زومى ټرينګ څه شی دی؟

زومى د يوناني ژبې کلمه ده چې معنی يې “خمير” ده. په متی 13:33 کښې عيسى مسيح د آسمان بادشاهي د خمير سره تشبيه کړه چې د اوړو په ډېره اندازه کښې ګډ شي او ټول خمير خپور کړي. دا تمثيل ښيي چې عادي خلک د عادي وسيلو په کارولو سره د خدای د بادشاهۍ لپاره ډېر لوی اثر کولی شي.

د زومى ټرينګ مقصد دا دی چې زمونږ په نسل کښې ټوله دنيا د زياتېدونکو شاګردانو نه ډکه کړي.

په 2015 کښې يو کوچنی ګروپ چې د عيسى مسيح د لوی حکم د پوره کولو لپاره ژمن و، د Jonathan Project د مشرتابه په غونډه کښې راټول شو. هغوی دعا وکړه او د دنيا په کچه د شاګردانو د زياتولو ستونزو په باره کښې يې خبرې وکړې.

د شاګرد جوړونې هغه بنسټيز اصول چې په زومى ټرينګ کښې دي، نېغ د بائبل نه اخستل شوي او له دېرشو کلونو زيات وخت راهيسې په ټوله دنيا کښې ازمویل شوي دي. دا اصول عادي ايمانداران توانمند کوى چې داسې شاګردان شي چې نور شاګردان جوړ کړي، او په دې ډول ميليونونه شاګردان په روحاني تيارو ځایونو کښې د خدای بادشاهي مخته وړي.

People on globe
Online training on devices

زومى ټرينګ د 14 فرورى 2017 په ورځ د بادشاهۍ د ګډ کار له لارې پيل شو. زومى يو خلاص نوښت دی او هېڅ رسمي اداره يا جلا سازمان يې نه چلوي. ځکه چې زومى د کوم سازمان له خوا نه چلول کېږي، نو کوم رسمي عقيدې بيان هم نه لري. خو ټول ګډون کوونکي د Lausanne Covenant سره موافق دي.

هدف دا دی چې زمونږ په نسل کښې ټوله دنيا د زياتېدونکو شاګردانو نه ډکه شي. په دې روزنه کښې چې کوم بائبلي اصول دي هغه ډېر ساده دي، خو د دنيا بدلولو توان يې د دې اصولو په عملي کولو کښې دی.

د زومى ليد داسې دی لکه خمير چې په ټوله اوړه کښې خپرېږي او د بادشاهۍ اساسي وسيلې د دنيا په ګاونډونو کښې خپروي.

Groups around the globe

د زومى ليد دوه برخې لري:

1 Training

روزنه

په شمالي امريکا کښې د هر 5000 خلکو لپاره لږ تر لږه يو د شاګرد جوړونکی وروزل شي، او په ټوله دنيا کښې د هر 50000 خلکو لپاره يو د شاګرد جوړونکی وروزل شي.

2 Simple Churches

ساده کليساګانې.

هغه خلک چې روزل شوي وي بايد د هر 5000 خلکو لپاره په شمالي امريکا کښې لږ تر لږه 2 ساده او زياتېدونکې کليساګانې پيل کړي، او په ټوله دنيا کښې د هر 50000 خلکو لپاره 2 ساده کليساګانې پيل کړي.

د همدې کوچنيو پيلونو سره ـ کوم چې بائبل يې خمير بولي ـ مونږ کولی شو چې ټوله دنيا د زياتېدونکو شاګردانو او کليساګانو نه ډکه ووينو. د زومى ټرينګ وپلټئ او وګورئ چې دا څنګه ممکن کېدی شي!

زومى ټرينګ څنګه کار کوى؟

وړيا ثبت تاسو ته د ټولو روزنيزو موادو او انلاين کوچنګ بشپړ لاسرسی درکوى.

د لارښوونې ويډيوګانې ستاسو ګروپ سره مرسته کوى چې د شاګردانو د زياتولو اساسي اصول درک کړي.

د ګروپ بحثونه. ستاسو ګروپ سره مرسته کوى چې په شريکو شوو موضوعاتو فکر وکړي.

ساده تمرينونه ستاسو ګروپ سره مرسته کوى چې هغه څه عملي کړي چې تاسو يې زده کوئ.

د سيکنډ ننګونې ستاسو ګروپ سره مرسته کوى چې د غونډو تر منځ هم زده کړه او وده جاري وساتي.

Zúme Training video

مخکې له دې چې پيل وکړئ

Group around a table

زومى د نورو روزنو په شان نه دی!

وړومبئ :

زومى داسې طرحه شوی چې په ګروپ کښې ترسره شي. د ګروپ تمرينونه، بحثونه او د مهارتونو عملي کول د نورو خلکو سره ډېر ښه وي، نو که ممکن وي يو ګروپ راټول کړئ.

دوهم:

زومى د مهارتونو د جوړولو او وړتيا د زياتولو لپاره دی، يوازې د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره نه دی. په هره غونډه کښې هدف دا دی چې ګټور عمل وشي. د ټرينِګ تر ټولو ښه نتيجه به دا وي چې ستاسو ژوند بدل شي او ستاسو په ايمان کښې د زيات قوت تجربه وکړئ.

څه ته اړتيا ده.

د ټرينِګ لپاره اړين شيان:

  • لږ تر لږه 3 کسان، خو غوره دا ده چې له 12 نه کم وي.
  • ژمنتيا چې 20 ساعته وخت د کورس د مفاهيمو او وسايلو د زده کړې او عملي کولو لپاره ورکړئ.
  • يو کس چې غونډه تنظيم کړي (کېدی شي تاسو خپله هم واوسئ)، د سيکنډ وخت او ځای تنظيم کړي، د تعقيبي بحث لارښوونه وکړي او عملي ګامونه اسانه کړي.
Training group

د ټرينِګ لپاره دا شيان ضروري نه دي:

  • له خپل ګروپ نه زياته پوهه يا تجربه درلودل ضروري نه دي! که تاسو “بل” کليک کولی شئ، نو تاسو زومى ټرينګ هم رهبري کولی شئ.
  • د ټرينِګ د رهبري لپاره ځانګړې اجازه هم ضروري نه ده! زومى خپله اسانه، خپله پيلېدونکې روزنه ده او تاسو کولی شئ همدا نن پيل يې کړئ.
Not required

د يو کوچ سره اړيکه نيول.

Coach with a person

د لارې په اوږدو کښې د زومى ټولنه چمتو ده چې ستاسو مرسته وکړي او تاسو ته يو کوچ درکړي تر څو تاسو او ستاسو ګروپ روزنه په برياليتوب سره عملي کړئ. که کومه پوښتنه يا اندېښنه لرئ، نو بې له ځنډه اړيکه ونيسئ.

يو روزونکی ترلاسه کړئ.

آيا تاسو چمتو ياست؟ نن ثبت وکړئ.

Register
وړيا ثبت.