tool

‎343. S.O.A.P.S. ‎د بائبل لوستل

دا پاڼه شریکه کړئ

د عيسىٰ د پيروکار په توګه مونږ بايد هره ورځ کلام ولولو. يوه ښه لارښوونه دا ده چې هره هفته لږ تر لږه د بائبل ۲۵–۳۰ بابونه ولولئ. د S.O.A.P.S. د بائبل لوستلو طريقې سره ورځنی ژورنال ساتل به تاسو سره مرسته وکړي چې لا ښه وپېژنئ، اطاعت وکړئ او شريک کړئ. S.O.A.P.S. مطلب:

  • کلام (Scripture) : يو يا څو آيتونه وليکئ چې نن ستاسو د پاره خاص مهم وي.
  • مشاهده (Observation) : هغه آيتونه يا مهم ټکي په خپلو لفظونو کښې بيا وليکئ تر څو ښه يې درک کړئ.
  • تطبيق (Application) : فکر وکړئ چې دا حکمونه په خپل ژوند کښې اطاعت کول څه مطلب لري.
  • دعا (Prayer) : يوه دعا وليکئ چې خُدائے ته ووائي څه مو زده کړل او څنګه يې اطاعت کول غواړئ.
  • شريکول (Sharing) : له خُدائے نه وپوښتئ چې دا زده کړه چا سره شريکه کړئ.

دا د بائبل د مطالعې يوه ساده او مؤثره طريقه ده چې د عيسىٰ هر پيروکار يې استعمالولے شي.

دلته د S.O.A.P.S. يو مثال دے:

S – «ځکه چې زما خيالونه ستاسو د خيالونو په شان نه دي، او زما لارې ستاسو د لارو په شان نه دي،» مالِک وائي. «ځکه چې لکه څنګه چې آسمانونه د زمکې نه اوچت دي، نو زما لارې هم ستاسو د لارو نه اوچتې دي او زما خيالونه ستاسو د خيالونو نه.» يشعياه ۵۵:۸–۹

O – د انسان په توګه زۀ په هغه څه کښې محدود يم چې پوهېږم او چې څنګه يې وکړم. خُدائے په هيڅ ډول محدود نه دے. هغه هر څه ويني او پوهېږي. هغه هر څه کولے شي.

A – ځکه چې خُدائے هر څه پوهېږي او د هغه لارې غوره دي، نو که د خپلې لارې پرځای د هغه پيروي وکړم، نو په ژوند کښې به لا زياته کاميابي ومومم.

P – اے مالِکه، زۀ نه پوهېږم چې څنګه داسې ښه ژوند وکړم چې تا خوشحاله کړي او نورو سره مرسته وکړي. زما لارې تېروتنو ته رسېږي. زما خيالونه درد ته رسېږي. مهرباني وکړه چې پرځای يې خپلې لارې او خيالونه راښکاره کړې. پرېږده چې ستا روحُ القُدس ما ته لارښوونه وکړي لکه څنګه چې ستا پيروي کوم.

S – زۀ به دا آيتونه او دا تطبيق د خپل ملګري سټيف سره شريک کړم؛ هغه چې سخت وخت تېروي او د مهمو فيصلو د پاره لارښوونې ته اړتيا لري.

له ځانه وپوښتئ.

  • دا څومره مهمه ده چې هغه څه شريک کړم چې د بائبل په مطالعه کښې د خُدائے نه اورم؟
  • زما په حلقو کښې اوس کوم خلک دي چې دا وسيله ورسره شريکه کړم؟

نن ورځ د زومى روزنه پیل کړئ

دا په بشپړه توګه وړیا دی، او تاسو هر وخت پیل کولی شئ - په خپل سرعت سره لاړ شئ، هرچیرې چې یاست.

وړيا ثبت.