concept

همېشه د دوو کليساوو برخه اوسئ

دا پاڼه شریکه کړئ

عیسیٰ خپلو پيروکارانو ته لارښوونه وکړه چې هغوى بايد په دوامداره توګه نوې روحاني کورنۍ پيل کړي، هغوى د عيسىٰ په څېر ودې ته ورسوي، او هغوى ته زده کړي چې څنګه نوې روحاني کورنۍ پيل کړي. نو دا دوه شيان څنګه سره راځي — مونږ څنګه په يوه کليسا کښې برخه اوسو او په همدې وخت کښې نوې کليساوې پيلولو په بهير کښې هم اوسو؟

د خُدائے په کلام کښې مونږ زده کوو چې د هغه کامل پلان دا دے چې مونږ د روحاني کورنۍ په توګه ژوند وکړو. بائبل د دې کورنۍ په باره کښې د کليسا په درې بڼو کښې خبرې کوي:

  • نړيواله کليسا — د ټولو ايماندارانو راټولېدل چې وو، دي او به وي.
  • سيمه ييزه يا ښاري کليسا — د يو ښار يا د هېواد د يوې برخې د ټولو ايماندارانو راټولېدل.
  • ساده کليسا — د ايماندارانو راټولېدل چې په کوچنۍ ډله کښې لکه په ودانۍ يا کور کښې سره راځي.

د څلورو کورنيو يوه ساده کليسا تصور کړئ. دا بنيادي کليسا هغه ده چې دا کورنۍ ورسره ژوند کوي — هغه ورونه او خويندې چې په مينه او ښو کارونو کښې ورته حوصله ورکوي. اوس تصور کړئ چې هره څلور جوړه د نوې روحاني کورنۍ د پيلولو هڅه کوي. هغوى په هغه ډول برخه نه اخلي لکه خپلې کوچنۍ ډلې کورنۍ سره، خو هغوى مرسته کوي چې نمونه (MODEL) او مرسته (ASSIST) وکړي لکه څنګه چې نوې روحاني کورنۍ پيل کېږي او وده کوي. د يوې ساده کليسا نه په همدې وخت کښې څلور نوې کليساوې پيل کېږي.

دا بېلګه ده چې خُدائے خپله کورنۍ څومره ژر ودې ورکولے شي. همداسې کليسا خپل رفتار زياتولے شي.

نو د دې ټولو کليساوو سره څه کېږي لکه څنګه چې وده کوي او نوې کليساوې پيلوي چې بيا نوې کليساوې پيلوي؟ هغوى څنګه نښتي پاتې کېږي؟ هغوى څنګه د پراخې روحاني کورنۍ په توګه ژوند کوي؟ ځواب دا دے چې دا ټولې سادې کليساوې د ودې کوونکي بدن د حجرو په څېر دي او سره نښلي او د ښار يا سيمه ييزې کليسا په شبکه کښې راځي. کليساوې اړيکه لري. هغوى ورته روحاني DNA لري. هغوى ټولې د هماغې لومړۍ ضربېدونکې کورنۍ نه نښتې دي. او اوس — د ځينې لارښوونې سره — هغوى د لوى بدن په توګه سره راځي تر څو لا زيات کار وکړي.

له ځانه وپوښتئ.

  • د دوامداره روحاني کورنۍ ساتلو څه ګټې دي چې نوې کورنۍ زېږوي چې وده او ضربېدل کوي، پرځای د دې چې کورنۍ په دوامداره توګه لويه کړئ او بيا يې د ودې د پاره ووېشئ؟

نن ورځ د زومى روزنه پیل کړئ

دا په بشپړه توګه وړیا دی، او تاسو هر وخت پیل کولی شئ - په خپل سرعت سره لاړ شئ، هرچیرې چې یاست.

وړيا ثبت.