خپله درې منټه ګواهى تياره کړئ
ستاسو د خُدائے سره د اړيکې کيسه ستاسو ګواهى بلل کېږي. دا طاقتوره ده، او دا داسې څه دي چې هيڅوک تاسو نه ښه نه شي شريکولے. د عيسىٰ د پيروکارانو په توګه مونږ د هغه د پاره «ګواهيان» يو، ځکه چې مونږ د هغه اثر په خپل ژوند کښې «ګواهي» ورکوو. ستاسو ګواهى اوږده يا ډېر تفصيل ته اړتيا نه لري چې اثر وکړي. په حقيقت کښې، خپله کيسه شاوخوا ۳ دقيقو ته ساتل د پوښتنو او ژورو خبرو د پاره وخت پرېږدي.
د شاهدۍ درې بنيادي ډولونه
ستاسو د قيصې بيانولو بې شمېره لارې شته، خو دلته څو داسې طريقې دي چې ښه نتيجه يې ورکړې ده:
ساده بيان – يو ساده جمله ووايئ چې ولې مو د عيسى پيروي غوره کړه۔ (د نويو ايماندارانو د پاره ښه طريقه ده)
مخکښې او وروستو – خپل ژوند بيان کړئ:د عيسى نه مخکښې ژوند څنګه و، او اوس څنګه دی۔
له عيسى سره او بې له عيسى نه –زما ژوند د عيسى سره څنګه دی، او که نه وای نو څنګه به وای۔
د ګواهئ شريکولو درې برخې
د هغوى قيصه – له مقابل کس نه وپوښتئ چې د هغه روحاني سفر څنګه دی۔
ستاسو قيصه – بيا خپله شاهدي د هغه د حالاتو مطابق شريکه کړئ۔
د خدائ قيصه – آخر کښې د خدائ قيصه داسې بيان کړئ چې د هغه د فکر او ارزښتونو سره تړاو ولري۔
ستاسو شاهدي ډېره اوږده کېدل ضروري نه دي۔تقريباً درې مينټه کافي دي۔ساده يې وساتئ۔خدائ ستاسو قيصه د ژوندونو د بدلون د پاره استعمالولے شي۔
له ځانه وپوښتئ.
- تاسو خپله ۳ دقيقه ګواهى چا سره شريکولے شئ؟
- ستاسو په لېست کښې کوم پنځه خلک دي چې تاسو يې د پاره خپله ګواهى جوړول غواړئ؟
نن ورځ د زومى روزنه پیل کړئ
دا په بشپړه توګه وړیا دی، او تاسو هر وخت پیل کولی شئ - په خپل سرعت سره لاړ شئ، هرچیرې چې یاست.
وړيا ثبت.