ډکلنګ شاګردي – سمدستي مشري
آيا تاسو پوهېږئ چې ډکلنګان د شاګرد جوړولو سره څه اړه لري؟ آيا تاسو کله د ډکلنګانو يوه ډله ليدلې ده چې ګرځي؟ ډکلنګان په حقيقت کښې د شاګرد جوړولو يو مهم اصل ښيي. که تاسو غواړئ چې د خُدائے کورنۍ لرې وغځي او په وفادارۍ کښې وده وکړي، نو د شاګرد جوړولو ته د ډکلنګانو په شان وګورئ — په همدې وخت کښې پيروکار او مشر اوسئ.
فرق نه کوي چې تاسو د نړۍ په کوم ځای کښې ياست، دا منظر هميشه يو شان ښکاري.
مور ډکلنګ مخکښې وي او بچي يې پسې روان وي — يو په يو، ټول په يو قطار کښې. مور ډکلنګ لارښوونه کوي. کوچني ډکلنګان پيروي کوي. خو که تاسو نور هم غور وکړئ، بل حقيقت هم وينئ. هر کوچنی ډکلنګ په حقيقت کښې دوه رولونه لوبوي — په همدې وخت کښې:
- هر کوچنی ډکلنګ پيروکار دے، ځکه چې د مور ډکلنګ يا د هغه بل بچي پيروي کوي چې سمدستي مخکښې روان وي.
- او په همدې وخت کښې، هر کوچنی ډکلنګ مشر هم دے، ځکه چې د هغه بچي (يا بچيو) مشري کوي چې سمدستي ورپسې روان وي.
نو آيا ډکلنګ پيروکار دے که مشر؟ دواړه دے.
او همدغه وجه ده چې «ګرځېدونکي ډکلنګان» د شاګرد جوړولو سره ډېر ژور تعلق لري. خُدائے غواړي چې د هغه کورنۍ لرې وغځي — نو هغه تمه لري چې هر پيروکار مشر وي، هر ايماندار شريک کوونکے وي، او هر شاګرد شاګرد جوړونکے وي — په همدې وخت کښې.
يو جال چې مونږ اکثر پکې ګير کېږو دا غلط خيال دے چې بايد هر څه وپوهېږو، يا لږ تر لږه ډېر څه، بيا څه شريک کړو. خو شاګردي داسې نه ده. شاګردان د ډکلنګانو په شان دي. د مشر کېدو لپاره، دوی ته دا ضروري نه ده چې هر څه وپوهېږي. يوازې يو قدم مخکښې کافي دے.
خُدائے غواړي چې د هغه کورنۍ په وفادارۍ کښې وده وکړي — نو هغه تمه لري چې هر مشر پيروکار وي، هر شريک کوونکے ايماندار وي، او هر شاګرد جوړونکے شاګرد وي — په همدې وخت کښې هم. بل جال دا غلط خيال دے چې څوک، په کوم ځای کښې، هر څه پوهېږي او که مونږ هغه پيدا کړو او پيروي يې وکړو، نو بس شو. خو شاګردي هم داسې نه ده.
د خُدائے په بادشاهۍ کښې يوازې يو «مور ډکلنګ» شته چې مونږ ټول يې پيروي کوو — او هغه عيسىٰ مسيح دے. نه يو مشنرى. نه يو پادری. نه يو د لاهوت پوهنتون استاد. يوازې عيسىٰ د دې حقدار دے چې مونږ پرې بشپړ ايمان ولرو.
مونږ ټول «په بهير کښې» يو. هميشه به څوک داسې وي چې عيسىٰ ته مونږ نه نزدې وي چې مونږ يې پيروي وکړو. او هميشه به څوک داسې وي چې لږ لرې وي چې مونږ يې مشري وکړو. خو په هر حالت کښې، زموږ سترګې — او زموږ زړونه — بايد په عيسىٰ باندې بشپړ ټينګ وي.
په کلام کښې، پولس، چې د نوي عهدنامې ډېره برخه يې ليکلې او ډېرې لومړنۍ کليساوې يې پيل کړې، يوازې دا نه وويل — «زما پيروي وکړئ.» بلکې وفرمائيل، «زما پيروي وکړئ، لکه څنګه چې زه د عيسىٰ پيروي کوم.» پولس پوهېده چې د ډکلنګانو حقيقت او هغه څه چې هر شاګرد بايد وپوهي — د خُدائے په بادشاهۍ کښې هر مشر بايد پيروکار وي، او مونږ ټول عيسىٰ پيروي کوو.
پولس دا هم ليکي: «او کومې خبرې چې تا زما نه اورېدلې دي، هغه داسې وفادارو کسانو ته سپارې چې نورو ته د روزنې وړ وي.» پولس پوهېده چې د ډکلنګانو حقيقت او هغه څه چې هر شاګرد بايد وپوهي — د خُدائے په بادشاهۍ کښې هر پيروکار بايد مشر وي، او مونږ ټول بايد د عيسىٰ په شان مشري وکړو، د نورو لپاره خپل ژوند قربانولو سره.
که تاسو غواړئ چې د خُدائے کورنۍ لرې وغځي او په وفادارۍ کښې وده وکړي، نو د شاګرد جوړولو ته د ډکلنګانو په شان وګورئ — په همدې وخت کښې پيروکار او مشر اوسئ.
له ځانه وپوښتئ.
- د شاګردۍ کومه برخه (کلام لوستل/پوهېدل، دعا، د خُدائے کيسه شريکول، او نور) تاسو غواړئ چې نور زده کړئ؟ څوک کولے شي تاسو سره مرسته وکړي؟
- د شاګردۍ کومه برخه تاسو احساس کوئ چې نورو سره شريکولے شئ؟ تاسو له چا سره شريکولے شئ؟
نن ورځ د زومى روزنه پیل کړئ
دا په بشپړه توګه وړیا دی، او تاسو هر وخت پیل کولی شئ - په خپل سرعت سره لاړ شئ، هرچیرې چې یاست.
وړيا ثبت.