tool

د نسب نامى نقشه

دا پاڼه شریکه کړئ

د نسلونو نقشه جوړول (يا جنريشنل ميپينګ / جن ميپ) بله ساده وسيله ده چې د خوځښت مشرانو سره مرسته کوي چې د شاوخوا وده وپوهېږي. دا ښائي چې کومې کليساوې ميوه ورکوي، نو دوامداره پانګونه او پاملرنه يې وړ دي. د نسلونو د ونې نقشه په يوه پاڼه يا څو پاڼو کښې رسمېدے شي. دا نقشه ښائي چېرته ضربېدل بند شوي دي او روزنې ته اړتيا کېدے شي. د خوځښت روغتيا د مشرانو لومړے اندېښنه ده او ميوه ورکول د روغتيا د پيماني غوره لار ده.

د ډلې عناصر

د ډلې د بلوغ په باره کښې کليدي معلومات په پنځو ساده برخو کښې ثبتېدے شي (د څلورو کروندو د نمونې په څېر رسم شوې):

  • د مشر نوم
  • په ډله کښې د لټوونکو شمېر
  • په ډله کښې د بپتسمه شوو ايماندارانو شمېر
  • د احتساب په اړيکو کښې شمېر
  • د کليسا په توګه کار کوي (هو/نه)
  • څومره کسانو بله ډله پيل کړې ده

هره کليسا د مشر په نوم، ځای، او د جوړېدلو په نېټه نښه کېږي. هره کليسا د څلورو کروندو د چارټ د پنځو اړخونو سره تړلي معلومات هم لري. پورتنے کيڼ ربع ښائي چې په ډله کښې څومره غير مسيحيان دي. (ښايي ټوله د لټوونکو نه جوړه وي او لا کليسا نه وي.) پورتنے ښے ربع ښائي چې په ډله کښې څومره (بپتسمه شوي) ايمانداران دي. لاندے ښے ربع ښائي چې څومره برخه اخيستونکي د احتساب په ډلو کښې دي. لاندے کيڼ ربع ښائي چې آيا ډله د کليسا په توګه کار کوي که نه. منځنۍ برخه ښائي چې د ډلې څومره برخه اخيستونکو د راتلونکي نسل کليساوې پيلولو کښې مرسته کړې ده. د نسلونو د نقشې دا معلومات په څو کچو کښې ګټور دي. يو دا چې د دې معلوماتو موندلو بهير ډاډ ورکوي چې په هره کچه سم لارښوونه او کوچنګ کېږي. دوهم، دا د انفرادي روحاني کورنيو او پراخو شبکو د قوتونو او کمزوريو نښې ورکوي. د قوتونو او کمزوريو نمونې ډېر ځله د داسې ارزونې سره ښکاري.

د نسلونو د ونې د نقشې بېلګه

genmap

په ياد ولرئ چې دا د نسلونو نقشه څلور نسلونه ښائي. په دې نقشه کښې لومړي نسل کښې يوه کليسا ده. څلور دوهم نسل کليساوې دي، نهه درېيم نسل کليساوې، او څلور څلورم نسل کليساوې.

له ځانه وپوښتئ.

  • که تاسو اوس د نسلونو نقشه نه شئ رسمولے، آيا باور لرئ چې خُدائے ستاسو په ذريعه يوه ورځ کولے شي؟

نن ورځ د زومى روزنه پیل کړئ

دا په بشپړه توګه وړیا دی، او تاسو هر وخت پیل کولی شئ - په خپل سرعت سره لاړ شئ، هرچیرې چې یاست.

وړيا ثبت.