concept

د همځولو د لارښوونې ډلې

دا پاڼه شریکه کړئ

د همځولو د لارښوونې ډلې د مشر نه مشر لارښوونه استعمالوي د عيسىٰ د انفرادي پيروکارانو سره، د سادو کليساوو سره، د خدمت د ادارو سره، يا حتى د سادو کليساوو د شبکو سره. دا ډلې هغه خلک لري چې د ۳/۳ ډلې مشري کوي او پيلوي. دا هم د ۳/۳ بڼه تعقیبوي او ستاسو په سيمه کښې د خُدائے د کار د روحاني روغتيا د ارزولو قوي لار ده. دا ډلې د کلام نه د عيسىٰ د خدمت بېلګه تعقیبوي، يو بل نه پوښتنې کوي او غبرګون ورکوي — ټول د ۳/۳ ډلې د ورته بنيادي وخت جوړښت سره. عيسىٰ وفرمائيل — «زۀ تاسو ته نوى حکم درکوم: يو بل سره مينه وکړئ. لکه څنګه چې ما تاسو سره مينه کړې ده، تاسو هم يو بل سره مينه وکړئ. په دې به هر څوک پوه شي چې تاسو زما شاګردان ياست، که تاسو يو بل سره مينه وکړئ.» د همځولو د لارښوونې ډلې مقصد دا دے چې د عيسىٰ پيروکارانو ته د دعا، اطاعت، تطبيق او احتساب سره د ودې د پاره ساده بڼه ورکړي. په بل عبارت — «يو بل سره مينه وکړئ.»

ساده طريقه د يوې همځولو د لارښوونې ډلې د مشرتابه د پاره :

شاته کتل ١/٣

په لومړۍ برخه کښې د دعا او يو بل خيال ساتلو وخت تېر کړئ لکه څنګه چې په بنيادي ۳/۳ ډله کښې کوئ۔بيا د ډلې نظر او تېرې وعدې وڅېړئ:

• تاسو په مسيح کښې څنګه پاتې کېږئ؟ (کلام، دعا، ايمان، اطاعت، مهمې اړيکې)• آيا ستاسو ډلې تېر ځل عملي منصوبې پوره کړې؟ هغه بيا وګورئ۔

پورته کتل ١/٣

دا ساده پوښتنې بحث کړئ:

د څلورو ميدانونو نقشې هره برخه کښې څنګه روان يئ؟

څه ښه کار کوي؟

ستاسو تر ټولو لوى چيلنجونه کوم دي؟

څه تاسو ته ګران يا نه پوهېدونکي ښکاره شول؟

خدائ په دې وروستيو کښې تاسو ته څه ښيي؟

آيا کومې پوښتنې شته د تجربه کار مشرانو يا نورو ګډون کوونکو نه؟

مخکښې کتل ١/٣

په خاموشه دعا کښې د ډلې هر غړى له پاک روح نه وغواړي چې دې پوښتنو ته ځواب ورکړي:

• تر بل ملاقات پورې خدائ غواړي زه کوم عملي قدمونه واخلم؟ (د څلورو ميدانونو وسيله استعمال کړئ)

• زما لارښود يا د ډلې نور غړي څنګه راسره مرسته کولے شي؟

بيا د ډلې په توګه دعا وکړئ۔هر غړي د پاره دعا وشي۔د هغو خلکو د زړونو د تيارۍ د پاره دعا وکړئ چې تاسو به ورسره رابطه کوئ۔د جرئت او طاقت د پاره دعا وکړئ چې هر غړى هغه څه عملي کړي چې خدائ ورته ښودلي دي۔که تجربه کار مشر غواړي د ځوان مشر د پاره خاص دعا وکړي، دا بهترين وخت دی۔

له ځانه وپوښتئ.

  • د همځولو د لارښوونې دا بڼه د هغې همځولو لارښوونې سره څنګه توپير لري يا ورته ده چې تاسو په ښوونځي يا کار کښې تجربه کړې وه؟

نن ورځ د زومى روزنه پیل کړئ

دا په بشپړه توګه وړیا دی، او تاسو هر وخت پیل کولی شئ - په خپل سرعت سره لاړ شئ، هرچیرې چې یاست.

وړيا ثبت.