څلور ميدانونه وسیله
د څلورو کروندو تشخيصي چارټ يوه ساده وسيله ده چې د مشرانو ډله يې استعمالوي تر څو د اوسنيو هڅو او د شاوخوا د بادشاهۍ د فعاليت په حالت فکر وکړي. عيسىٰ ډېر ځله شاګردان د خدمت نه لرې، خاموش ځايونو ته بوتلل تر څو وګوري چې کار څنګه روان دے. دا ساده وسيله تاسو او ستاسو هم مشرانو سره مرسته کوي چې د عيسىٰ دا نمونه تعقیب کړئ او د خپلې امانت دارۍ ټولې برخې وګورئ. دا وسيله د همځولو د لارښوونې کښې استعمال کړئ تر څو فعاليت، خلک، او ډلې د بېلابېلو کروندو په کټګوريو کښې وګورئ، او يو بل نه بنيادي پوښتنې وکړئ تر څو د عمل او راتلونکو قدمونو نقطې راوباسئ.
د څلورو کروندو د وسيلې بېلګه
پوښتنه وکړئ:
خالى ميدان
کومو خلکو يا کومو علاقو ته تاسو د بادشاهۍ غزولو پلان لرئ؟
د کرلو ميدان
پوښتنه وکړئ:چاته د بادشاهۍ ښه زېرى شريکوئ؟څنګه يې شريکوئ؟
د ودې ميدان
پوښتنه وکړئ:خلک څنګه روحاني روزئ؟انفرادي او د هغوى د قدرتي اړيکو په شبکه کښې څنګه وده ورکوئ؟
د حاصل ميدان
پوښتنه وکړئ:نوې روحاني کورنۍ (ساده کليساګانې) څنګه جوړېږي؟
د زياتېدو ميدان
پوښتنه وکړئ:له چا سره، څنګه، او کله تاسو وفادار خلک پېژندئ، روزئ او د زياتېدو حساب ترې اخلئ؟
له ځانه وپوښتئ.
- تاسو سره څوک دے چې ستاسو جذب شريکوي او ورسره سره ناسته کولے شئ او دا پوښتنې بيا کتلے شئ؟
نن ورځ د زومى روزنه پیل کړئ
دا په بشپړه توګه وړیا دی، او تاسو هر وخت پیل کولی شئ - په خپل سرعت سره لاړ شئ، هرچیرې چې یاست.
وړيا ثبت.