ وفرمائيل چې که مونږ ايمان راوړو او د خپلو ګناهونو د پاره د عيسى قرباني قبول کړو —که مونږ له خپلو ګناهونو واړو او د عيسى پيروي وکړو،نو خدائ مونږ له هرې ګناه نه پاکوي او بيا مو خپلې کورنۍ ته هرکلی کوي۔
۔
خدائ پاک روح رالېږي چې زمونږ دننه اوسيږي او مونږ قادر کړي چې د عيسى پيروي وکړو۔مونږ په اوبو کښې بپتسمه اخلو تر څو دا بحال شوې رابطه ښکاره او مضبوطه کړو۔
د مرګ د نښې په توګه مونږ د اوبو لاندې ښخېږو۔د نوي ژوند د نښې په توګه مونږ له اوبو رااوځو تر څو د عيسى پيروي وکړو
کله چې عيسى له مړو راژوندی شو، هغه څلوېښت ورځې په ځمکه تېرې کړې
عيسى خپلو پيروانو ته تعليم ورکړ چې هر ځاى ته لاړ شي او د هغه د نجات ښه زېرى د دنيا هر انسان ته ورسوي۔عيسى وفرمائيل:“ ځکه تاسو په زمکه خوارۀ شئ او ټول قومونه زما مريدان کړئ او د پلار، د زوئ او د روحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ. او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“
بيا عيسى د هغوى د سترګو په وړاندې اسمان ته پورته کړے شو۔يوه ورځ هغه بيا هماغه شان واپس راځي لکه څنګه چې لاړو۔هغه به هغه کسان چې مينه او اطاعت يې ونه کړ، د تل د پاره سزا ورکړي۔او هغه کسان چې مينه او اطاعت يې وکړ، د تل د پاره به يې قبول او انعام ورکړي۔مونږ به د هغه سره د نوي اسمان او نوې زمکې کښې د تل د پاره ژوند کوو۔
ما د عيسى په قربانۍ ايمان راوړ او هغه مې قبول کړه۔هغه زما ګناهونه وبښل او ما يې د خدائ د کورنۍ برخه وګرځولم۔هغه ما سره مينه لري، زه هم ورسره مينه لرم، او د هغه په بادشاهۍ کښې به د تل د پاره ژوند کوم۔خدائ تاسو سره هم مينه لري او غواړي چې تاسو هم دا تحفه قبول کړئ۔آيا تاسو غواړئ همدا اوس دا قبول کړئ؟
له ځانه وپوښتئ.
- آيا تاسو دا کيسه د ياد نه شريکولے شئ؟ هر څوک د انجيل د کيسې په ويلو کښې د مشق سره ښه کېږي. اوس ودرېږئ او درې ځله مشق وکړئ.
- د دې کيسې نه د انسانانو په باره کښې څه زده کوئ؟
- د خُدائے په باره کښې څه زده کوئ؟
- ستاسو په خيال د خُدائے کيسه په داسې کيسه ويلو سره آسانه ده که ګرانه؟
نن ورځ د زومى روزنه پیل کړئ
دا په بشپړه توګه وړیا دی، او تاسو هر وخت پیل کولی شئ - په خپل سرعت سره لاړ شئ، هرچیرې چې یاست.
وړيا ثبت.