Zúme Training Guidebook

Intensive Course

ژوره غونډه1

چک اِن

(1 min)

ګډونوال او اسانتيا ورکوونکی دې چک اِن وکړي.

Or zume.training/checkin and use code: 1397

دعا

(5 min)

د دعا سره پيل وکړئ. د روحاني بصيرت او بدلون امکان د روحُ القُدس نه بغير نشته. د ډلې په توګه وخت واخلئ چې هغه راوبلئ تر څو تاسو ته په دې غونډه کښې لارښودنه وکړي.

عمومي کتنه

(1 min)

په دې غونډه کښې به مونږ دا مفاهيم واورو او پرې به بحث وکړو:

او دا وسايل به هم خپل وسايلو بکس کښې زيات کړو:

  • خُدائے عام خلک استعمالوي
  • د شاګرد او کليسا ساده تعريف
  • روحاني ساه اخيستل يعنې د خُدائے اورېدل او اطاعت کول
  • مصرف کوونکی او توليد کوونکی طرزِ ژوند
  • ‎343. S.O.A.P.S. ‎د بائبل لوستل
  • د احتساب ډلى
  • څنګه يو ساعت په دعا کښې تېر کړئ
  • د اړيکو امانتداري – د ١٠٠ ليسټ

READ

(5 min)

خُدائے عام خلک استعمالوي

زومى ته پخير راغلئ

زومى ټرينينږ ته پخير راغلئ. زومى د یونانى ژبې ټکے دے، چې مطلب يې “خمبيره” د‌ه۔

عیسیٰ مونږ ته وائى چې د خدای بادشاهى د هغه ښځې په شان ده څوک چې لږ شان “خمبيره” واخلى او په ډېرو اوړو کښې يې ګډ کړى۔

کله چې هغه خمبيره په اوړو کښې ګډوى، نو دا ورو ورو خوريږى تر دې چې ټول اوړه خمبيره شى.

عیسیٰ مونږ ته دا ښودل چې يو عام انسان هم د يو وړوکى څيز نه يو لوې اثر پيدا کولے شى.

زمونږ ارمان دا دے چې هغه کار وکړو کوم چې عیسیٰ وئیلے وو__چې د دنيا په هر ځای کښې عام خلکو سره مرسته وکړو چې د وړو وسایلو په وسیله د خدای په بادشاهۍ کښې لوى اثر جوړ کړى.

د عیسیٰ اخيرى هدایات د هغه د پيروکارو د پاره ډيره ساده او آسان وو ۔ هغه وفرمائيل: د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے ځکه تاسو په زمکه خوارۀ شئ

او ټول قومونه زما مريدان کړئ او د پلار، د زوئ او د روحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ. او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“

د عیسیٰ حکم ساده وو— شاګردان جوړ کړئ۔

او د دې طریقې هدایات هم ساده وو— چېرته چې ځئ، هلته شاګردان جوړ کړئ۔

د بپتسمې په وسيله شاګردان جوړ کړئ د پلار، زوی او روح القدس په نوم۔

د تعليم په وسليه شاګردان جوړ کړئ چې په ټولو حکمونو عمل وکړې

نو د شاګردانو جوړولو طريقه څه ده؟

مونږ چې چرته هم روان يو—نو مونږ شاګردان جوړاوو

نو کله چې څوک اراده وکړى چې د عیسیٰ مسيح پيروى وکړې نو هغه ته بپتسمه ورکول پکار دى۔

او کله چې هغوې وده شروع کړې- نو مونږ له پکار دى چې هر شاګرد ته دا وښايو چې د عیسیٰ ټول حکمونه څنګه ومني۔

او ځکه چې د هغه یو حکم دا هم دے چې شاګردان جوړ کړئ، نو ددې مطلب دے هر شاګرد چې د عیسیٰ پیروي کوى هغه له پکار دى چې دا زده کښې چې څنګه نوى شاګردان جوړ کړى.

هغه شاګردان بیا نور شاګردان جوړوى، او هغوی هم او هغوی هم بيا شاګردان جوړوى۔

دا د شاګردانو زیاتېدل دى۔ هم دغه شان زومې کار کوى۔

دا هغه خمبيره ده. چې په ټول اوړو کښې ګډشى تر دې چې ټول اوړه خمبيره شي۔

کله چې عیسیٰ دا حکم ورکړو چې لاړ شئ او شاګردان جوړ کړئ، نو ورسره يې یوه وعده هم ورکړه۔

عیسیٰ ووئیل: زه به هميشه تاسو سره يم، تر دې چې دا زمانه ختمه شى.

د عیسیٰ هر پیرو ته پکار ده چې په دې وعده باور وکړي چې عیسیٰ همېشه زمونږ سره دے۔ ځکه چې هغه ريښتينے دے!

خو ددې مطلب دا هم دے چې د عیسیٰ هريو پيروکار دې په دې خبره عمل وکړې چې عیسیٰ غواړې مونږ هر يو کس دې شاګردان جوړ کړو. ځکه چې هغه همدا غواړي۔

عیسیٰ ووئیل: ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے. ځکه تاسو په زمکه خوارۀ شئ او ټول قومونه زما مريدان کړئ.

هغه اختیار چې عیسیٰ پرې مونږ ليږې دا هغه د هغه خپل اختیار دے۔

عیسیٰ وائى چې ددې نه لوې اختیار نشته۔ نه روايت،

نه يو کلتور، او نه د زمکې يو قانون

عیسیٰ ووئیل: لاړ شئ او شاګردان جوړ کړئ۔

او د زومې په شان— د خمبيرې په شان—مونږ به روان يو او وده به کوو تر دې چې ټول کار پوره شى۔

بحث

(10 min)

  1. که حضرت عيسى غوښتل چې د هغه هر يو پيروی کوونکی د هغه لوی حکم ومني، نو بيا ولې دومره لږ خلک رښتيا شاګردان جوړوي؟

READ

(5 min)

د شاګرد او کليسا ساده تعريف

دا تعليم ورکوئ چې عمل وکړي

زومى ټرېنِګ ته پخير راغلئ . په دې حيصه کښې، به مونږ د شاګردانو او د کليسيا په باره کښې خبرې اترې کوو.

شاګرد څه ته وائ؟ او شاګرد به څنګه جوړاو؟

خپل پېروکار ته به څنګه خودنه کوئ چې هغه د عيسىٰ مسيح پېروى وکړى؟

تاسو څنګه يو داسې کس اخلئ چې خپل ټول ژوند د دې دنيا د قيد لاندې تېر کړى وى او هغه داسې تيار کړى چې د خدائ د بادشاهۍ تابع جوړ شى؟

د شاګرد لفظ معنى پيروکار ده۔ نو شاګرد

د خدائ پيروکار ته وايى۔

عيسىٰ وفرمائيل — "د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے."

نو د خدائ په بادشاهۍ کښې عيسىٰ مسيح زمونږ بادشاه دے. او مونږ د هغه ښاريان يو، د هغه د مرضۍ تابع يو۔ د هغه خواهشات، مقصدونه، ارادې، ترجيحات او ارزښتونه او د ټولو نه غوره دى۔

د هغه کلام قانون دى۔ نو بيا د دې بادشاهۍ قانون څه دى؟ عيسىٰ عليه السلام خپلو ښاريانو ته د څه کولو حکم ورکوي؟

عيسىٰ وفرمائيل — "د مالِک خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ، په پوره ځان او په پوره عقل سره مينه ساتئ" عيسىٰ مسيح وفرمائيل-- "د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ"

عيسىٰ مسيح وفرمائيل-- "دا د ټولو نه لوئ او اول حکم دے. و دوېم حکم هم په دې شان دے چې، د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ د شريعت او د نبيانو د تعليم ټول بنياد په دې دواړو حکمونو دے "

عيسىٰ مسيح وفرمائيل-- شاګردان جوړ کړئ.

عيسىٰ مسيح وفرمائيل-- "دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے."

ځکه چې شاګردان جوړول دا هم شاملوي چې هغوى ته د عيسىٰ مسيح ټول احکام وښودلے شى نو نوې عهدنامه ته مونږ په ساده الفاظو کښې وائلے شو شاګردان جوړ کړئ.

شاګرد هغه دى

چې د عيسىٰ عليه السلام پيروکار وي، له خدائ سره مينه کوي، له خلکو سره مينه کوي، او شاګردان جوړوي۔

نو بيا کليسا څه ده؟

کيديشې چې تاسو سوچ کوئ چې کليسيا يو عمارت ته وائلے کيږى چرته چې تاسو ځئ راځئ. خو د خُدائ کلام کليسيا د خلکو يوه غونډى ته وائ داسې خلق چې تۀ ورسره تعلق لرې۔

په بائبل کښې د “کليسيا” لفظ په درې طريقو سره استعمال شوے دے:

عالم ګير کليسيا-- ټول هغه خلک چې مخکې اوس او په راتلونکي کښې وخت کښې به د عيسىٰ پيروکار وى۔

په ښار کښې يا په مقامى جماعت کښې هغه ټول خلق څوک چې د مسيح پېروکار دى او په يو ځائ کښې يا چې د دنيا په هر ګوټ کښې اوسيږى

په کور کښې کليسيا-- ټول هغه خلک چې د عيسىٰ پيروکار وى او په هغۀ ځاے کښې راجمع کېږې چرته چې يو يا زيات کسان اوسي۔

يوه روحانى کورنۍ — د عيسىٰ پيروکاران

چې له خدائ سره مينه کوي، له خلکو سره مينه کوي، او شاګردان جوړوى، او په يو ځاے کښې راجمع کېږي — او يو کليسيا جوړاوى د کور کليسيا يا ساده کليسيا

کله چې د دغو ساده کليساګانو ډلې د يو لوى مقصد د پاره يو ځائ شى، نو هغوئ ښارى يا علاقائ کليسيا جوړولے شى.

او دا ټولې ساده کليساګانې چې په علاقو کښې يو له بل سره تړلې وي او د تاريخ په اوږدو کښې خورې شوې وي — همدغه عالم ګير کليسا جوړوى۔

او دا کليسيا چې غټ "C" سره

ساده کليساګانې روحانى کورنۍ دي چې عيسىٰ د هغوى مرکز او د هغوى بادشاه وي۔

ساده کليساګانې هغه روحانى کورنۍ دي چې ده خدائ سره مينه کوى، د نورو خلکو سره مينه کوى، او داسې شاګردان جوړوى چې نور هم زيات شي۔

ځينې کليساګانې عمارت لري، پروګرامونه لرى، بجټونه لرى او کارکوونکي لرى۔

خو ساده کليساګانې د دې ټولو څيزونو محتاجه نه دى چې د خدائ سره مينه لرى ، د خلکو سره مينه لرى او داسې شاګردان جوړ کړي چې نور هم زيات شي۔

او ځکه چې هر اضافى شى کليسا پېچلې کوي او زياتول يې ګرانوي، نو زمونږ ټرېنِګ ، عمارتونه، پروګرامونه، بجټونه— او کارکوونکى ښارى يا علاقائى کليسا ته پرېږدى هغه کليسا چې د زياتېدونکو ساده کليساګانو نه جوړه شوې وي۔

تاسو ته ياد دى "زومى" چې معنه يې "خمبيره" ده-- يو داسې څيز دے چې ډير زر خواريږى.

د زومى ټرينګ سره به مونږ داسې شو لکه خمبيره چې زر زياتيږى او خواريږى.

خو د زياتيدو نه مخکښې راځئ چې دا يقينى کړو چې مونږ پوهېږو خدائ څه شى زياتول غواړي۔

ځکه چې زياتېدل کېدے شي ښه هم وي — خو هر وخت نه۔

کينسر هم زر خواريږى او دا وژل کوى

نو بيا مونږ څنګه حقيقې ژوند زيات کړو او مرګ نه ځان وساتو؟ او مونږه دا څنګه يقينى کولے شو چې مونږ مريدان يو او نور مريدان جوړولے شو.

بحث

(10 min)

  1. کله چې تاسو د کليسا په باره کښې سوچ کوئ، ستاسو ذهن ته څه راځي؟
  2. د هغې انځور او هغه څه چې په ويډيو کښې د "ساده کليسا" په توګه بيان شوي دي ترمينځه څه فرق دی؟
  3. ستاسو په نظر کومه يوه زياته اسانه ده چې زياته شي او ولې؟

READ

(5 min)

روحاني ساه اخيستل يعنې د خُدائے اورېدل او اطاعت کول

روحاني ساه اخيستل

زومې ټرينګ ته يو زل بيا پخير راغلئ۔

په دې سيشن کښې به مونږ دا خبره کړو چې د خدائ نه څنګه واورو او په څه چې واورو په هغې څنګه عمل وکړو۔

ساه اخستل ژوند دے۔مونږ ساه دننه اخلو۔ مونږ ساه بهر وباسو۔ او دا ژوند دے۔

د خدائ په بادشاهۍ کښې هم ساه اخستل ضرورى دى۔

حقيقت دا دے چې خدائ خپل روح ته "ساه" وايى۔

په بادشاهۍ کښې، مونږ ساه دننه اخلو کله چې مونږ د خدائ نه واورو۔

مونږ ساه دننه اخلو کله چې مونږد خدائ نه د هغه د کلام په وسيله واورو يعنې بائبل۔

مونږ ساه دننه اخلو کله چې مونږ د خدائ نه د دعا په وسيله اورو —يعنې د هغه سره زمونږ خبرې۔

مونږ ساه دننه اخلو کله چې مونږد خدائ نه د هغه د بدن په وسيله اورو —يعنې کليسيا، د عيسىٰ نور پيروکاران۔

مونږ ساه دننه اخلو کله چې مونږ د خدائ نه د هغه د کارونو په وسيله اورو —هغه پېښې، تجربې او کله کله حتی هغه ظلمونه او تکليفونه چې هغه خپلو بچو ته پرېږدى چې ترې تېر شى۔

په بادشاهۍ کښې مونږ ساه بهر وباسو کله چې مونږ په هغه عمل وکړو چې مونږ د خدائ نه اورېدلى وى۔ مونږ ساه بهر وباسو کله چې مونږ فرمانبردارى کوو ۔

کله کله اطاعت کولو کښې ساه بهر ويستل دا معنى لرى چې مونږ خپل سوچ، خپلې خبرې يا خپل عملونه بدل کړو تر دې چى هغه د عيسىٰ او د هغه د مرضۍ سره برابر شى۔

او کله کله اطاعت کول دا معنى لرى چې کوم څيز عيسىٰ مونږ سره شريک کړى وى —هغه نور خلکو ته ورکړو — چې نور خلک هم برکت ومومى لکه څنګه چې خُدائ مونږ ته برکت راکوى۔

د عيسىٰ د پيروکار د پاره —دا ساه دننه کول او بهر کول ژوندون او مرګ دے۔دا زمونږ اصل ژوند دے۔

عيسىٰ وفرمائيل —"زوئ په خپله هيڅ نۀ شى کولے. بې له هغه کار نه چې خپل پلار يې په کولو ليدلے وې. ځکه څۀ چې پلار کوى هم هغه شان يې زوئ کوى."

عيسىٰ وفرمائيل —زۀ په خپل اختيار خبرې نۀ کوم خو پلار چې زۀ يې رالېږلے يم هغۀ ما ته حُکم کړے دے چې څۀ ووايم او څنګه يې ووايم.

عيسىٰ وفرمائيل چې هره خبره چې هغه وکړه او هر کار چې هغه ترسره کړو هغه د خدائ نه د اورېدو او بيا د اطاعت په بنياد وو۔

ساه دننه — د خدائ نه واوره۔

ساه بهر —په هغه عمل وکړه چې واورې او هغه ده نورو سره شريک کړه۔

عيسىٰ وفرمائيل چې د هغه پيروکاران به هم د خدائ نه واورى د هغه د پاک روح په وجه —يعنې د هغه د ساه —چې به هر يو ته پوکلې شى چې د هغه پيروى کوى۔

عيسىٰ وفرمائيل — "خو مددګار يعنې روحُ القُدس چې پلار به يې زما په نوم راولېږى، هغه به تاسو ته هر څۀ وښائى او درته به هغه هر څۀ دريادوى، چې ما تاسو ته فرمائيلى دى."

ساه دننه —د خدائ نه واوره۔

ساه بهر —په هغه عمل وکړه چې واورې او هغه له نورو سره شريک کړه۔

عيسىٰ مونږ ته د ژوند طريقه ښودله۔

نو بيا مونږ د خدائ آواز څنګه اورو؟ او څنګه پوه شو چې څه اطاعت وکړو؟

عيسىٰ خپل ځان ته "ښه شپون" ووائلو۔ او خپل پيروکاران يې خپلې ګډې وبلل۔

عيسىٰ وفرمائيل —" زما ګډې زما آواز اورى، زۀ هغوئ پېژنم او هغوئ ما پسې راځى."

عيسىٰ وفرمائيل —"څوک چې د خُدائ پاک دى هغوئ د خُدائ پاک کلام قبلوى. په کومه وجه چې تاسو ورته توجو نۀ ورکوئ هغه دا چې تاسو د خُدائ پاک نه نۀ يئ."

د عيسىٰ د پيروکارانو په توګه، مونږ ته پوره پابندي پکار ده چې د هغه آواز واورو۔

مونږ د هغه آواز اورو کله چې مونږ خاموش شو۔

مونږ د هغه آواز اورو کله چې مونږ په عيسىٰ تمرکز وکړو۔

مونږ د هغه آواز په خپلو خيالونو کښې اورو، په خپلو ليدونو، احساساتو او دننه الهامونو کښې۔

مونږ د هغه آواز اورو کله چې مونږ هغه څه وليکو او وازمېيو چې څه مو اورېدلي دي۔

هر آواز، هر خيال، هر ليد، احساس يا الهام د خدائ آواز نه وي۔

کله کله دا د دشمن آواز وي۔ عيسىٰ وفرمائيل زمونږ دشمن دروغجن دى او د دروغو پلار دى۔ عيسىٰ وفرمائيل زمونږ دشمن د دې د پاره راځي چې غلا وکړى، ووژني او تباه کړى۔

خو خدائ فرمائي چې مونږ به خامخا د هغه نه واورو او مونږ به وپېژنو چې دا هماغه دى چې خبرې کوي۔

په عمل کولو سره او دعا سره، مونږ د خدائ آواز نور هم ښه پېژندلے شو۔ مونږ زده کولے شو چې کوم څه مونږ اورو دا د خدائ له طرفه نه دي او که د بل چا نه۔

دلته ځينې لارې دي چې مونږ پرې خپل اورېدلي آواز وازمېيو:

کله چې عيسىٰ خبرې کوي —د هغه آواز به همېشه د هغه د ليکلى کلام سره برابر وى —يعنې د هغه ليکلى کلام —بائبل — چې مونږ ته يې مخکښې ويلى دى۔د هغه ژوندے آواز به کله هم د هغه د کلام د آواز خلاف نه وى۔

کله چې عيسىٰ خبرې کوى —هغه آواز

زمونږ زړونو ته اميد او سکون ورکوى۔ د هغه آواز به مونږ نه ملامت پرېږدي او نه مايوسه۔ عيسىٰ ملامتول نه کوى۔ عيسىٰ په مينه اصلاح کوي۔

د عيسىٰ آواز به د جسم کارونه څرګند نه کړى — بدکاري، ناپاکى، بې‌شرمى، بُت‌پرستى او جادوګرى، نفرت، جګړې، حسد، قهر، ځان‌غرضي، ډلې، اختلاف او کينه، شراب نوشي او بې‌لارې مېلې۔ دا څيزونه د خدائ د آواز نه نه دي۔

کله چې عيسىٰ خبرې کوي —د هغه آواز د خدائ د روح مېوه ښکاره کوي — مينه او خوشالي، سکون او صبر، مهرباني او نېکي، وفاداري، نرمي او ځان قابو کول۔

کله چې عيسىٰ خبرې کوي — د هغه آواز مونږ ته يقين راکوي نه چې شک۔ مونږ د خپل اندر يوه پوهه او سکون محسوسوو چې کوم څه مونږ اورو دا د خدائ له طرفه دي۔ کېدېشې مونږ هر څه يو وارې وانه‌ورو۔ کېدېشې مونږ صرف يوه برخه واورو د هغه څه چې مونږ ته وروستو پکار وي۔ خو کوم څه چې مونږ اورو هغه به مضبوط وي — بدلېدونکى يا ګډوډ نه وي۔

د عيسىٰ د هر پيروکار د پاره دا ښه زېر‌ے دے چې کله مونږ ساه دننه اخلو او د خدائ نه اورو او کله مونږ ساه بهر وباسو او اطاعت کوو او هغه څه له نورو سره شريکوو چې مونږ اورېدلي وي — نو خدائ به نور هم صاف خبرې کوي۔

د هغه ساه به نور هم زمونږ له لارې چلېږي۔

مونږ به د هغه آواز نور هم صاف واورو۔

مونږ به د هغه آواز وپېژنو او د بل آواز نه به ځان وساتو۔

مونږ به د هغه کارونه په دنيا کښې ووينو او ورسره به يوځاى شو او د هغه سره به کار وکړو۔

مونږ ساه دننه اخلو۔مونږ ساه بهر وباسو۔ ژوند۔

بحث

(10 min)

  1. ولې دا ضروري ده چې د خُدائ آواز اورېدل او پېژندل زده کړو؟
  2. ايا د خدائ آواز اوريدل او په هغې باندى عمل کول لکه د ساه اخيستو په شان دى؟ ولى او ولى نه؟

READ

(5 min)

‎343. S.O.A.P.S. ‎د بائبل لوستل

S.O.A.P.S. د بائبل مطالعہ

عيسى وفرمائيل چې-- “ځکه تاسو په زمکه خوارۀ شئ او ټول قومونه زما مريدان کړئ او د پلار، د زوئ او د روحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ. او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے.”

که د عيسى مسیح هر پیروکار د هغه د ټولو حکمونو اطاعت وکړي کوم چې عيسى ورکړي دي، نو د هغوی لپاره ضروري ده چې پوها شي، عيسى مسیح کوم حکمونه ورکوي.

لوی حکم او لوی مأموریت د هغه څه یوه مهمه لنډیز ده چې خدای مونږ ته وایي. خو که یو پیروکار غواړي چې د هغه څه په بشپړ ظرفیت کې وده وکړي چې خدای یې پیدا کړي دي، نو دوی له ډېر پوه شي او اطاعت وکړي.

S.O.A.P.S. د لاندې ټکو مخفف دی:

صحيفو

مشاهدي

تطبیق

دُعا

او شریکول

دا د زده کړې یوه آسانه لار ده او د یو مؤثر بایبل مطالعې طریقه یاد ساتلو کې مرسته کويکوم چې د عيسى هر پیروکار کارولی شي. راځئ چې هره برخه لږ نور وګورو.

کله چې تاسو بایبل ولولئ یا يې واورئ:

صحيفو: نن ورځ یو یا څو هغه آیتونه ولیکئ چې ستاسو لپاره ځانګړې معنا لري.

مشاهدي: د هغو آیتونو یا د هغو صحيفو مهم ټکي په خپلو ټکو بیا ولیکئ چې ستاسو په پوها کښې مرسته وکړې.

تطبیق: فکر وکړئ چې په خپل ژوند کې د دې احکامو یا مفاهیمو اطاعت کول څه معنا لري. تاسو به په کوم ډول مختلف کار وکړئ؟ دا ټکي ولیکئ.

دُعا: یوه دعا ولیکئ چې خدای ته ووایي تاسو په خپل کلام کې څه لوستلي دي او هغه څه چې تاسو د ده د احکامو د اطاعت په باره کښې پوه شوي يئ او هغه څه چې زده کړي مو دي عملې کړئ

شریکول: د خدائ نه پوښتنه وکړئ او هغه سره شريک کړئ چې تاسو څۀ زړه کړل او هغه په خپل ژوند کښې څنکه عملۍ کوئ.

نو راځئ چې S.O.A.P.S. په عمل کې واچوو:

صحيفې: کتاب مقدس فرمائى: " مالِک خُدائ فرمائى، ”زما خيالونه ستاسو د خيالونو په شان نۀ دى، او زما لارې ستاسو نه بدلې دى۔ لکه څنګه چې آسمانونه د زمکې نه اوچت دى، نو هم دغه شان زما لارې او سوچونه هم ستاسو نه اوچت دى۔" يشعياه۸:۵۵۔۹

مشاهدي-د انسان په توګه، زه په هغه څه پوهېدو او ترسره کولو کې محدود یم چې زه یې پوهیږم. خدای په هېڅ ډول محدود نه دی. هغه هر څه ویني او پوهیږي. هغه هر څه کولی شي.

تطبیق-ځکه چې خدای ته د هرڅه پته ده او د هغه لارې د ټولو نه غوره دي، که زه د خپلو طریقو په ځای د هغه په پیروي وکړم، نو په ژوند کې به ډير کاميابه وم.

دُعا-خدایه، زه نه پوهیږم چې څنګه ښه ژوند تیر کړم کوم چې ستا خواښه وې او نورو سره مرسته وکړي. زما لارې ما د ګمراهئ طرف ته پوځې. زما فکرونه ماله درد راکوې. مهرباني وکړه، ما ته خپل لارې او خپل فکرونه را وښیه. پرېږده چې ستا روحُ‌القدس رهنمائ وکړې، کله چې زه ستا پیروي کوم۔

شریکول- زه به دا کلام او دا طريقه د خپل ملګرې سره شريکوم. څوک چې د سختو حالاتو نه تيريږى. او هغه ته د لارې او د رهنمائ ضرورت وې.

S.O.A.P.S. د بائبلی مطالعہ. د زوم ټوول کټ یوه يو اسانه وسیله ده.

فعالیت

(30 min)

SOAPS بائبل مطالعه

کلام

يو يا څو آيتونه وليکئ چې نن ستاسو د پاره ډېر مهم وى۔

مشاهده

هماغه آيتونه يا مهم ټکي په خپلو لفظونو کښې بيا وليکئ، تر څو ښه يې درک کړئ۔

فکر وکړئ چې دا حکمونه په خپل ژوند کښې څنګه عملي کولے شئ۔

دعا

يوه دعا وليکئ چې خدائئ ته ووايئ څه مو زده کړل او څنګه يې اطاعت کول غواړئ۔

شريکول

له خدائئ نه وپوښتئ چې دا سبق چا سره شريک کړئ۔

ذلته د ايس او اے پى ايس مثال دے

"زما خيالونه ستاسو د خيالونو په شان نۀ دى، او زما لارې ستاسو نه بدلې دى.  لکه څنګه چې آسمانونه د زمکې نه اوچت دى، نو هم دغه شان زما لارې او سوچونه هم ستاسو نه اوچت دى."

يشعياه ٥٥: ٨-٩

زه د انسان په توګه محدود يم. زما پوهه او توان لږ دی. خو خدائئ محدود نه دی. هغه هر څه ويني او هر څه پوهېږي. هغه هر څه کولے شي۔

که خدائئ هر څه پوهېږي او د هغه لارې تر ټولو ښې دي، نو که زه د هغه پيروي وکړم، زما ژوند به ډېر ښه او کامياب وي نسبت دې ته چې په خپله لاره چلېږم۔

اے ربه، زه نه پوهېږم چې څنګه داسې ژوند وکړم چې تا خوشحال کړي او نورو ته فائده ورسوي. زما لارې ما غلطيو ته بيايي. مهرباني وکړه خپلې لارې او خپل خيالونه را زده کړه. خپل پاک روح دې زما لارښود کړي۔

زه به دا آيتونه او دا عملي سبق خپل ملګري سره شريک کړم چې اوس له سخت وخت نه تېرېږي۔

READ

(5 min)

د احتساب ډلى

احتساب کونکې ډلې

عیسیٰ وفرمائيل: “کوم سړى ته چې زيات ورکړے شوے وى د هغۀ نه به زيات تپوس کولے شى; او څومره زيات چې چا ته څۀ سپارلے شوى وى، هومره زيات به د هغۀ نه غوښتلے شى”.

عیسیٰ مسيح د احتساب ورکولو په باره کښې ډېرې کيسې کړې دى او مونږ ته يې دا حقيقت وښودلو چې مونږ نه به څنګه د زمونږو کړو تپوس کيږى.

عیسیٰ دا خبرې مونږ ته پدې وجه کوى چې مونږ راتلونکى وخت دپاره تيار يو. او ځکه چې يوه ورځ به مونږ هغه ته احتساب ورکوو. نو دا ښۀ ده چې د هم اوس نه يو بل له احتساب ورکول عملى کړو

د احتساب ورکولو ډلې د دوو يا دريو کسانو نه جوړې وى- سړى د سړو او ښځې د ښځو سره- او هغوې هره هفته کښې يو ځل کښينى چې د يو بل نه پوښتنې وکړې. دا ددې څرګندولو کښې مرسته کوى چې کوم کوم زيانو کښې کارونه ټيک روان دې او هغه زيان هم چرته چې د کار کولو ضرورت دے.

د عیسیٰ مسيح هر پيروکار به احتساب ورکوى، نو د عیسیٰ هر پيروکار له پکار دى چې د نورو سره احتساب کول عملې کړى.

احتساب کونکې ډلې. د زومې ټولکيټ يوه بله ساده وسيله.

فعالیت

(20 min)

د احتساب ډلى

  1. تاسو څنګه خدائئ په عمل کښې ليدلے؟

  2. آيا تاسو دا هفته د عيسى مسيح د عظمت ګواهى په خپلو خبرو او عملونو ورکړې ده؟

  3. آيا تاسو فحش يا جنسي تحريک کوونکي موادو ته ځان وړاندې کړے يا ذهن مو غلطو خيالاتو ته پېښودے؟

  4. آيا تاسو په خپلو پيسو کښې د خدائئ مالکيت منلے؟

  5. آيا تاسو د بل څه لالچ کړے؟

  6. آيا تاسو د خپلو خبرو په ذريعه د چا عزت يا احساسات زخمي کړي؟

  7. آيا تاسو په خبره يا عمل کښې بې ايماني يا مبالغه کړې؟

  8. آيا تاسو کومې نشې، سستي يا بې‌نظمۍ ته ځان سپارلے؟

  9. آيا تاسو جامو، ملګرو، کار يا مال ته غلام شوي يئ؟

١٠ آيا تاسو چا ته بخښنه نه ده کړې؟

  1. تاسو کومې اندېښنې سره مخ يئ؟

  2. آيا تاسو شکايت يا ګيله کړې؟

  3. آيا تاسو شکرګزاره زړه ساتلے؟

  4. آيا تاسو په خپلو مهمو اړيکو کښې عزت، پوهه او سخاوت ښکاره کړے؟

  5. تاسو له کومو وسوسو سره مخ شوي يئ او څنګه مو ځواب ورکړے؟

  6. تاسو څنګه نورو ته خدمت يا برکت ورکړے؟

  7. آيا تاسو د دعا ځانګړي جوابونه ليدلي؟

بيا کتنه

(1 min)

هغه مفاهيم چې په دې غونډه کښې واورېدل شول:

هغه وسايل چې په دې غونډه کښې واورېدل شول:

  • خُدائے عام خلک استعمالوي
  • د شاګرد او کليسا ساده تعريف
  • روحاني ساه اخيستل يعنې د خُدائے اورېدل او اطاعت کول
  • مصرف کوونکی او توليد کوونکی طرزِ ژوند
  • ‎343. S.O.A.P.S. ‎د بائبل لوستل
  • د احتساب ډلى
  • څنګه يو ساعت په دعا کښې تېر کړئ
  • د اړيکو امانتداري – د ١٠٠ ليسټ

Take a Break

عمومي کتنه

(1 min)

په دې غونډه کښې به مونږ دا مفاهيم واورو او پرې به بحث وکړو:

او دا وسايل به هم خپل وسايلو بکس کښې زيات کړو:

  • خُدائے عام خلک استعمالوي
  • د شاګرد او کليسا ساده تعريف
  • روحاني ساه اخيستل يعنې د خُدائے اورېدل او اطاعت کول
  • مصرف کوونکی او توليد کوونکی طرزِ ژوند
  • ‎343. S.O.A.P.S. ‎د بائبل لوستل
  • د احتساب ډلى
  • څنګه يو ساعت په دعا کښې تېر کړئ
  • د اړيکو امانتداري – د ١٠٠ ليسټ

READ

(5 min)

مصرف کوونکی او توليد کوونکی طرزِ ژوند

پيدا کوونکي او استعمال کوونکي

په دې سيشن کښې، مونږ به دا خبره وکړو چې څنګه مونږ د عيسىٰ يو پيروى کوونکى د خدائ په بادشاهۍ کښې يو پيدا کوونکى جوړولى شو او يواځې يو استعمال کوونکى نه۔

د هغه په کامل منصوبه کښې، خدائ مونږ داسې پيدا کړي يو چې په توازن کښې ژوند وکړو — چې پيدا هم وکړو او استعمال هم، چې وبهوو او ډک هم شو چې بيا هم وبهوو۔

خو په دې خرابه دنيا کښې، خلکو د خدائ منصوبه رد کړې ده، او ډېر خلک خپله توانايي د خدائ د کامل مساوات يواځې په يوه برخه کښې لګوي۔

هغوی زده کړه کوي خو شريک يې نه کوي۔ هغوی ډک شي خو کله هم نه بهوي۔ هغوی استعمال کوي خو پيدا نه کوي۔

که مونږ داسې شاګردان جوړول غواړو چې زياتېدونکي وي، نو بيا ضروري ده چې مونږ ورسره دا شريک کړو چې څنګه يواځې استعمال کوونکي نه بلکې پيدا کوونکي جوړ شي۔

طريقه دا ده — خدائ خپل ليکلے کلام استعمالوي— چې مونږ ورته صحيفې يا بائبل وايو— چې مونږ روحاني وده وکړو۔

هر شاګرد ته دا ضروري ده چې د کلام زده کړه وکړي، تشريح يې کړي او په ژوند کښې يې عملي کړي۔

د زرګونو کالونو په موده کښې او د بېلابېلو ليکوالانو د لارې، خدائ خپل کلام وفادارو خلکو ته وويل او هغوی هغه واورېدۀ او نورو سره يې شريک کړ۔

صحيفې مونږ ته د خدائ کيسه ښيي، د هغه منصوبې،د هغه زړه، او د هغه لارې۔

په مخکني سيشن کښې تاسو دوه ساده وسيلې زده کړې — د ايس او اے پې ايس بائبل مطالعه او د احتساب ډلې۔ او په راتلونکي سيشن کښې، تاسو به يوه بله ساده وسيله زده کړئ—۳/۳ ډلې۔

دا درې واړه وسيلې په ګډه کار کوي چې نوي پيرواند خدائ کلام زده کړي، تشريح يې کړي او عملي يې کړي۔

هغوی به يواځې اورېدونکي نه وي بلکې عملي کوونکي او شريک کوونکي به هم وي۔

خدائ خپل ويلے کلام هم استعمالوي —چې مونږ يې د دعا د لارې پېژنو —چې مونږ روحاني وده وکړو۔

دعا د خدائ سره خبرې کول او د هغه اورېدل دي۔ دعا مونږ سره مرسته کوي چې خدائ زيات نږدې وپېژنو او د هغه زړه، د هغه اراده او د هغه لارې وپېژنو۔

دعا مونږ ته دا طاقت راکوي چې د نورو خدمت وکړو، او په خاص طريقو زده کړه او شريکونه وکړو چې خلک يا ډلې خدائ لا ښه وپېژني۔

دوه ساده وسيلې — د دعا طريقه او د دعا سفر د پيروانو مرسته کوي چې شخصي دعائي ژوند جوړ کړي او داسې دعا کول زده کړي چې نور خدمت ترې واخلي۔

دا وسيلې د همېشه دعا کولو عادت جوړوي او مونږ ته دا زده کوي چې نړۍ د روحاني نظره وګورو نه يواځې د هغه شيانو په بنياد چې سترګې يې ويني۔

له چې دا وسيلې په دوام سره استعمال شي،نو دا د عيسىٰ پيروانو سره مرسته کوي چې د دعا ظرفيت يې زيات شي او د خدائ د آواز اورېدلو طاقت يې زيات شي او هغه څه شريک کړي چې دوی يې اوري۔

خدائ د ايماندارانو خپل بدن استعمالوي —چې مونږ ورته کليسا يا د عيسىٰ پيروان وايو —چې مونږ روحاني وده وکړو۔

د ايماندارانو د غونډې په توګه، مونږ يو بل سره تړلي يو۔ خدائ کلام وايى چې په عيسىٰ کښې — مونږ د يو بدن ډېر غړي يو، او مونږ ټول يو د بل يو۔ يعنې دا چې، مونږ يواځې د خدائ سره تړلي نه يو — بلکې يو د بل سره هم تړلي يو۔

بلکې يو د بل سره هم تړلي يو۔ خدائ وايى چې يو د بل خدمت وکړئ۔

په مونږ کښې هر يو جدا جدا طاقتونه لرى او هر يو کمزورۍ هم لري۔ خدائ له مونږ نه دا تمه لري چې خپل طاقتونه استعمال کړو تر څو د هغو خلکو مرسته وکړو چې کمزوري وي۔ و دا هم تمه لري چې مونږ نورو ته اجازت ورکړو چې زمونږ په کمزورۍ کښې زمونږ مرسته وکړي د هغه طاقتونو په ذريعه چې خدائ هغوی ته ورکړي دي۔

د خدائ کلام وايى — خدائ تاسو هر يو ته ځانګړې صلاحيتونه ورکړي دي؛ هغوی ضرور استعمال کړئ تر څو يو د بل مرسته وکړئ، او د خدائ د قسم قسم نعمتونه نورو ته ورسوئ۔

ساده وسيلې لکه ۳/۳ ډلې، داحتساب ډلې او د همځولو د لارښودنې ډلې مونږ سره مرسته کوي چې يو بل ته مينه وکړو او خدائ کار کوي نه يواځې دا چې مونږ سره مرسته وکړي هغه څه عملي کړو چې خدائ مونږ ته وائي بلکې دا هم چې لارې پيدا کړو تر څو هغه څه چې مونږ زده کوو له نورو سره شريک کړو۔

خدائ ځورونه او تکليفونه هم استعمالوي — هغه قرباني او نقصان چې مونږ د عيسىٰ دپاره زغمو — تر څو مونږ روحاني وده وکړو۔

تر څو مونږ روحاني وده وکړو۔ او مونږ ته تکليف راکوي ځکه چې مونږ عيسىٰ سره مينه کوو او د هغه اطاعت کوو، يا کله چې بدې خبرې پېښېږي که څه هم مونږ عيسىٰ سره مينه او د هغه اطاعت کوو، نو خدائ دا ټول ځورونه او تکليفونه استعمالوي تر څو زمونږ کردار صاف کړي او مونږ د عيسىٰ په شان جوړ کړي۔

هغه زمونږ کردار جوړوي، زمونږ ايمان مضبوط او پاکوي، زمونږ ايمان مضبوط او پاکوي، او مونږ ته موقع راکوي چې د نورو خدمت وکړو چې تکليفونه زغمي په يو خاص طريقه — او په دې ټولو کښې ځان نور هم څرګند کړي د هر هغه چا دپاره چې مونږ ويني او زمونږ درد پېژني۔

خدائ مونږ ته وايى چې د عيسىٰ د پيروانو په توګه مونږ ته د ځور تمه کول پکار دي۔

عيسىٰ وفرمائيل — "تاسو بختور يئ کله چې خلق درته سپکې سپورې وائى، او زوروى مو او زما له وجې خلق ستاسو په حقله هر قِسم دروغژنې بدې خبرې کوى دا هر څۀ تاسو په خوشحالۍ او روڼ تندى وزغمئ ځکه چې په آسمان کښې ستاسو دپاره لوئ اجر دے، ځکه چې ستاسو نه وړاندې هم دغه رنګ دوئ نبيان وزورول."

ساده وسيلې لکه — ۳/۳ ډلې او احتساب ډلې د عيسىٰ پيروانو ته موقع ورکوي چې خپل ځورونه او تکليفونه له يو بل سره شريک کړي۔

دا ډلې تاسو ته دا موقع هم درکوي چې شاګردانو ته دا خبره ورزده کړئ دا ډلې تاسو ته دا موقع هم درکوي چې شاګردانو ته دا خبره ورزده کړئ او هغوی تيار کړي چې څنګه ښه جواب ورکړي د خدائ په مينه باور کولو سره حتٰی چې کله حالات خراب وي۔

صحيفه۔ دعا۔ د بدن ژوند۔ ځور او تکليف۔

دا ټولې هغه لارې دي چې خدائ يې استعمالوي دا ټولې هغه لارې دي چې خدائ يې استعمالوي

ساده وسيلې مونږ سره مرسته کوي چې يواځې د دې ټولو ښو شيانو استعمال کوونکي نه اوسو چې خدائ مونږ ته راکړي دي، بلکې پيدا کوونکي او شريک کوونکي هم اوسو۔

بحث

(10 min)

  1. د پورته څلورو برخو نه (دعا، د خُدائ کلام وغيره)، کومې برخې تاسو لا دمخه عملي کوئ؟
  2. کومې برخې داسې دي چې تاسو پرې لا هم ډاډه نه ياست؟
  3. کله چې د نورو روزلو خبره راشي، تاسو خپل ځان څومره تيار احساسوئ؟

READ

(5 min)

څنګه يو ساعت په دعا کښې تېر کړئ

د دعا کولو طريقه

عیسیٰ مسیح اکثره خپلو پيروکارو ته د دعا مقصد، د دعا طریقې، او د دعا د اصولو په باره کښې تعلیم ورکولو۔

عیسیٰ مسیح وفرمائيل-" وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى، ولټوئ نو تاسو به يې ومومئ، ور وټکوئ نو درته به کولاو کړے شى. ځکه هر څوک چې يې غواړى، هغۀ ته ملاويږى، او څوک يې چې لټون کوى، هغه يې مومى، او څوک چې ور ټکوى، هغۀ ته کولاويږى."

عیسیٰ خپلو پیروکارو ته دا هم وښودل چى دعا ددې د پاره نده چى خلق دې د هغوى تعريف وکړى، او نه دا د خودغرضى فهرست دے او نه داسى تقرير کوم چې مونږ بيا بيا کړو.

عیسیٰ مسيح مونږ ته دا وښودل چې دعا داسې قوت دے د څۀ په وسيله چې مونږ خدائ سره خبرې کړو.هغه خدائ پاک کوم چې مونږ سره مينه کوى.

لکه داسې خبرې اترې کم کښې چې دواړو طرفو ته اوريدلے شى او خبرې کيدے شى.

خو د خدائ سره خبرې کول چاچې ده قائنات تخليق کړے دے نو کيدے شى دا لګ يره ونکې ښکارى. او بيا په حقيقت کښې د هغه خبرورو جواب آواز په وسيله اوريدل دا د ډيرو خلکو د پاره ډير يريدونکے کيديشى.

خو ښه خبر دا دے چې په دعا کښې ښۀ کيدل يعنى د هغه خدای سره ژورې او ښې خبرې کول چې مونږ سره مينه کوي— دا يوازى ممکن ندې بلکلې دا هغه څۀ دى چې خدائ غواړى.

خو کله چې دعا د نوې ژبې زده کولو په شان محسوس شى، نو بيا به پدې کښې څنګه ښۀ شو؟

ددې جواب دير ساده دے- په ژوند کښې عملى کولو سره.

په شريکه دعا کول ددې عملې کولو دپاره يو ساده او ښه لار ده. دا تاسو د ځان دپاره هم استعمالوے شئ او د نورو سره هم شريکولے شئ.

په دولسو ساده مرحلو کښې- هره مرحله 5 منټه ده دولس مرحلې کوم چې مونږ ته بائبل د دعا د کولو پاره ښودلى دى.

او ددى په وسيله به تاسو په ګنټو دعا وکړے شئ. کتاب مقدس مونږ ته وائ: ه دُعا کښې ناغه مۀ کوئ.

مونږ کښې دير داسې دعا نشى کولےخو ددې هر څۀ نه پس به مونږ داسې کولو ته نزدې شو.

د دعا کولو طريقه. دا د ټولکيټ يو بل ساده وسيله ده.

فعالیت

(60 min)

په ۱۲ ساده قدمونو کښې (هر يو ۵ مينټ)، دا طريقه تاسو يو ګينټه دعا ته رهبري کوي۔

خدائئ وستايئ. د هغه د ښېګڼو د پاره شکر ادا کړئ۔

چوپ پاتې شئ او د هغه حضور کښې تم شئ۔

له پاک روح نه وغواړئ چې ستاسو ګناه در وښيي. اقرار يې وکړئ۔

زبورونه، انبيا يا د نوې عهدنامې دعاګانې ولولئ۔

د خپل ځان د پاره غوښتنې وکړئ۔

د نورو د پاره دعا وکړئ۔

د بائبل آيتونه په دعا کښې وکاروئ۔

شکر: د ژوند، کورنۍ او جماعت د پاره شکر ادا کړئ۔

حمد:د حمد او عبادت نغمې ووايئ۔

سوچ او فکر:له خدائئ نه وغواړئ چې درسره خبرې وکړي۔

اوريدل:هغه څه سره يوځاى کړئ چې لوستي، ويلي او اورېدلي مو دي۔

د خدائ شکرګزارى:د وخت د پاره چې د خدائئ سره مو تېر کړ، شکر ادا کړئ۔

د ډيک ايسټمن د کتاب "هغه ساعت چې نړۍ بدلوي" څخه. ۲۰۰۲ د ډيک ايسټمن له خوا.د Chosen Books** خپرندويه ټولنې، ګرېنډ ريپډز، ميشيګن د اجازې په اساس کارول شوی.

بحث

(10 min)

  1. د يو ساعت دعا کولو په باره کښې ستاسو غبرګون څه دی؟
  2. تاسو څنګه احساس کوئ؟
  3. آيا تاسو څه زده کړل يا مو څه واورېدل؟
  4. که تاسو دا ډول دعا يو باقاعده عادت جوړ کړئ، نو ژوند به مو څنګه وي؟

READ

(5 min)

د اړيکو امانتداري – د ١٠٠ ليسټ

د سلو فهرست

عیسیٰ مسیح وفرمائيل: لاړ شئ او شاګردان جوړ کړئ. او د هغۀ پېروکارو هم هغه شان وکړل.

هغوى خپل خاندانونو ته لاړل. هغوئ خپلو ملګرو له لاړل. هغوی هغو خلکو له لاړل چې په ښار کښې يې پېژندل۔ هغوئ خپلو همکارانو له لاړل۔ هغوئ لاړل.

عیسیٰ وفرمایل: “:لاړ شئ”او هغوی فرمانبردارى وکړه۔ او د خدائ کورنۍ زياته شوه۔

خدائ مونږ ته مخکىې نه دا وئيلې دى چى “لاړ شئ او شاګردان جوړ کړئ”

دا خلک زمونږ کورنۍ، ملګري، ګاونډيان، همکاران او هم‌صنفان دى— هغه خلک چې مونږ يې د ډيرې مودې نه پېژنو، او هغه خلک چې اوس اوس مو پېژندلى دى۔

د هغو خلکو سره وفادار اوسېدل

چې خدائ د مخکښې نه زمونږ په ژوند کښې ايښي دى، د شاګردانو زياتولو د پاره يو ډېر ښه وړمبے قدم دے۔ او دا هر څه د يو ساده قدم نه شروع کيديشې—

د سلو فهرست د زومى ټولکيټ يو ساده وسيله ده چې د شاګردانو زياتېدو کښې مرسته کوى۔

فعالیت

(30 min)

د خپل ۱۰۰ کسانو لېست جوړ کړئ‎.

بيا کتنه

(1 min)

هغه مفاهيم چې په دې غونډه کښې واورېدل شول:

هغه وسايل چې په دې غونډه کښې واورېدل شول:

  • خُدائے عام خلک استعمالوي
  • د شاګرد او کليسا ساده تعريف
  • روحاني ساه اخيستل يعنې د خُدائے اورېدل او اطاعت کول
  • مصرف کوونکی او توليد کوونکی طرزِ ژوند
  • ‎343. S.O.A.P.S. ‎د بائبل لوستل
  • د احتساب ډلى
  • څنګه يو ساعت په دعا کښې تېر کړئ
  • د اړيکو امانتداري – د ١٠٠ ليسټ

ژوره غونډه2

چک اِن

(1 min)

ګډونوال او اسانتيا ورکوونکی دې چک اِن وکړي.

Or zume.training/checkin and use code: 2341

دعا

(5 min)

دعا وکړئ او د خُدائ شکر ادا کړئ د هغو لارو د پاره چې تاسو په تېرې غونډه کښې هغه تجربه کړ، او د هغه روحُ القُدس ته بلنه ورکړئ چې ستاسو وخت يوځای رهبري کړي.

عمومي کتنه

(1 min)

په دې غونډه کښې به مونږ دا مفاهيم واورو او پرې به بحث وکړو:

او دا وسايل به هم خپل وسايلو بکس کښې زيات کړو:

  • روحاني اقتصاد
  • د ستر برکت ليد شريکول
  • ډکلنګ شاګردي – سمدستي مشري
  • هغه ځايونه ليدل چرته چې بادشاهي نشته
  • انجيل او دا څنګه شريک کړو
  • بپتسمه او دا څنګه ترسره کړو
  • خپله درې منټه ګواهى تياره کړئ
  • د مالِک عشاء او دا څنګه رهبري کړو

READ

(5 min)

روحاني اقتصاد

روحانى اقتصادس

په دې سېشن کښې، به مونږ د خُدائے د روحانى اقتصاد په حقله خبرې کوو. په دې خرابه دنيا کښې، خلک ځان ته انعام هغه وخت محسوسوي کله چې هغوى اخلى، کله چې حاصل کړى، او کله چې د شاوخوا خلکو نه زيات څه وګټى۔

په خپلو صحيفو کښې خُدائے خپلو خلقو ته وفرمائيل – "زما خيالونه ستاسو د خيالونو په شان نۀ دى ، او زما لارې ستاسو نه بدلې دى"

خُدائے مونږ ته د خپل بادشاهى اقتصاد کښې دا ښيي چې مونږ ته انعام د هغه شي په وجه نه ملاويږي چې اخلو – بلکې د هغه شي په وجه چې ورکوو۔

خُدائے وفرمائيل –"نو داسې به زۀ تا بچ کړم، او تۀ به د برکت سبب وګرځې." عيسىٰ وفرمائيل –"د اخستو نه په ورکړه کښې برکت ډېر دے."

هغه څه ورکول چې خُدائے مونږ ته راکوي او د نورو برکت کول کله چې خُدائے مونږ برکت کړي هم دا د هغه روحانى ساه اخيستو بنياد دى چې مونږ يې مخکې زده کړى وو۔

مونږ ساه اخلو، او د خُدائے آواز اورو۔ مونږ ساه وباسو، او په هغه عمل کوو چې اورېدلى مو وي او هغه نوروسره شريکوو۔

کله چې مونږ په عمل کولو او شريکولو کښې وفادار اوسو په هغه څه چې مالِک مونږ سره شريک کړي وي، نو هغه وعده کوي چې نور هم به راکړي۔

عيسىٰ وفرمائيل – "کوم سړے چې په لږ کار کښې ديانتداره وى، هغه به په غټ کار کښې هم ديانتداره وى"

دا د ژورو د پوهې د پاره ده، د زيات نزدېکت او د هغه فراوان ژوند چې خُدائے مونږ دپاره جوړ کړى دى۔ هم دا هغه لار ده چې مونږ پرې هغه نېک کارونه وکړو چې خُدائے لا د وړاندې زمونږ دپاره مقرر کړي دي۔

که مونږ غواړو چې د خُدائے تر ټولو لوے انعام ترلاسه کړو، نو مونږ له پکار ده چې هغه دوه کارونه عملي کړو چې هغه يې برکت ورکوي۔

مونږ له لازمه ده –

عمل کول او شريکول

کول او ښودل

عمل کول او وړاندې رسول

— هر هغه څه چې خُدائے مونږ ته فرمائي۔

او که مونږ غواړو چې نور هم د خُدائے لوے انعام ترلاسه کړي،نو مونږ له پکار ده چې هغوى ته وښايو چې هم دا شان عمل وکړي۔ دا د شاګرد کېدو يو ډېر اهم حصه ده او د شاګردان جوړولو هم يو اهم حصه ده۔

مونږ پيروان هم يو، او مشران هم

مونږ زده کوونکي هم يو، او ښودونکي هم

مونږ ته برکت ملاو شوى دى، او مونږ برکت هم يو

خُدائے دا نه غواړي چې مونږ انتظار وکړو

تر هغې چې هر څه زده کړو، بيا عمل او شريکول شروع کړو۔

هغه ورځ به کله هم رانشي۔ خُدائے دا تمه هم نه لري چې مونږ بشپړ پخۀ شو بيا زياتېدنه شروع کړو۔ هغه غواړي چې مونږ سمدستى زياتېدنه شروع کړو۔

خُدائے غواړي چې مونږ په هغه څه عمل وکړو

چې مونږ ته معلوم دي، او هغه څه شريک کړو چې مونږ اورېدلي دي۔

او بيا نور خلکو ته هم دا ښودل غواړو۔ آخر کار –دا هماغه د اطاعت او شريکولو عمل دى چې هغه مونږ ته لا د وړاندې ويلى دى۔ دا د پخوالې او ودې لار ده۔

بحث

(10 min)

  1. د خُدائ د روحاني اقتصاد او زمونږ د دنياوي طريقو تر منځ چې کارونه پرې ترسره کوو، تاسو کوم فرقونه وينئ؟
  2. تاسو ولې فکر کوئ چې عیسی عادي خلک انتخاب کړل تر څو د هغه ښه خبر شریک کړي؟
  3. څه شی به تاسو سره مرسته وکړي چې د خدائ کیسه شریکولو کښې ځان آرام احساس کړئ؟

عیسی وفرمائيل: “کله چې روح القدس په تاسو راشي نو تاسو به ځواک ترلاسه کړئ. او تاسو به زما ګواهان شئ، خلکو ته به زما په باره کښې هر ځای کښې ووایئ – په یروشلم کښې، په ټول یهودیه کښې، په سامریه کښې، او د ځمکې تر اخري برخو پورې.”

بحث

(10 min)

  1. کله چې تاسو د خدائ دا حکم اورئ چې د هغه "ګواه" شئ او د هغه کیسه بیان کړئ، ستاسو ذهن ته څه راځي؟
  2. تاسو ولې فکر کوئ چې عیسی عادي خلک انتخاب کړل تر څو د هغه ښه خبر شریک کړي؟
  3. څه شی به تاسو سره مرسته وکړي چې د خدائ کیسه شریکولو کښې ځان آرام احساس کړئ؟

انجیل

د خدای کیسه ویلو لپاره هیڅ "غوره لاره" نشته (د انجیل په نوم هم یادیږي)، ځکه چې غوره لاره به پدې پورې اړه ولري چې تاسو د چا سره شریک کوئ. هر شاګرد باید زده کړي چې د خدای کیسه په داسې طریقه ووایی چې د صحیفې سره ریښتیا وي او د هغه لیدونکو سره اړیکه ونیسي چې دوی ورسره شریکوي.

لاندې دوه وړاندېزونه وګورئ او يو يې د تمرين د پاره وټاکئ.

READ

(5 min)

انجيل او دا څنګه شريک کړو

انجيل

په دې حيصه کښې مونږ به زده کوو چې د خُدائے کيسه څنګه شريکه کړو —انجيل — د پيدايښت نه تر حساب پورې، د انسان د پيدايښت له شروع نه تر د دې زمانې تر آخره پورې۔د خُدائے د کيسې شريکولو ډېرې لارې شته۔

تر ټولو ښه طريقه به په هغه کس پورې اړه ولري چې مونږ ورسره شريکوو، د هغه د دنيا نظر او د ژوند تجربو سره۔

خُدائے هغه زړونه استعمالوي چې شريکولو ته تيار وي چې په هغو زړونو کار وکړي چې اورېدو ته تيار وي۔

دا د هغه کار دے- هغه يواځې مونږ ته بلنه راکوي چې ورسره شريک شو۔

د خُدائے د کيسې شريکولو يو طريقه دا ده چې تشريح وکړو څه پېښ شوي دي د خُدائے د پيدايښت نه تر د هغه تر حساب پورې د دې زمانې په آخر کښې۔

کله چې مونږ د خُدائے کيسه په دې طريقه وايو، نو مونږ يې اوږده يا لنډه کولى شو، تفصيلى يا يواځې په عمومى انداز کښې، خو هميشه د هغه کس د کلتور سره تړلې، چې دا کيسه اوري۔

د هغه د کيسې بيانولو کښې د مرستې د پاره، په مختلفو کلتورونو او د دنيا د نظرونو کښې، تاسو د لاس اشاره هم استعمالولى شئ، چې زده کول او ښودل اسانه کړي۔

دا د خُدائے د زېرى کيسه ده —

په شروع کښې، خُدائے ټوله دنيا او هر څه چې په هغې کښې وو جوړ کړل۔

هغه وړومبے سړى جوړ کړ او وړومبۍ ښځه۔ هغه دواړه يې په يو ښکلى باغ کښې کېښودل۔ هغه يې د خپلې کورنۍ برخه وګرځول، و د هغوى سره يې نزدې تعلق لرلو۔

هغه هغوى د همېشه ژوند د پاره پيدا کړل۔ هلته د مرګ هېڅ تصور نه وو۔

خو په دې کامل ځاى کښې هم، انسان د خُدائے خلاف بغاوت وکړ، او ګناه او تکليف يې دنيا ته راوستل۔

خُدائے انسان له باغ نه وايست۔ د انسان او خُدائے ترمنځ تعلق مات شو۔

اوس انسان به د مرګ سره مخ کېدو۔

د سلګونو کلونو په دوران کښې، خُدائے پرله پسې خپل پېغام وړونکي راولېږل۔ هغوى انسان ته د هغه ګناه يادونه کوله، خو د خُدائے وفادارى يې هم بيانوله، او دا وعده چې هغه به يو خلاصوونکى راولي۔

دا خلاصوونکى به هغه نزدې تعلق بحال کړي، چې د خُدائے او انسان ترمنځ وو۔ دا خلاصوونکى به انسان له مرګه خلاص کړي۔ دا خلاصوونکى به همېشنى ژوند ورکړي، او همېشه به د انسان سره وي۔

خُدائے مونږ سره دومره مينه لري، چې کله مناسب وخت راغلو، هغه خپل زوى دنيا ته راولېږلو چې هماغه خلاصوونکى وي۔

عيسىٰ د خُدائے زوى وو۔ هغه د کنوارې نه پيدا شو۔ هغه يو کامل ژوند تېر کړو۔ هغه هېڅکله ګناه ونه کړه۔

عيسىٰ خلکو ته د خُدائے تعليم ورکاوه۔ هغه ډېرې معجزې وکړې، او خپل لوى قدرت يې ښکاره کړو۔ هغه ډېر بد روحونه ويستل۔ هغه ډېر بيمار خلک روغ کړل۔ هغه ړانده بينا کړل۔ هغه کاڼۀ د اورېدلو جوګه کړل ۔ هغه ګوډان روان کړل۔

عيسىٰ آن تر دې چې مړي يې ژوندى کړل۔ ډېر دينى مشران د هغه نه وويرېدل، او د هغه نه حسد يې کولو۔ هغوى غوښتل چې هغه ووژني۔

ځکه چې هغه هېڅکله ګناه نه وه کړې، عيسىٰ مجبور نه وو چې مړ شي۔ خو هغه خپله خوښه دا وه چې د مونږ ټولو د پاره د قربانۍ په شان مړ شي۔د هغه دردناکه مرګ د ټول انسانيت ګناهونه پټ کړل۔

له دې نه پس، عيسىٰ په قبر کښې ښخ کړل شو۔

خُدائے هغه قرباني وليده چې عيسىٰ ورکړه، او هغه يې قبوله کړه۔ خُدائے خپله قبولي دا شان ښکاره کړه چې عيسىٰ يې په دريم ورځ له مرګه ژوندى کړو۔

خُدائے وفرمائيل چې که مونږ ايمان راوړو او د خپلو ګناهونو د پاره د عيسىٰ قرباني قبوله کړو —که مونږ له خپلو ګناهونو نه وګرځواو د عيسىٰ پيروى وکړو،نو خُدائے مونږ له هرې ګناه نه پاکوي او مونږ بېرته خپلې کورنۍ ته هرکلى کوي۔

خُدائے پاک روح راولېږي چې زمونږ په دننه کښې اوسېږي، او مونږ د دې جوګه کړي چې د عيسىٰ پيروى وکړو۔

مونږ په اوبو کښې بپتسما اخلو،چې دا بحال شوى تعلق وښايو او مهر کړو۔

د مرګ د نښې په توګه، مونږ د اوبو لاندې ښخ کېږو۔ او د نوې ژوند د نښې په توګه،مونږ له اوبو رااوچت کېږو چې د عيسىٰ پيروى وکړو۔کله چې عيسىٰ له مرګه راژوندى شو، هغه څلوېښت ورځې په زمکه تېرې کړې۔

عيسىٰ خپلو پيروانو ته تعليم ورکړو چې هر ځاى ته لاړ شي او د هغه د نجات زېرى هر چا ته ورسوي، په ټوله دنيا کښې۔

عيسىٰ وفرمائيل —"ځکه تاسو په زمکه خوارۀ شئ او ټول قومونه زما مريدان کړئ او د پلار د زوئ او د روحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم."

بيا عيسىٰ د هغوى د سترګو مخې ته آسمان ته وخيستل شو۔ يوه ورځ، عيسىٰ به بيا هماغه شان راشي لکه څنګه چې تللى وو۔

هغه به همېشه سزا ورکړي هغو ته چې هغه يې نه خوښولو او نه يې حکم منلو۔

او هغه به همېشه قبول او اجر ورکړ‌‌ى هغو ته چې هغه يې خوښولو او حکم يې منلو۔

مونږ به د هغه سره همېشه ژوند کوو، په نوي آسمان او نوې زمکه کښې۔

ما ايمان راوړو او قبوله کړه هغه قرباني چې عيسىٰ زما د ګناهونو د پاره ورکړه۔ هغه ما پاک کړم او ما يې بېرته د خُدائے د کورنۍ برخه وګرځولم۔هغه ما سره مينه لري، او زه هم ورسره مينه لرم، او زه به د هغه سره د هغه په بادشاهۍ کښې همېشه ژوند کوم۔

خُدائے تا سره هم مينه لري، او غواړي چې ته هم دا ډالۍ قبوله کړې۔ آيا ته غواړې چې دا همدا اوس وکړې؟

READ

(5 min)

د درې حلقو د انجیل وړاندې کول

د خدای د کيسې شريکولو ډېرې لارې شته۔

تر ټولو ښه لاره به په هغه کس پورې اړه ولري چې تاسو ورسره شريکوئ، او د هغه د نړۍ نظر او د ژوند تجربو پورې تړلې وي۔ خدای هغه زړونه کاروي چې شريکولو ته تيار وي، تر څو په هغو زړونو کار وکړي چې اورېدو ته تيار وي۔ دا د هغه کار دے۔ هغه يوازې مونږ ته بلنه راکويچې ورسره يو ځاى شو۔

د خدای د کيسې شريکولو يوه لاره دا ده

چې يو ساده انځور شريک کړو، چې مونږ ورته د درې دايرو نوم ورکوو۔

مونږ ټول په يوه ډېره ماته نړۍ کښې ژوند کوو۔

مونږ د درد، مرګ، جنګ، بيماريو او نشو کيسې وينو او اورو۔ دا هر ځاى شته۔ خو دا د خدای اصلي منصوبه نه وه۔ د خدای کامل ډيزاين يوه داسې نړۍ ده چې د مينې، خوشحالۍ، يووالي او امن نه ډکه وي۔

هغه طريقه چې مونږ خپل ځان د خدای د کامل ډيزاين نه بهر کړو، او دې مات حالت ته راغلو، هغه څه دي چې بائبل ورته ګناه وايي۔

ګناه دا ده چې د خدای د لارې نه واوړو او خپله لاره اختيار کړو۔

ګناه مونږ د خدای نه جدا کوي۔ ګناه مونږ دې مات حالت ته غورځوي۔ ګناه مونږ روحاني مرګ ته رسوي۔

خلک غواړي چې د دې مات حالت نه ووځي۔ مونږ هر قسم شيان آزمايو چې ترې بهر ووځو۔ ځينې کسان نشې او شراب آزمائي۔ ځينې د ښه نوکرۍ يا ډېرې پېسې ګټلو له لارې وتل غواړي۔ ځينې خيال کوي چې اړيکه به يې وباسي۔ ځينې آن مذهب هم آزمائي۔ مونږ خيال کوو چې ښه سلوک

او د نورو مرسته به مونږ آزاد کړي۔

خو دا هېڅ يو هم د مات حالت مسئله حل نه کوي۔ حتی چې کله داسې محسوس شي چې لږ وخت دپاره وتښتېدو، بيا هم مونږ بېرته هماغه ځاى ته راګرځول کېږوچې له کومه روان وو۔ دلته يوه سخته خبره ده: که مونږ لا هم هلته يو، يعنې لا هم په مات حالت کښې يو، نو چې دا ژوند ختم شي، بائبل وايي چې مونږ به د تل لپاره د خدای نه جدا شو۔

بائبل دې ځاى ته دوزخ وايي،

خو خدای نه غواړي چې مونږ په دې مات حالت کښې پاتې شو۔

بائبل وايي خدای مونږ سره دومره مينه وکړه چې خپل يواځينی زوی يې راولېږلو تر څو مونږ دپاره د وتلو لاره جوړه کړي۔ عيسى زمکې ته راغلو چې زمونږ ګناه ختمه کړي او مونږ د دې مات حالت نه وباسي.

خو څنګه؟ عيسى دا هر څه څنګه وکړل؟

عيسى يو کامل ژوند وکړ۔ عيسى يواځينی انسان ؤ چې هېڅکله يې ګناه ونه کړه۔ عيسى يواځينی کس ؤ چې د خدای په کامل ډيزاين کښې پاتې شو۔ عيسى يواځينی کس ؤ

چې د خدای په کامل ډيزاين کښې پاتې شو۔

هغه په صليب مړ شو چې زمونږ د ګناه قيمت ادا کړي۔

نو عيسى، د خدای زوی، د خپل قربانئ سره

زمونږ ګناه ختمه کړه

د عيسى د مرګ او ښخېدو نه درې ورځې پس، هغه د خپلې لويې قربانۍ په وجه د مرګ نه راژوندی شو۔ خدای عيسى د آسمان د هر څه او د زمکې د هر څه پاچا وټاکلو۔

پاچا عيسى مونږ ته د مات حالت نه د وتلو لاره جوړه کړه۔ خدای وفرمائيل چې که مونږ

د خپلې ګناه نه توبه وکړو،

او دا يقين وکړو چې عيسى زمونږ دپاره مړ شو

او د بپتسمې په نوم، يعنې د پلار، زوی او روح القدس په نوم بپتسمه واخلو،

نو خدای مونږ هم د عيسى په شان راژوندی کوي، چې د يو نوي قسم ژوند کښې روان شو او د تل لپاره د خدای د کورنۍ برخه شو۔

بيا مونږ دا نوی ژوند په دې مات نړۍ کښې عملي کوو، هغهکله چېاو د عيسى د بېرته راتلو انتظار کوو، به نوی آسمان او نوې زمکه جوړوي، چرته چې به مونږ د هغه سره د تل لپاره په مکمل حالت

خدای غواړي چې مونږ د هغه سره په خپل تعلق کښې يو ځاى اوسو۔ خدای غواړي چې مونږ بېرته د هغه اصلي کامل ډيزاين ته بحال شو،

د خدای د کورنۍ د حصې په توګه۔ عيسى مونږ ته يو مشن راکوي، د ژوند کولو وجه، او د تر ټولو ښه ممکنه ژوند کولو لاره۔

د عيسى مشن دا دے چې مونږ ولاړ شو۔

عيسى مونږ لېږي لکه څنګه چې د هغه پلار هغه لېږلی ؤ۔ خدای هغه بېرته دې مات حالت ته ولېږلو چې د نورو مرسته وکړي، ترڅو هغوی هم آزاد شي او د خدای د تل پاتې کورنۍ برخه جوړ شي۔

په دې د درې دايرو نړۍ کښې، يوازې دوه قسم خلک شته۔

هغه خلک چې د خدای د کامل ډيزاين برخه دي، او د خدای د ژغورنې مشن عملي کوي، او د خدای د تل پاتې کورنۍ سره د خلکو بېرته تړلو کښې مرسته کوي،

يا

هغه خلک چې لا هم په مات حالت کښې دي او هر څه آزمايي چې آزاد شي، او دا اميد لري چې څوک به يې وژغوري۔

ايا تاسو پوهېږئ چې اوس چرته يئ؟

او ايا تاسو پوهېږئ چې چرته تلل غواړئ؟

د خدای د کيسې شريکولو ډېرې لارې شته۔ خو مهمه خبره دا ده چې دا کيسه شريکه شي۔ خدای هغه زړونه کاروي چې شريکولو ته تيار وي، د هغو زړونو دپاره چې اورېدو ته تيار وي۔ دا د هغه کار دے۔ هغه يوازې مونږ ته بلنه راکوي چې ورسره يو ځاى شو۔

فعالیت

(45 min)

خ خدائ زيرے شريک کړئ

د خدائئ قيصه – له پيدايښت نه تر قيامت پورې

په شروع کښې خدائئ ټول جهان او هر څه جوړ کړل۔

هغه اول سړى او اول ښځه پيدا کړل او يو ښکلي باغ کښې يې کښېنول۔هغوى يې د خپلې کورنۍ برخه کړل او ورسره يې نږدې اړيکه لرله۔

هغه هغوی داسې پيدا کړل چې د همېشه د پاره ژوند وکړي۔ مرګ هېڅ وجود نه درلود۔خو په دې کامل ځای کښې هم انسان د خدائ خلاف بغاوت وکړ او نړۍ ته يې ګناه او تکليف راوړل۔خدائ انسان له باغه وشړلو۔د انسان او خدائ تر منځ رابطه ماته شوه۔اوس انسان ته مرګ سره مخ کېدل پکار وو۔

په سلګونو کلونو کښې خدائ پرله پسې نړۍ ته خپل پېغام وړونکي راولېږل۔هغوی انسان ته د هغه د ګناه يادونه کوله، خو ورسره يې د خدائ وفاداري او وعده هم ورته ښودله چې هغه به يو نجات ورکوونکی دنيا ته راولېږي

۔

دا نجات ورکوونکی به د خدائ او انسان تر منځ نزدې رابطه بيا بحالوي۔دا نجات ورکوونکی به انسان له مرګه بچ کوي۔دا نجات ورکوونکی به ابدي ژوند ورکوي او د همېشه د پاره به د انسان سره وي۔خدائ مونږ سره دومره مينه لري چې کله مناسب وخت راغی، هغه خپل زوی دنيا ته راولېږلو چې همدا نجات ورکوونکی شي

د خدائ زوی وو۔هغه د يوې پېغلې نه دنيا ته پيدا شوهغه کامل ژوند تېر کړ۔هغه هېڅکله ګناه ونه کړه۔

عيسى خلکو ته د خدائ په باره کښې تعليم ورکاوه۔هغه ډېر معجزې وکړې او خپل لوی طاقت يې وښودلو۔هغه ډېر پيريانيان وويستل۔هغه ډېر بيمار کسان روغ کړل۔هغه ړندو ته نظر ورکړ۔هغه کڼو ته اورېدل ورکړ۔هغه ګوډان روان کړل۔حتی عيسى مړي راژوندي کړل

ډېر مذهبي مشران د هغه نه وويرېدل او حسد يې ورسره وکړ۔هغوی غوښتل چې هغه ووژني

ځکه چې هغه هېڅ ګناه نه وه کړې، نو عيسى ته مرګ ضروري نه وو۔خو هغه خپله خوښه وکړه چې د مونږ ټولو د پاره د قربانۍ په توګه مړ شي۔د هغه دردناک مرګ د انسانانو ګناهونه پټ کړل۔

له دې وروسته عيسى په قبر کښې کېښودل شو۔خدائ هغه قرباني وليده چې عيسى ورکړې وه او قبوله يې کړه۔خدائ خپله قبولي دا شان وښودله چې په درېيمه ورځ يې عيسى له مړو راژوندی کړ

خدائ وفرمائيل چې که مونږ ايمان راوړو او د خپلو ګناهونو د پاره د عيسى قرباني قبول کړو —که مونږ له خپلو ګناهونو واړو او د عيسى پيروي وکړو،نو خدائ مونږ له هرې ګناه نه پاکوي او بيا مو خپلې کورنۍ ته هرکلی کوي۔

۔

خدائ پاک روح رالېږي چې زمونږ دننه اوسيږي او مونږ قادر کړي چې د عيسى پيروي وکړو۔مونږ په اوبو کښې بپتسمه اخلو تر څو دا بحال شوې رابطه ښکاره او مضبوطه کړو۔

د مرګ د نښې په توګه مونږ د اوبو لاندې ښخېږو۔د نوي ژوند د نښې په توګه مونږ له اوبو رااوځو تر څو د عيسى پيروي وکړو

کله چې عيسى له مړو راژوندی شو، هغه څلوېښت ورځې په ځمکه تېرې کړې

عيسى خپلو پيروانو ته تعليم ورکړ چې هر ځاى ته لاړ شي او د هغه د نجات ښه زېرى د دنيا هر انسان ته ورسوي۔عيسى وفرمائيل:“ ځکه تاسو په زمکه خوارۀ شئ او ټول قومونه زما مريدان کړئ او د پلار، د زوئ او د روحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ. او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“

بيا عيسى د هغوى د سترګو په وړاندې اسمان ته پورته کړے شو۔يوه ورځ هغه بيا هماغه شان واپس راځي لکه څنګه چې لاړو۔هغه به هغه کسان چې مينه او اطاعت يې ونه کړ، د تل د پاره سزا ورکړي۔او هغه کسان چې مينه او اطاعت يې وکړ، د تل د پاره به يې قبول او انعام ورکړي۔مونږ به د هغه سره د نوي اسمان او نوې زمکې کښې د تل د پاره ژوند کوو۔

ما د عيسى په قربانۍ ايمان راوړ او هغه مې قبول کړه۔هغه زما ګناهونه وبښل او ما يې د خدائ د کورنۍ برخه وګرځولم۔هغه ما سره مينه لري، زه هم ورسره مينه لرم، او د هغه په بادشاهۍ کښې به د تل د پاره ژوند کوم۔خدائ تاسو سره هم مينه لري او غواړي چې تاسو هم دا تحفه قبول کړئ۔آيا تاسو غواړئ همدا اوس دا قبول کړئ؟

READ

(5 min)

بپتسمه او دا څنګه ترسره کړو

بپتسمه

عیسیٰ مسیح وفرمائيل: "خوارۀ شئ او ټول قومونه زما مريدان کړئ او د پلار، د زوئ او د روحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ."

بپتسمه—چې په اصلى ژبه کښې ورته بپتېزو ويلے کېږى—مطلب يې دے غوپه ورکول. لکه څنګه چې مونږ جامو له رنګ ورکوو. او هغه جامى رنګ واخلى. او هغه بدل شى.

بپتسمه زمونږ د نوې ژوند يوه نخه ده، کم چې په عیسیٰ کښې وى، او دا د خدائ د فرمانبردارئ په وسيله کيږى. دا زمونږ د ګناه لپاره د مرګ نښه ده، لکه څنګه چې عیسیٰ زمونږ د ګناهونو د پاره مړ شو؛ دا زمونږ د زوړ ژوند نښه ده، لکه څنګه چې عیسیٰ ښخ کړے شو؛ او دا په مسیح کښې د نوى ژوند او د بيا پېدا کېدو نښه ده، لکه څنګه چې عیسیٰ راژوندی شو او نن هم ژوندے دے۔

که تاسو مخکې هېڅکله چا ته بپتسمه نه وى ورکړې، نو کيديشې دا درته سخته يا يرونکى ښکاره شى، خو داسې ندى پکار۔ دلته يو څو ساده قدمونه دى:

ولاړې اوبه پيدا کړئ چې دومره ژورې وي چې نوی شاګرد پوره په کښې ډوبيدے شى ۔ دا کيديشې يو سيند، يا سمندر وى۔ يا کيديشې يو غسل‌خانہ يا د اوبو بل څۀ بندوبست وى.

شاګرد ته ووايئ چې ستاسو يو لاس ونيسى، او د بل لاس سره يى د ملا نه ونيسئ.

او بيا تې دا دوه سوالونه وکړئ چې دا په مکمل طور باندې ظاهيره شې چى هغهوئ څۀ کوى.

"آيا تاسو عیسیٰ مسیح خپل رب او خلاصون ورکوونکے قبول کړے دے؟"

"آيا تاسو به د ټول ژوند دپاره د خپل بادشاه په شان د هغه فرمانبردارى او خدمت کوئ؟"

که د هغوئ د دواړو سوالونو جواب آو وى، نو بيا داسې ووايئ:

"ځکه چې تاسو په رب عیسیٰ خپل ايمان څرګند کړے دے، نو زه اوس تاسو له د پلار، زوی، او روح‌القدس په نوم بپتسمه درکوم"

بيا يې ورو ورو ښکته کړئ چې ابو ته ښکته شى.او بيا يې ابو نه راوباسئ.

اوس تاسو د عیسیٰ يو نوی پېروکار بپتسمه کړو—دا د آسمان يو نوے وسيدونکے دے. د ژوندى خدائ پاک بچے. اوس د خوشحالۍ وخت دے!

بپتسمه هغه وړومبۍ مقدسه عمل دے چې عیسیٰ خپلو پېروکارو ته ورکړے دے،او دا د زمى ټولکيټ يو بنيادى اساسه دے.

بحث

(10 min)

  1. آيا تاسو کله هم څوک بپتسمه کړي دي؟
  2. آيا تاسو به حتی دا خبره په نظر کښې ونيسئ؟
  3. که ستر حکم د حضرت عيسى د هر پيروی کوونکي د پاره وي، نو آيا دا مانا لري چې هر پيروی کوونکی اجازه لري نور خلک بپتسمه کړي؟ ولې يا ولې نه؟

مهم يادونه – آيا تاسو بپتسمه اخستې ده؟

که نه، نو مونږ تاسو وهڅوو چې د دې ټرينِګ د بلې سيکنډ نه مخکې دا منصوبه کړئ. خپلې ډلې ته بلنه ورکړئ چې په دې مهمه ورځ کښې برخه واخلي کله چې تاسو د حضرت عيسى سره “هو” ويل لمانځئ.

بيا کتنه

(1 min)

هغه مفاهيم چې په دې غونډه کښې واورېدل شول:

هغه وسايل چې په دې غونډه کښې واورېدل شول:

  • روحاني اقتصاد
  • د ستر برکت ليد شريکول
  • ډکلنګ شاګردي – سمدستي مشري
  • هغه ځايونه ليدل چرته چې بادشاهي نشته
  • انجيل او دا څنګه شريک کړو
  • بپتسمه او دا څنګه ترسره کړو
  • خپله درې منټه ګواهى تياره کړئ
  • د مالِک عشاء او دا څنګه رهبري کړو

مهم يادونه – ستاسو ډله به په راتلونکې غونډه کښې د مالِک ماښام لمانځي. ډاډ ترلاسه کړئ چې سامانونه په ياد وساتئ (ډوډۍ او شراب / جوس).

Take a Break

عمومي کتنه

(1 min)

په دې غونډه کښې به مونږ دا مفاهيم واورو او پرې به بحث وکړو:

او دا وسايل به هم خپل وسايلو بکس کښې زيات کړو:

  • روحاني اقتصاد
  • د ستر برکت ليد شريکول
  • ډکلنګ شاګردي – سمدستي مشري
  • هغه ځايونه ليدل چرته چې بادشاهي نشته
  • انجيل او دا څنګه شريک کړو
  • بپتسمه او دا څنګه ترسره کړو
  • خپله درې منټه ګواهى تياره کړئ
  • د مالِک عشاء او دا څنګه رهبري کړو

READ

(5 min)

خپله درې منټه ګواهى تياره کړئ

د درې مينټو ګواهى

عیسیٰ مسیح خپلو پېروکارو ته وفرمائيل: تاسو د دې ټولو ګواهان يئ

د عیسیٰ د پېروکار په طور،مونږ هم ګواهان يو. يعنې مونږ دا وايو چې عیسیٰ زمونږ په ژوند کښې څۀ څۀ بدلون راوستے دے۔

د خدای سره ستاسو د تعلق کيسه ستاسو ګواهى بللے کېږى۔

هر انسان خپله يوه ګواهى يا کيصه لرى۔دا ستاسو لپاره موقع ده چې خپله کيصه يا ګواهى عملې کړئ۔

يو يا دوه ايمانداران مقرر کړئ او هغوئ سره دا طريقه وکړئ. او بيا د خپل د سلو فهرست نه پنځه نومونه خواښ کړئ۔

دا يقينى کړئ چې دا خلک د دې ډلې نه وى "غير مسيحى" يا "نامعلومه روحانى حالت."

خپله ګواهى— يعنې د عیسیٰ په باره کښې خپله کيسه— هغوئ سره شريک کړئ او شريکولو واله ملګرى دې ځان داسې څرګند کړى لکه څنګه چې پنځه خواښ کړې کسان دى.

او بيا داسې وکړئ چې خپله کيسه د هر يو کس د پاره هم هغه شان بيان کړئ څنکه چې هغه پنځۀ واړه وى.

تاسو دومره تيار اوسئ چې خپله لنډه کيسه تقريباً په درې مينټ کښې شريکه کړے شئ

د ګواهى بيانولو ډېرې لارې شته، خو دې طريقو ډېرو خلکو له ښه نتيجه ورکړې دى:

تاسو داسې ويلے شئ.. چې تاسو ولې د عیسیٰ پيروى غوره کړه۔ دا د نوو ايمانداران د لپاره ښه طريقه ده۔

تاسو د خپل ژوند کيسه کولے شئ چې مخکې څنګه وئ او اوس څنګه يئ چې ستاسو ژوند د عیسیٰ نه مخکې څنګه وو، او دا هم چې ستاسو ژوند د عیسیٰ سره څنګه روان دے دا ساده طريقه ده خو ډيره ښۀ طريقه ده.

تاسو دا هم شريکولے شئ چې د هغه سره او د هغه نه بغير ستاسو ژوند د عیسیٰ سره څنګه دے او د عیسیٰ نه بغير به څنګه وى. دا طريقه هغو خلکو لپاره ښه ده چې په وړوکوالى کښې ايمان ته راغلى وى۔

کله چې تاسو خپله ګواهى پوره کړئ، نو خپل طريقه خودلو واله ملګرى له موقع ورکړئ۔ يو بل له نمبر په نمبر موقع ورکړئ تر څو چې د خپلو پنځو کسانو ګواهى پوره کړئ۔

که غواړئ چې دا زيات اثر پرېږدئ،

کله چې تاسو کيه کوئ، نو دا درې څيزونه ياد ساتئ:

د هغوئ کيسه ده هغه کس نه پوښتنه وکړئ

چې د هغه روحانى سفر څنګه دے۔

ستاسو ګواهى بيا خپله ګواهى د هغه د حالاتو په مطابق بيان کړئ۔

د خدای کيسه- په آخر کښې د خدای پيغام داسې بيان کړئ چې د هغه د سوچ، او ترجيحاتو سره تړاو ولرى۔

که دا سوچ کوئ چې څنګه شروع وکړئ— نو ساده يې وساتئ۔

بس د خپل ژوند کيسه ورته وکړئ چې تاسو ولې د عیسیٰ پيروى وکړه۔

خدائ به ستاسو ګواهى سره د خلکو ژوند بدل کړى. خو ياد ساتئ. دا هم تاسو يئ چې دا هر څه به کوئ.

د درې مينټو ګواهى د زومى ټولکيټ يو بل ساده وسيله ده۔

فعالیت

(30 min)

درې منټه شاهدي

د شاهدۍ درې بنيادي ډولونه

ستاسو د قيصې بيانولو بې شمېره لارې شته، خو دلته څو داسې طريقې دي چې ښه نتيجه يې ورکړې ده:

ساده بيان – يو ساده جمله ووايئ چې ولې مو د عيسى پيروي غوره کړه۔ (د نويو ايماندارانو د پاره ښه طريقه ده)

مخکښې او وروستو – خپل ژوند بيان کړئ:د عيسى نه مخکښې ژوند څنګه و، او اوس څنګه دی۔

له عيسى سره او بې له عيسى نه –زما ژوند د عيسى سره څنګه دی، او که نه وای نو څنګه به وای۔

د ګواهئ شريکولو درې برخې

د هغوى قيصه – له مقابل کس نه وپوښتئ چې د هغه روحاني سفر څنګه دی۔

ستاسو قيصه – بيا خپله شاهدي د هغه د حالاتو مطابق شريکه کړئ۔

د خدائ قيصه – آخر کښې د خدائ قيصه داسې بيان کړئ چې د هغه د فکر او ارزښتونو سره تړاو ولري۔

ستاسو شاهدي ډېره اوږده کېدل ضروري نه دي۔تقريباً درې مينټه کافي دي۔ساده يې وساتئ۔خدائ ستاسو قيصه د ژوندونو د بدلون د پاره استعمالولے شي۔

READ

(5 min)

د ستر برکت ليد شريکول

د ټولو لوې برکتونه

په دې سيشن کښې، مونږ به د خُدائے د لويو، لا لويو او تر ټولو لويو برکتونو او دا به هم ووينو چې تاسو دا څنګه نورو سره شريک کوئ۔ کله چې څوک د عيسى پيروي غوره کړي، تاسو هغه څنګه مرسته کوئ چې په سمه لار روان شي؟

تاسو هغه څنګه مرسته کوئ چې د خُدائے په بادشاهۍ کښې پيدا کوونکى شي او يواځې استعمال کوونکى پاتې نه شي؟

تاسو هغه څنګه مرسته کوئ چې ټول هغه برکتونه ترلاسه کړي چې خُدائے ورکول غواړي؟

زه د دې خبرې نه شروع کوم او ورته وايم…

د عيسى پيروي کول يو برکت دے۔

نور خلک د عيسى پيروي ته راوستل يو لوى برکت دے۔

يوه نوې روحاني کورنۍ شروع کول لا لوى برکت دے۔

تر ټولو لوى برکت دا دے چې نور خلک تيار کړې تر څو نوې روحاني کورنۍ شروع کړي۔

تاسو د عيسى پيروي غوره کړې ده، نو خُدائے تاسو ته برکت درکړے دے۔

زه غواړم چې تاسو د خُدائے لوى برکت ترلاسه کړئ، لا لوى او تر ټولو لوى برکت هم۔ کيديشې زه تاسو ته دا وښايم؟

که هغوى نور معلومات غواړي، زه ورته وايم چې د هغو ۱۰۰ کسانو نوملړ جوړ کړي چې هغوى يې پېژنى۔

بيا ورته وايم چې له دې فهرست نه پنځه کسان وټاکي، هغه پنځه کسان چې عيسى نه پېژني،او همدا اوس ورسره شريکول غواړي۔

د عيسى پيروي کول يو برکت دے۔ تاسو دا برکت د چا سره شريکول غواړئ؟

زه هغوى ته ښايم چې خپله ګواهى شريکه کړي، يعنې دا چې خُدائے د هغوى په ژوند کښې څه کوي۔ زه هغوى ته دا هم ښايم چې انجيل شريک کړي، يعنې دا چې خُدائے په دې دنيا کښې څه کوي۔ زه هغوى ته د خُدائے د لويو، لا لويو او تر ټولو لويو برکتونو تعليم ورکوم۔

زه هغوى ته دا هر څه تمرين ورکووم، هر يو د هغو پنځو کسانو لپاره، هغوئ د شريکولو د پاره غوره شوى دى. وړومبۍ د هغوى خپله کيصه ، بيا د خُدائ کيصه، بيا د خُدائے برکتونه۔

هر ځل داسې کوئ، زه ځان د هغو پنځو کسانو نه يو جوړوم۔

هر ځل هغوى خپل داستان شريکوي، هغوى د خُدائے داستان شريکوي، او ما هم د عيسى پيروي ته رابولي۔ هغوى د خُدائے د لويو، لا لويو او تر ټولو لويو برکتونو په باره کښې تعليم ورکوي۔

هر ځل، زه ترې پوښتنې کوم يا داسې خبرې کوم لکه هغه کس به چې کړې وي۔ کله چې تمرين ختم شي، زه ورته وايم چې بيا ملاقات وکړو، که کيديشې، يواځې دوه ورځې وروسته، تر څو ووينو چې دا شريکول څنګه روان دي۔

زه غواړم هغوى ته دومره وخت ورکړم چې د خپل فهرست له هغو پنځو کسانو سره ملاقات وکړي، خو دومره زيات وخت نه، چې کار وځنډوي يا يې هېر کړي۔

زه همېشه د ټيليفون نمبر، اي ميل پته يا د رابطې بله طريقه اخلم۔

زه د هغوى سره دعا کوم چې خُدائے ورته سمې خبرې ورکړي، که څنګه چې هغوى ما سره شريکې کړې وې۔

دوه ورځې پس، مونږ بيا ملاقات کوو او د شريکولو په اړه خبرې کوو۔

که هغوى شريکول نه وي کړي، زه ورته بيا زيات تمرين وړانديز کوم۔ زه ورته وايم چې همدا اوس ورسره لاړ شم د هغو پنځو کسانو نه چې څوک موجود وي۔ زه هر هغه څه کوم چې هغوى د شريکولو پيل وکړي۔

خو زه نوې خبرې نه کوم۔ زه غواړم هغوى ته دا غوره موقع ورکړم چې د هغه څه سره وفادار پاتې شي چې يې زده کړي دي۔

که هغوى انکار وکړي يا بهانې جوړې کړي، زه له خُدائے نه پوښتنه کوم چې آيا دا رښتيا هم “ښه خاوره” ده چې د هغه د بادشاهۍ لپاره مېوه ورکړي، يا بل ځاى شته چې زه بايد خپله پانګه هلته ولګوم۔

که هغوى شريک کړي وي — نو مونږ خوشحالي کوو!

که څه هم د هغوى له فهرسته هيڅ يو ايمان نه وي راوړے، زه خوشحاله يم ځکه چې هغوى واورېدل، اطاعت يې وکړ او شريک يې کړل۔ دا وفادارى ده۔

او ځکه چې هغوى په لږ څه کښې وفادار پاتې شول، زه خوشحاله يم چې نور هم ورسره شريک کړم۔

زه د بپتسمې په باره کښې شريک کوم، او هغوى ته بله وسيله هم ورکوم

زه ورته وايم چې د خپل ۱۰۰ کسانو له فهرسته نور کسان هم وټاکي،هغه کسان چې عيسى نه پېژني يا د هغه پيروي نه کوي۔

بيا زه هماغه شان تمرين ورسره کوم لکه مخکې،د هغوى داستان، د خُدائے داستان،او د خُدائے برکتونه۔ او مونږ دعا کوو۔

اوس که هغوى شريک کړي وي او له فهرسته څوک ايمان راوړى وي، نو بيا خو رښتيا خوشحالي کوو!

د خُدائے کورنۍ لويه کيږي!

زه همېشه پوښتنه کوم چې آيا هغوى شريک کړي دي د لويو، لا لويو او تر ټولو لويو برکتونو په باره کښې، ځکه همدا د خُدائے کورنۍ لويه ساتي۔

که هغوى د خُدائے برکتونه نه وي شريک کړي، نو مونږ بيا پرې تېرېږو، برکتونه، څنګه يو نوى د عيسى پيرو فهرست جوړ کړي، څنګه خپل داستان شريک کړي، څنګه خپل داستان شريک کړي، تر څو نوى د عيسى پيرو هم شريکول زده کړي۔

کله چې تمرين ختم شي،زه هغوى بېرته هماغه نوي ايماندار ته لېږم تر څو شريکول جاري وساتي۔

خو د هغو خلکو په باره کښې څه چې شريک کړي دي… او د هغوى له فهرسته څوک ايمان راوړى وي او هغوى برکتونه هم شريک کړي وي؟

کله چې دا داسې وشى…نو زه ډېر زيات خوشحال کيږم۔

دا هغه کس دے چې د خُدائے کلام ورته “ښه خاوره” وائي — يعنې داسې څوک چې کيديشې د خُدائے کورنۍ زياته وده ورکړي په داسې طريقو چې ما هيڅکله نه وي ليدلې!

هر کله چې زه داسې څوک ومومم، نو زه ورسره د ډېر ملاقات منصوبه جوړوم۔ زه د هغوى روحانى ودې کښې ډېر زياته پانګه لګوم۔

زه ورسره نوې سبقونه شريک کوم، لکه بپتسمه او دا چې د درې ـ درې ډلې څنګه پيل وکړي۔ اوس هغوى د يوې روحانى کورنۍ وده پيلولى شي — هماغه د عيسى نوي پيروانو نه پيل کولو سره۔

ځکه چې هغوى ډېر وفادار دي، نو زه خوشحال يم چې هر څومره زيات کيديشې، هغومره شريک کړم او ووينم چې خُدائے بيا څه کوي۔ همېشه يو قدم په يو وخت۔ همېشه هغوى ته دا موقع ورکول چې زده کړى، اطاعت وکړي او شريک کړي هغه څه چې يې زده کړي دي۔

زه د دې کس د پاره هم دعا کوم — هر څومره چې کيديشې — د خُدائے شکر ادا کوم چې ما ته يې موقع راکړه چې ورسره شريکول او زده کړه وکړم، او همېشه ترې دا غواړم چې هغوى ته خپل تر ټولو لوى برکت ورکړي۔

بحث

(10 min)

  1. آيا دا هغه طريقه ده چې تاسو ته هغه وخت وښودل شوه کله چې تاسو د حضرت عيسى پيروی شروع کړه؟ که نه، نو څه فرق و؟
  2. کله چې تاسو ايمان راوړ، تر څو وخته وروسته مو د نورو شاګرد جوړول شروع کړل؟
  3. ستاسو په اند به څه پېښ شي که نوي پيروی کوونکي سمدلاسه د زېرې شريکول او د نورو شاګرد جوړول شروع کړي؟

READ

(5 min)

ډکلنګ شاګردي – سمدستي مشري

د هنس بچيو په شان شاګردي

زومى ټرېنِګ ته يو ځل بيا پخير راغلئ.

په دې سيشن کښې، مونږ به زده کړو چې څنګه د هنس کوچني بچي چې لا د تلو هڅه کوي، مونږ سره مرسته کولې شي چې پوه شو د شاګرد جوړولو دوه ډېر مهم اصول.

تاسو کله ليدلي دي چې د هنس بچي يو ځاى ګرځي؟

فرق نه کوي چې تاسو د نړۍ په کوم ځاى کښې ياست،دا منظر هميشه يو شان ښکاري.

مور هنس مخکښ وي او بچي يې پسې روان وي—يو په يو، ټول په يو قطار کښې. مور هنس لارښوونه کوي. کوچني هنس بچي يې پيروي کوي.

خو که تاسو لږ نور غور وکړئ، نو يو بل حقيقت هم وينئ. هر يو کوچنی بچی په حقيقت کښې دوه رولونه لوبوي— په بلکل يو وخت کښې.

هر يو کوچنی بچی يو پيروکار دے،ځکه چې هغه د مور هنس پيروي کوي يا د هغه بل بچي پيروي کوي چې ورنه مخکې روان وي.

او په هماغه وخت کښې—

هر يو کوچنی بچی يو مشر هم دے،ځکه چې هغه د هغه بچي (يا بچيو) مشري کوي چې ورپسې روان وي.

نو آيا بچی پيروکار دے که مشر؟هغه دواړه دے.

او همدغه وجه ده چې د هنس بچي ګرځېدل د شاګرد جوړولو سره ډېر ژور تعلق لري.

خدائ غواړي چې د هغه کورنۍ ډېره پراخه شى—او غواړى چې هر پيروکاره مشر جوړ شى—هر ايماندار نه د شريک کولو،او هر شاګرد نه د شاګرد جوړولو—په هماغه يو وخت کښې.

يو جال چې مونږ اکثر پکې ګير کېږو، د شاګردانو او شاګرد جوړونکو په حيث، دا غلط خيال دے چې مونږ بايد هر څه وپوهېږو، يا لږ تر لږه ډېر څه، بيا ورپسې څه شريک کړو

خو شاګردي داسې کار نه کوي.

شاګردان د هنس د بچيو شان دي. د مشر کېدو د پاره، دوی ته دا ضروري نه ده چې هر څه وپوهېږي. بس يو قدم مخکې اوسېدل کافي دي.

خدائ غواړي چې د هغه کورنۍ په وفادارۍ کښې وده وکړي— نو هغه هر مشر نه د پيروکار کېدو اميد لري، هر شريک کوونکی نه د ايماندار، او هر شاګرد جوړونکی نه د شاګرد— په هماغه يو وخت کښې هم.

يو بل جال چې مونږ پکې لوېږو، د شاګردانو او شاګرد جوړونکو په حيث، دا غلط خيال دے چې څوک، په کوم ځاى کښې هر څه پوهېږي او که مونږ هغه پيدا کړو او پيروي يې وکړو، نو بيا به بس شو.

خو شاګردي هم داسې نه ده.

د خدائ په بادشاهۍ کښې، صرف يو “مور هنس” شته چې مونږ ټول يې پيروي کوو— او هغه عيسى مسيح دے.

نه چې يو مشنرى. نه يو پادرى نه پروفيسر. صرف عيسى د دې حقدار دے چې مونږ پرې پوره ايمان ولرو.

مونږ ټول پدې عمل کښې يو.

هميشه به څوک داسې وي چې عيسى ته مونږ نه نزدې وي چې مونږ يې پيروي وکړو. او هميشه به څوک داسې وي چې لږ لرې وي چې مونږ يې مشري وکړو. خو زمونږ هر حالت کښې، زمونږ سترګې—او زمونږ زړونه— دې صرف او صرف عيسې مسيح ته وى.

په بائبل کښې، پولس، چې د نوي عهدنامې ډېره برخه يې وليکله و د لومړنيو کليساګانو ډېرې يې پيل کړې، صرف دا يې ونه ليکل— «زما پيروي وکړئ.» بلکې دا يې وليکل، "زما پيروي وکړئ، لکه څنګه چې زه د مسيح پيروي کوم."

پولوس په هغه حقيقت پوهېدو چې د دنيا ټول د هنس بچي پرې پوهېږي د خدائ په بادشاهۍ کښې هر مشر بايد پيروکار وي—او مونږ ټول د عيسى پيروي کوو.

په بائبل کښې پولوس دا هم وليکل:

"او کومې خبرې چې تا د ډېرو ګواهانو په موجودګۍ کښې زما نه اورېدلى دى هغه داسې وفادارو کسانو ته په حواله کړه څوک چې نورو ته د تعليم ورکولو لائق وى."

پولوس هغه حقيقت پوهېدو چې د دنيا ټول د هنس بچي پرې پوهېږي— د خدائ په بادشاهۍ کښې هر پيروکار بايد مشر وي—او مونږ ټولو ته پکار دي چې د عيسى په شان مشري وکړو، د نورو د پاره خپل ژوند قربانولو سره.

که تاسو غواړئ چې د خدائ کورنۍ لرې پورې وغځېږي او په وفادارۍ کښې هم وده وکړي، نو د شاګرد جوړولو په اړه د هنس بچيو په شان سوچ وکړئ—په هماغه يو وخت کښې پيروکار هم شئ او مشر هم.

بحث

(10 min)

  1. د شاګردۍ کومه يوه برخه (د بائبل لوستل/پوهېدل، دعا کول، د خُدائ کيسه شريکول وغيره) داسې ده چې تاسو غواړئ پرې نور هم زده کړه وکړئ؟ څوک داسې کس دی چې تاسو سره په زده کړه کښې مرسته کولی شي؟
  2. د شاګردۍ کومه يوه برخه داسې ده چې تاسو فکر کوئ له نورو سره يې شريکولی شئ؟ څوک داسې کس دی چې تاسو ورسره دا شريکولی شئ؟

READ

(5 min)

هغه ځايونه ليدل چرته چې بادشاهي نشته

د ليدو لپاره سترګې

په دې سيشن کښې، مونږ به زده کړو چې شاګردان څنګه ډېر لرې او ډېر زر زياتېږي کله چې هغوی دا ليدل شروع کړي چې د خدائ بادشاهي چرته نشته.

د انسانانو په حيث، مونږ د هغو شيانو په اړه سوچ کوو، پام ورته کوو او کار ورباندې کوو چې مونږ يې ليدلی شو. مونږ دې ته حقيقت وايو. يعنې حالات څنګه دي. خو بادشاهي هغه وخت زر وده کوي کله چې مونږ په هغو شيانو تمرکز وکړو چې نه ليدل کېږي. هغه شيان چې موجود نه دي. يا هغه شيان چې لا تر اوسه موجود نه دي.

زمونږ چاپېره ډېر داسې ځایونه شته چرته چې د خدائ رضا په ځمکه باندې نه عملي کېږي لکه څنګه چې په آسمان کښې کېږي – لوي تش ځایونه، چرته چې ماتېدل، درد، ظلم، کړاو او تر دې مرګ هم د ورځني ژوند برخه ده.

هر شاګرد – د عیسی هر پېروکار – بايد دا وتوانېږي چې يواځې دا ونه ويني چې د خدائ بادشاهي چرته ده، بلکې دا هم وويني چې چرته نشته.

د بادشاهۍ کار دا دی چې دې تشو ځایونو ته داخل شو او دې تورو ځایونو ته ولاړ شو او د دې ژورو درزونو د بندولو لپاره کار وکړو او د زمکې په دې وخت کښې رڼا او ژوند راوړو.

مونږ په دوه طريقو سره ليدلی شو چې د خدائ بادشاهي چرته نشته – يو د هغو خلکو له لارې چې مونږ يې لا پېژنو او بل د هغو خلکو له لارې چې مونږ يې لا نه يو ليدلي.

اول طريقه د هغو خلکو له لارې ده چې مونږ يې لا پېژنو – زمونږ روان تعلقات: دوستان او کورنۍ، همکاران، همصنفيان، ګاونډيان او نور.

دا هغه لاره ده چې د خدائ کيسه پرې تر ټولو زر خپرېږي. مونږ له دې خلکو سره مينه کوو او پروا يې کوو ځکه چې مونږ هغوی له مخکې نه پېژنو. دا فطري خبره ده.

عیسی د يو خودغرضه مالدار سړي کيسه وکړه – چې په ژوند کښې مغرور ؤ او اوس په دوزخ کښې عذاب ويني. هغه مالدار سوال وکړ – "زۀ درته زارى مِنت کوم چې تۀ دے زمونږ کور ته ولېږه چرته چې زما پينځۀ وروڼه دى چې هغوئ خبرداره کړى، هسې نه چې هغوئ هم په دې عذاب کښې ګېر شى."

عیسی مونږ ته وښودل چې تر دې خودغرضه او کړاوېدلي خلک هم د خپلو نزدې خلکو لپاره يو څه مينه او پروا لري.

هغه خلک چې مونږ يې پېژنو، زمونږ په ژوند کښې ايښودل شوي ځکه چې خدائ مونږ سره مينه کوي او غواړي چې مونږ هم ورسره مينه وکړو. مونږ ته پکار ده چې د دې تعلقاتو ښه ساتنه وکړو په مينې، صبر او ثابت قدمۍ سره.

شاګردان هغه وخت زياتېږي کله چې هغوی فکر کوي د هغو خلکو په اړه چې خدائ يې د هغوی چاپېره ايښي دي او د دې لپاره يو پلان لري چې څه وکړي.

مونږ کولای شو د هغوی پروا نوره هم زياته کړو او په څو ساده قدمونو کښې د زياتېدو يو اسانه پلان جوړ کړو.

دا داسې ده – هغوی ته ووايئ چې د ۱۰۰ کسانو فهرست وليکي چې هغوی يې پېژني. بيا دې دا فهرست په درې برخو ووېشي.

هغه کسان چې د عیسی پېروکار دي.

هغه کسان چې د عیسی پېروکار نه دي.

او هغه کسان چې هغوی پرې يقين نه لري چې پېروکار دي که نه

د پېروکارانو لپاره – شاګردان کولای شي هغوی تيار کړي او وهڅوي تر څو لا زيات حاصل ورکوونکي او وفادار شي.

د هغو لپاره چې پېروکار نه دي – شاګردان کولای شي زده کړي چې څنګه ورسره شريک کړي او هغوی يو مهربان خدائ ته وروپېژني.

د هغو لپاره چې پرې يقين نه لري – شاګردان کولای شي خپل وخت ورباندې ولګوي او نور يې وپېژني.

يوه بله طريقه هم شته چې مونږ پکې وينو د خدائ بادشاهي چرته نشته د هغو خلکو له لارې چې مونږ لا نه دي ليدلي.

دا هغه خلک دي چې زمونږ له تعلقاتو نه بهر دي – هغه خلک چې مونږ يې نه پېژنو، ګاونډيان چې مونږ ورسره د “سلام” نه زياتې خبرې نه دي کړي، سوداگر سړي او ښځې چې په سړک کښې ترې تېرېږو، پردي خلک په هر کلي، ښار يا ښارګوټي کښې چې مونږ لا تر اوسه نه دي تللي

عیسی وفرمائيل – د ټولو قومونو نه شاګردان جوړ کړئ.

عیسی وفرمائيل – تاسو به زما په باره کښې هر چا ته شاهدي ورکوئ په يروشلم کښې، په ټوله يهوديه کښې، په سامريه کښې، او د زمکې تر آخري سرحده پورې.

له هغو خلکو سره شريکول چې مونږ يې پېژنو دا هغه طريقه ده چې د خدائ کيسه پرې تر ټولو زر خپرېږي.

له هغو خلکو سره شريکول چې مونږ يې لا نه پېژنو دا هغه طريقه ده چې د خدائ کيسه پرې تر ټولو لرې رسېږي.

که مونږ له هغو خلکو سره مينه او پروا وکړو چې مونږ يې نه پېژنو، دا طبيعي خبره نه ده. دا فوق الفطرت ده او دا ثبوت دی چې روح القدس زمونږ په ژوند کښې کار کوي.

د خدائ خوښ خلک تر ټولو کمزوري، وروستي او ورک شوي دي. همدا هغه خلک دي چې هغه پرې خپل زړه بار بار تشوي. بيا بيا.

که مونږ غواړو چې د خدائ په شان شو، نو همدا هغه خلک دي چې مونږ بايد خپل ژوند ورباندې ولګوؤ.

خدائ مونږ ته حکم راکوي چې لاړ شو. او د تلو برخه دا ده چې يواځې نزدې خلکو ته لاړ نه شو، بلکې هغو خلکو ته هم لاړ شو چې ژوند کوي د نړۍ په تر ټولو تورو روحاني کونجونو کښې – هغه خلک چې کله ناکله يې د عیسی نوم هم نه وي اورېدلی.

د خدائ کلام وايي – خدائ مغرورانو سره مقابله کوي خو عاجزانو ته فضل ورکوي.

د عیسی د پېروکارانو په حيث مونږ ته پکار ده چې فضل ورکړو لکه څنګه چې هغه ورکوي – عاجزانو ته، مجبورانو ته، او ورک شويو ته

شاګردان هغه وخت زياتېږي کله چې هغوی پروا کوي د هغو خلکو چې خدائ يې د هغوی په ژوند کښې ايښي دي.

شاګردان لا زيات هغه وخت زياتېږي کله چې هغوی پروا کوي د هغو خلکو چې خدائ يې له هغوی ډېر لرې ايښي دي. خو بيا هم هغوی يو پلان ته ضرورت لري.

تاسو کولای شئ د يو شاګرد د نورو لپاره پروا زياته کړئ او د زياتېدو يو ساده پلان جوړ کړئ، دا چې هغوی وروزئ تر څو هغه خلک ولټوي چې خدائ يې لا له مخکې د اورېدو لپاره تيار کړي دي.

عیسی وفرمائيل – کله چې تاسو يو کور ته داخل شئ، ووايئ: په دې کور دې د خدائ سلامتي وي.» که هلته اوسېدونکي خلک د سلامتیا خوښوونکي وي، نو ستاسو د سلامتیا دعا به هغوی ته برکت ورکړي. خو که هغوی د سلامتیا خوښوونکي نه وي، نو ستاسو دعا به تاسو ته واپس راشي.»

هغه کس چې خدائ يې لا له مخکې د اورېدو لپاره تيار کړی وي مونږ ورته د سلامتیا سړی وايو – هغه څوک چې د خدائ پېغام ته غبرګون ښيي او د اطاعت او شريکولو کښې وفادار وي.

په داسې ځای کښې چې مونږ ډېر لږ خلک پېژنو، د دې پر ځای چې له خپلو دوستانو، کورنۍ او همکارانو سره شريک کړو، همصنفيانو او ګاونډيانو سره، مونږ د سلامتیا سړی روزو چې هغه خپلو خلکو ته ورسي.

خو تر ټولو ښه نتيجې همېشه هغه وخت راځي چې مونږ پر وفادارو خلکو تمرکز وکړو. ياد ولرئ، وفاداري دا ښيي چې مونږ د خدائ خبره ومنو او هغه له نورو سره شريکه کړو.

وفادار خلک چې اطاعت کوي او شريکوي هغوی د هغې ښې ځمکې په شان دي چې عیسی يې يادونه وکړه.

عیسی وفرمائيل – ځينې تخمونه په ښه ځمکه کښې پرېوتل او دېرش، شپېته او سل چنده حاصل يې ورکړ

وفادار خلک سخت زړونه نه لري چې د خدائ کلام رد کړي.

کله چې پرې ظلم کېږي يا وختونه سخت شي. وفادار خلک شا ته نه ګرځي

وفادار خلک د دې دنيا د فکرو او د نه پاتې کېدونکو دولتونو په وجه نه بوختېږي.

وفادار خلک د هغه پيري نيولي سړي په شان دي چې په جراسينيانو کښې ؤ او هغه څه يې ومنل او شريک کړل چې عیسی ورته ښودلي وو.

يو وفادار سړی چې اطاعت يې وکړ او شريک يې کړل، ډېر، ډېر خلک يې پيدا کړل چې غوښتل يې عیسی نور هم وپېژني.

کله چې مونږ خپلې سترګې پرانېزو چې ووينو بادشاهي چرته نشته او د هغو خلکو له لارې ورسيږو چې مونږ يې پېژنو او هم د هغو له لارې چې مونږ يې لا نه پېژنو، همدا طريقه ده چې شاګردان زياتېږي او د خدائ بادشاهي ډېر لرې او ډېر زر وده کوي.

بحث

(10 min)

  1. تاسو د چا سره د شريکولو کښې زيات آرام احساس کوئ — هغه خلک چې تاسو يې لا دمخه پېژنئ که هغه چې لا مو نه دي ليدلي؟
  2. ستاسو په اند دا ولې داسې ده؟
  3. تاسو څنګه کولی شئ چې د هغو خلکو سره په شريکولو کښې ښه شئ چې ورسره لږ آرام ياست؟

READ

(5 min)

د مالِک عشاء او دا څنګه رهبري کړو

عشاء ربانى

عيسى وفرمائيل-"زۀ د ژوندون روټۍ يم چې د آسمان نه راکوزه شوې ده. څوک چې دا روټۍ وخورى هغه به تل ژوندے وى. دا روټۍ زما بدن دے، او کومه روټۍ چې زۀ د دُنيا د ژوندون دپاره ورکوم هغه زما بدن دے."

عشاء ربانى يا پاک شراکت. دا يو طريقه ده چې مونږ د عیسیٰ سره خپل نزدې تعلق او روانه رابطه مانځو.

دلته د مانځلو يو ساده طريقه ده: کله چې تاسو د عیسیٰ د پېروکارو په شان راجمع شئ، نو لږ وخت په خاموشئ او سوچ او فکر کښې تېر کړئ، خپل ګناهونه ته سوچ وکړئ او خدائ ته يې اقرار وکړئ.

بيا څوک د کتاب مقدس نه دا آيت ولولئ "ځکه چې کومې خبرې ما تاسو ته حواله کړې نو هغه ما د مالِک نه حاصلې کړې دى، چې په کومه شپه د مالِک عيسىٰ مُخبرى " روټۍ يې راواخسته، او کله چې هغۀ پرې شُکر وکړو نو ماته يې کړه او وې فرمائيل چې، ”دا زما بدن دے چې ستاسو دپاره دے. زما په ياد کښې دغه شان کوئ.“ (١کورنتيانو ۱۱: ۲۳–۲۴)

بيا هغه روټۍ چې ستاسو د ډلې د پاره بېله کړې شوې وى ټولو ته ورکړئ او وخورئ۔

بيا لوستل جارى وساتئ: دا پيالۍ زما په وينه کښې د خُدائ پاک او انسانانو په مينځ کښې نوے لوظ دے. هر کله چې دا څښئ نو زما په ياد کښې يې څښئ. (١کورنتيانو ۱۱: ۲۵)

بيا هغه اوبه يا شربت چې ستاسو د ډلې لپاره بېل کړے شوې وى، ټولو سره شريک کړئ او وڅښئ۔

بيا دا هم ولولئ: نو هر کله چې تاسو دا روټۍ خورئ او دا پياله څښئ نو تاسو د مالِک د مرګ اعلان کوئ ترڅو چې هغه رانۀ شى. (١کورنتيانو ۱۱: ۲۶)

اوس تاسو عشاء ربانى کښې شريک شوئ۔

اوس په دعا يا په ګيتونو سره خوشحالى وکړئ—ځکه تاسو د هغه يئ او هغه ستاسو دے!

عشاء ربانى دا د دړومبئ کليسا يو مقدس عمل دے او د زومى ټولکيټ يو ډېر اهم بنيادى برخه ده۔

فعالیت

(10 min)

عشاء ربانى

کله چې تاسو د عيسى د پيروانو په توګه يو ځاى کېږئ:

  1. په خاموشۍ کښې خپل ځان وګورئ او خپلې ګناهونه اقرار کړئ۔

"ځکه چې کومې خبرې ما تاسو ته حواله کړې نو هغه ما د مالِک نه حاصلې کړې دى، چې په کومه شپه د مالِک عيسىٰ مُخبرى وشوه روټۍ يې راواخسته، او کله چې هغۀ پې شُکر وکړو نو ماته يې کړه او وې فرمائيل چې، ”دا زما بدن دے چې ستاسو دپاره دے. زما په ياد کښې دغه شان کوئ."۱ کورنتيان ۱۱:۲۳-۲۴

  1. ډوډۍ تقسيم کړئ او وخورئ

"هم دغه شان هغۀ د روټۍ نه پس پيالۍ واخسته او وې فرمائيل چې، ”دا پيالۍ زما په وينه کښې د خدائئ پاک او انسانانو په مينځ کښې نوے لوظ دے. هر کله چې دا څښئ نو زما په ياد کښې يې څښئ."۱ کورنتيان ۱۱:۲۵

  1. جوس يا شراب شريک کړئ او وڅښئ۔

“هر کله چې دا ډوډۍ خورئ او دا پياله څښئ، تاسو د رب مرګ اعلانوی تر څو چې هغه راشي.”(۱ کورنتيان ۱۱:۲۶)

د دعا يا حمد سره دا محفل ختم کړئ۔تاسو د رب ماښامنۍ کښې برخه واخيسته۔تاسو د هغه يئ، او هغه ستاسو دی۔

بيا کتنه

(1 min)

هغه مفاهيم چې په دې غونډه کښې واورېدل شول:

هغه وسايل چې په دې غونډه کښې واورېدل شول:

  • روحاني اقتصاد
  • د ستر برکت ليد شريکول
  • ډکلنګ شاګردي – سمدستي مشري
  • هغه ځايونه ليدل چرته چې بادشاهي نشته
  • انجيل او دا څنګه شريک کړو
  • بپتسمه او دا څنګه ترسره کړو
  • خپله درې منټه ګواهى تياره کړئ
  • د مالِک عشاء او دا څنګه رهبري کړو

ژوره غونډه3

چک اِن

(1 min)

ګډونوال او اسانتيا ورکوونکی دې چک اِن وکړي.

Or zume.training/checkin and use code: 3455

دعا

(5 min)

دعا وکړئ او د خُدائ شکر ادا کړئ د هغو لارو د پاره چې هغه د خپلو خلکو د ګواهۍ په ذريعه کار کوى. د هغه روحُ القُدس ته بلنه ورکړئ چې ستاسو وخت يوځای رهبري کړي.

عمومي کتنه

(1 min)

په دې غونډه کښې به مونږ دا مفاهيم واورو او پرې به بحث وکړو:

او دا وسايل به هم خپل وسايلو بکس کښې زيات کړو:

  • د امن سړی او دا څنګه پيدا کړو
  • وفاداري د علم نه غوره ده
  • د‎ BLESS ‎دعا طريقه
  • دعا ګرځېدل او دا څنګه وکړو
  • ‎3/ ‎ډلې سيکنډ طريقه

READ

(5 min)

دعا ګرځېدل او دا څنګه وکړو

د دُعا سفر

د خدای کلام وايى چې مونږ ته پکار دى درخواست وکړو، دُعا وکړو، شفاعت وکړو او د ټولو خلکو د پاره شکرانه ادا کړو، د بادشاهانو او د هر هغه چا د پاره چې اختيارت لرى او د وخت حاکمان دى -- چې مونږ په آرام او سکون کښې ژوند تېر کړو په پرهېزګارۍ او پاکيزګۍ کښې۔ دا ښه خبره ده او دې سره زمونږ خدای حوشحاليږى، چې غواړي ټول خلک خلاصون ومومى او د حقيقت نه خبر شى۔

د دُعا سفر يو ساده طريقه ده چې د نورو د پاره د دُعا کولو حکم کوم چى خدائ راکړے دے پورا کړو. د دُعا سفر هم هغه شان دے لکه څنګه چى يې نوم خکارى – يعنې ګرځېدل او خدای ته دُعا کول۔

د دې په ځاے چې سترګې پټې کړو او سرونه ښکته کړو، مونږ دې خپلې سترګې کولاو وساتو چې د ګېر چاپېره ضرورتونه ووينو او خپل زړونه نرم کړو چې په عاجزۍ سره د خدای نه مرسته وغواړو۔

تاسو د دوو يا دريو کسانو په وړو ډلو کښې د دُعا سفر کولے شئ او يا يواځې هم د دُعا سفر کولے شئ.

که په ډله کښې ځې – نو کوشش وکړه چې هر څوک په اوچت آواز کښې دُعا وکړى، لکه د خدای سره خبرې کول د هغو څيزونو د پاره چې ټول يې وينى او هغه ضرورتونه چې خدای يې د دوى په زړونو کښې اچوى۔

که يواځې ځې – نو په زړه کښې خاموشه دُعا وکړه او که په لاره کښې د چا سره مخامخ شې، نو په تيز آواز کښې هم دُعا کولے شې۔

دلته څلور لارې دى چى زده کړه تې کولے شې چې د دُعا په سفر کښې د څه د پاره دُعا وکړې:

مشاهده --ته څه وينې؟ که تۀ په غولى کښې د ماشوم د لوبې څيزونه ووينې، نو ته به د ګاونډ ماشومانو د پاره دُعا وکړې، د کورنيو يا د سيمې د سکولونو د پاره۔

معلومات --تاسو تۀ څۀ پته ده؟ که تاسو د سيمې په باره کښې مطالعه کړې وى، نو کيديشې ته د هلته اوسېدونکو خلکو په باره کښې څه معلومات لرې، يا کۀ دا سيمه د جرم يا بې انصافۍ ښکار وى۔ د دې څيزنو د پاره دُعا وکړه او د خدای نه د عمل غوښتنه وکړه۔

الهام --پاک روح کيديشې ستا زړه ته اشاره وکړى او يا د دُعا د پاره د يو خاص ضرورت خيال درکړى۔ غوږ ونيسه – او دُعا وکړه!

کلام --کيديشې ته د دُعا سفر نه وړاندې د خدای د کلام يو حيصه لوستې وى چى د دُعا په سفر کښې ستاسو مرسته وکړى. او يا د ګرځېدو په وخت کښې پاک روح يو آيت در په ياد کړى۔ د هغه آيت د پاره دُعا وکړه او دا چې دا به د سيمې په خلکو څه اثر وکړى۔

دلته ددې په حقله ٥ څيزونه دى چې تۀ يې د دُعا په سفر کښې ياد ساتلے شې:

حکومت –د حکومتى مرکزونو د پاره وګوره او دُعا پې وکړه، لکه عدالت خانې، د کمېشن ودانۍ او يا د قانون نافذ کوونکو ادارې۔ د سيمې د حفاظت د پاره دُعا وکړه، د انصاف د پاره او د مشرانو د پاره د خدای حکمت وغواړه۔

تجارت او کاروبار –د تجارتى مرکزونو وګوره او دُعا وکړه، لکه مالياتى سيمې يا بازارونه۔ د پاکو پانګونو او د وسيلو د ښه استعمال د پاره دُعا وکړه۔ د معاشرتى انصاف او موقعو د پاره دُعا وکړه او د هغه سخي او د خدائ خلکو د پاره چې انسانان د ګټې نه وړاندې ايږدى۔

تعليم – تعليمى مرکزونه وګوره او دُعا پې وکړه، لکه سکولونه، انتظامى ودانۍ، کالجونه او يونيورسټيانې۔ د پاک نيت استادانو د پاره دُعا وکړه چې د خدای حقيقى تعليم ورکړى او د زده کوونکو ذهنونه محفوظ وساتى۔ دُعا وکړه چې خدای مداخلت وکړى په هر هغه کوشش کښې چې دروغ يا ګډوډى خورول غواړى۔ دُعا وکړه چې دې ځيانو د پاره هوښيار او خدمتګار مشران پيدا کړى۔ او د هغوئ د پاره څوک چې خدمت کول غواړى.

ابلاغ –د ابلاغ مرکزونو وګوره او دُعا پې وکړه، لکه ريډيوسس، ټى وى چينلونه او اخبارونه۔ د خدای د قيصې او د هغه د پيروانو د ګواهى د پاره دُعا وکړه چې دا پيغام په ټول ښار او دنيا کښې خور شى۔ دُعا وکړه چې د هغه پيغام د هغه د وسيلو په زريعه ډېرو خلکو ته ورسې۔ او د خدای خلک هر ځاے د خدای کار ووينى۔

روحانيت روحانى مرکزونو د وګوره او دُعا پې وکړه، لکه کليسياګانو، جوماتونه يا عبادت خانې۔ دُعا وکړه چې هر روحانى لټون کوونکى په عيسى مسيح کښې سکون او ډاډ ومومى او د هر غلط مذهب د ګډوډۍ نه محفوظ پاتې شى۔

اوس دلته پنځه لارې دى چې تاسو پې د هغه خلکو د پاره دُعا کولے شئ څوک چى درسره ددې دُعا په سفر کښې ميلاويږى.

کله چې ته ګرځې او دُعا کوې، نو موقعو ته خيال کوه او د خدای د روح اشارو ته غوږ ونيسه، چې د ليدلے شوو خلکو د پاره دُعا وکړې۔

ته ويلی شې: مونږ د دې سيمې د پاره دُعا کوو، څه خاص خبره شته چې د هغې د پاره دُعا وکړم؟

يا ووايه: زه د دې علاقې د پاره دُعا کوم، ايا داسې څۀ شته چې د هغه ځائ د پاره پکې دُعا وکړو؟

د دوى خبرې واورئ او بيا د دوى د ضرورتونو پوښتنه وکړه۔ کۀ چرې دوئ څه وويل يا شريک کړل نو هم هغه وخت ورله دُعا وکړئ. او که مالک خدائ لارښوونه وکړى،نو د نورو ضرورتونو د پاره هم دُعا کولى شې۔

د برکت لفط استعمال کړئ د ياد ګيرنې د پاره. چې پنځه طريقې درتۀ ياد شى:

بدن (صحت)

کار (نوکرى او ماليات)

احساسات (حوصلہ)

رشتې

روحانى حالت

ډېر خلک خوشحالېږى چې ته دومره پروا کوې چې د دوى د پاره دُعا کوې۔

که چرې څوک مسيحى نه وي، ستا دُعا کيديشې د روحانى خبرو دروازه کولاو کړى او د خپل او د خدای د قيصې شريکولو موقع درکړى۔ ته دوى ته د بائبل مطالعې دعوت هم ورکولى شې او يا يې په خپل کور کښې مېلمه کولے شئ۔

او که چرې مسيحى وى نو تۀ يې د خپل د دُعا سفر کښې شاملولے شى. يا ورښودلئ شى چې څنګه د دُعا سفر شروع کړى، او ساده طريقې استعمال کړئ چې د هغه زيانو د پاره دُعا وکړئ چى ضرورت لرى. او د برکت طريقه چې د خدائ کورنۍ نوره هم وده وکړى.

د دُعا سفر د زومى ټولکيټ يوه بله ساده وسيله.

READ

(5 min)

د امن سړی او دا څنګه پيدا کړو

د سلامتئ سړے

زومى ټرينِګ ته يو ځل بيا پخير راغلئ.

په مخکيني سيشن کښې تاسو ته دا خيال در وپېژندل شو چې د سلامتۍ سړے څوک وى. په دې سيشن کښې مونږ به په تفصيل سره دا وګورو چې دا سړى څوک کېدې شي او تاسو به څنګه پوه شئ چې کله مو هغه وموند. د سلامتۍ سړےکولای شي ډېر په تيزۍ سره د شاګرد جوړولو عمل زيات کړي حتی په داسې ځای کښې چې د عیسی پېروکاران ډېر لږ او يو له بله لرې وي.

کله چې عیسی خپل شاګردان ولېږل چې نوې سيمې ته لاړ شي او شاګردان جوړ کړي،

نو هغه هغوی ته يو ساده خو مهم حکم ورکړ.

عیسی وفرمائيل – "د ځان سره بټوه مۀ اخلئ، نۀ تيلۍ او نۀ پېزار. او په لاره د چا سره په دُعا سلام ډېر وخت مۀ ضائع کوئ. هر کله چې تاسو يو کور ته ننوځئ نو اول دا ووايئ، په دې کور کښې دې خير او سلامتى وى." که هلته د سلامتۍ سړےوي، نو ستاسو سلامتي به پرې پاتې شي؛ او که نه وي، نو بېرته به تاسو ته راشي. هماغه کور کښې پاتې شئ، او څه چې هغوی درکوي، هغه وخورئ او وڅښئ؛ ځکه مزدور د خپلې مزدورۍ حق لري. له يو کوره بل کور ته مه ګرځئ.

خو د دې ټولو مطلب څه دى؟

کله چې مونږ د شاګرد جوړولو په اړه سوچ کوو، نو زمونږ لومړى خيال دا وي – چې اول به خپل مالي حالت سم کړو، يو څرګند هدف به وټاکو، او يو واضح پلان به جوړ کړو. که عیسی وفرمائيل – لاړ شئ»، نو مونږ به لاړ شو او همداسې به روان يو! هر چا ته ووايئ! هر ځای کښې!! هر وخت!!!

خو عیسی، په خپلو هداياتو کښې، د پيسو او جوش په اړه دومره اندېښمن نه ښکاره کېده،

لکه څومره چې هغه د تمرکز په اړه اندېښمن ؤ.

عیسی غوښتل چې د هغه شاګردان دا ولټوي – او خپل وخت ولګوي – د سلامتۍ پر سړي.

کله چې تاسو غواړئ په داسې ځای کښې شاګردان جوړ کړئ چې ډېر لږ – يا کېدې شي يو هم نه وي – نو د سلامتۍ سړےلټول کېدې شي تر ټولو مهم کار وي چې تاسو يې کوئ.

د سلامتۍ سړےدا وي:

هغه څوک چې ستاسو کيسه اورېدو ته خلاص ذهن ولري، د خدای کيسه، او د عیسی زېرى.

هغه څوک چې مېلمه پال وي او تاسو خپل کور ته راوبولي، يا خپل کارځای ته، يا د کورنۍ او دوستانو په محفلونو کښې ګډون ته.

هغه څوک چې نور خلک پېژني (يا نور خلک هغه پېژني) او په خوشحالۍ سره يو وړوکی ګروپ يا حتی يوه ګڼه جوړه کړي.

هغه څوک چې وفادار وي او څه چې زده کړي، له نورو سره يې شريک کړي – حتی وروسته له دې چې تاسو لاړ شئ.

په بائبل کښې، مونږ وینو چې عیسی او د هغه شاګردانو د سلامتۍ داسې خلک وموندل

چې لږ ناڅاپي وو.

د جدريانو په سيمه کښې، عیسی له يو پيري نيولي سړي سره مخ شو چې يوازې اوسېده او په زنځيرونو تړل شوى ؤ. مونږ به هيڅکله دا فکر ونه کړو چې هغه د سلامتۍ سړےکېدې شي، خو هغه د عیسی خبره اورېدو ته خلاص ؤ. هغه مېلمه پال ؤ او عیسی ته يې اجازه ورکړه چې هلته ورشي چېرته چې هغه اوسېده. هغه ښه پېژندل شوى ؤ او په اسانه يې خلک راټولول – که څه هم يواځې د هغه د عجيب چلند له وجې. او عیسی دا هم وليدل چې هغه وفادار ؤ او څه چې عیسی ورته معنى لرله، هغه يې له خپلې کورنۍ سره شريک کړل، له خپلې ټولنې سره، او له ټول وطن سره. په حقيقت کښې، کله چې عیسی بېرته هغې سيمې ته راغی، يو لوى ګڼه راټوله شوه، چې هغه سړى وويني د چا په اړه چې يې ډېر څه اورېدلي وو.

په سامريه کښې، عیسی د يوې ښځې سره په چينې باندې مخ شو. هغه د عیسی لپاره خلاصه وه، مېلمه پال وه، او د هغه د اوبو غوښتنه يې ومنله. مونږ زده کوو چې هغې پنځه مېړونه لرلي وو او هغه د يو بل سړي سره هم اوسېده، نو په يو وړوکي ښار کښې به خامخا نور خلک پرې خبر وو. او کله چې عیسی هغې سره خبرې وکړې، نو هغه وفاداره شوه او شريکه يې کړه – دومره ډېر او دومره په تيزۍ سره چې ټول ښار له عیسی وغوښتل چې پاتې شي او له هغوی سره هم خبرې وکړي. او هغه همداسې وکړل.

نو که د سلامتۍ سړےکېدې شي تقريباً هر ځای کښې اوسېږي، تقريباً هر کار وکړي، او تقريباً هر هغه څوک وي چې مونږ يې پېژنو يا ورسره مخ کېږو – نو مونږ به هغه څنګه ومومو؟

دلته درې ساده لارې دي –

مونږ د سيمې له خلکو نه پوښتنه کوو – دلته کوم داسې کس شته چې خلک پرې باور کوي؟ ايا په دې ځای کښې داسې څوک شته چې د ځان نه وړاندې د نورو فکر کوي؟ که مونږ يو نوم بيا بيا واورو – نو هڅه کوو چې ورسره ووينو، روحاني خيالونه ورسره شريک کړو او وګورو چې اورېدو او شريکولو ته خلاص دى که نه.

مونږ د دعا ګرځېدو پر وخت د چا لپاره دعا کولو وړانديز کوو، يا په کار کښې، يا په لوبه کښې – هر هغه ځای کښې چې موقع وي – او بيا دا دعا په روحاني خبرو بدلوو.

مونږ په هره خبره کښې روحاني خيالونه داخلوو چې وګورو خدای د يو کس په ژوند کښې کار کوي که نه. که هغه خلاص او تيار وي، نو بيا ترې پوښتنه کوو چې ايا هغه تيار دى چې يو ګروپ راجمع کړي څو نورې خبرې هم وشي.

پوښتنه کول، دعا وړانديز کول، روحاني خيالونه پېش کول. دا ټولې هغه لارې دي چې مونږ پرې دا عمل شروع کولای شو چې د سلامتۍ سړےومومو.

او هره لاره چې مونږ يې ورسره ومومو، دا په ياد وساتئ چې عیسی وفرمائيل د سلامتۍ سړےهغه څوک دى چې مونږ بايد د شاګرد جوړولو زيات وخت ورسره تېر کړو.

اسان کار دا دى چې دا سوچ وکړو تر ټولو “منصفانه” کار دا دى چې له هر چا سره لږ لږ وخت تېر کړو، برابر برابر. خو عیسی وفرمائيل – او يې وښودل – چې هغه نه غواړي مونږ له هر چا سره سطحي اوسو بلکې له لږو خلکو سره ژوره ملګرتيا وکړو.

عیسی ډېر وخت خلک راجلبول، خو بائبل بيا بيا دا وايي چې عیسی به له ګڼه نه ځان لرې کولو او زيات وخت به يې تېرولو يواځې له خپلو دولسو نژدې پېروکارانو سره.

ځينې وختونه داسې هم وو چې عیسی به لا زيات وخت ولګولو يواځې له درېو کسانو سره.

که عیسی، چې ډېر زيات قوت، ډېره انرژي، ډېر اختيار، نظم، عقل، پوهه، درک او رحم يې لرلو، دا غوره وبلله چې خپل وخت ژور پانګونه وکړي يواځې په لږو خلکو کښې، او خپلو شاګردانو ته يې هم همدا وفرمائيل، نو ايا دا سمه نه ده چې مونږ هم د هغه پوره طريقه تعقيب کړو او له نورو سره يې شريکه کړو؟

د سلامتۍ سړے.

هغه اسانه نه موندل کېږي – کېدې شي له زر کسانو يو. خو د پټ خزانې په شان چې د لټون ارزښت لري، د خدای د کورنۍ په زياتولو کښې د هغوی ارزښت نه شي تلل کېدای.

بحث

(10 min)

  1. آيا داسې څوک چې “بد نوم” ولري (لکه د سامري ښځه يا هغه سړی چې په ګدارينو کښې پېريان پکې وو) رښتيا هم د سولې يو کس کېدیشې؟ ولې يا ولې نه؟
  2. ستاسو شاوخوا کومه ټولنه يا د ټولنې کومه برخه ده چې داسې ښکاري هلته د خُدائ د بادشاهۍ موجودګي ډېره لږه (يا هېڅ) نه ده؟
  3. د سولې يو کس (يو داسې څوک چې خلاص، مېلمه پال، د نورو سره بلد او شريکوونکی وي) څنګه کولی شي په هغه ټولنه کښې د زېرې خپرېدل تېز کړي؟

فعالیت

(10 min)

د دعا طريقه

د دعا د کولو طريقه

دا طريقه تاسو ته پنځه لارې ښيي چې د خلکو د پاره دعا وکړئ:

جسم – صحت

کار – روزګار او پيسې

احساسات – حوصله او مورال

اړيکې) – کورنۍ او ملګري

روحاني) – خدائ پېژندل او ورسره مينه زياتول

فعالیت

(90 min)

د دعا سفر

څلور سرچينې چې ستاسو دعا رهبري کولے شي:

څه وينئ؟که د ماشوم لوبه وګورئ، د سيمې ماشومانو او کورنيو د پاره دعا وکړئ۔

تاسو څه پوهېږئ؟که سيمه کښې جرم يا ظلم وي، د دې د پاره دعا وکړئ چې خدائ مداخله وکړي۔

پاک روح ستاسو زړه کښې يو فکر راولي۔واورئ او دعا وکړئ۔

کوم آيت چې ستاسو ذهن ته راشي، د هغه مطابق دعا وکړئ۔

پينځه زيان چرته چې په دعا کښې د توجو ضرورت وى:

د حکومت مرکزونه ولټوئ او هلته ودريږئ او دعا پې وکړئ، لکه عدالتونه، کمېشن ودانۍ، يا د قانون نافذ کوونکو ادارو دفترونه۔د سيمې د حفاظت د پاره دعا وکړئ۔د انصاف د قائمېدو د پاره دعا وکړئ۔د مشرانو د پاره دعا وکړئ چې خدائ ورته خپل حکمت ورکړي او داسې فيصلې وکړي چې د هغه د خوښې مطابق وي۔

تجارتي مرکزونه ولټوئ لکه مالي ضلعې، مارکيټونه او شاپنګ علاقې، او هلته دعا وکړئ۔د صادقانه او راستې سرمايه کارۍ د پاره دعا وکړئ۔د وسايلو د ښه او امانتدار استعمال د پاره دعا وکړئ۔د اقتصادي انصاف او د کار موقعو د پاره دعا وکړئ۔د داسې سخي او خدائيې خلکو د پاره دعا وکړئ چې انسانان له فايدې نه مخکې ګڼي۔

تعليمي مرکزونه ولټوئ لکه سکولونه، انتظامي دفترونه، فني تربيتي مرکزونه، کميونټي کالجونه او پوهنتونونه، او هلته دعا وکړئ۔د صادق او ايمانداره استاذانو د پاره دعا وکړئ چې د خدائ حقيقت تعليم کړي او د زده کوونکو ذهنونه وساتي۔دعا وکړئ چې خدائ هر هغه کوشش کښې مداخله وکړي چې دروغ يا ګډوډي خپروي۔دعا وکړئ چې دا ادارې داسې هوښيار خلک راوباسي چې د خدمت او مشرتابه زړه ولري۔

د ابلاغ مرکزونه ولټوئ لکه راډيو سټېشنونه، ټي وي سټېشنونه او اخبار خپروونکي ادارې۔دعا وکړئ چې د خدائ قيصه او د هغه د پيروانو ګواهى دې ښار او نړۍ ته ورسي۔دعا وکړئ چې د خدائ پيغام د هغه په وسيله د ډېرو خلکو تر غوږونو ورسي او د خدائ خلک د هغه کار وويني۔

روحاني مرکزونه ولټوئ لکه کليساګانې، جوماتونه يا مندرونه، او هلته دعا وکړئ۔دعا وکړئ چې هر روحاني لټون کوونکى دې په عيسى کښې امن او تسلي ومومي،او د هر ډول غلط تعليم يا دروغجن مذهب له ګمراهۍ نه وساتل شي۔

دعا

(5 min)

مخکې له دې چې د دعا ګرځېدو د پاره ووځئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې د خپلې ډلې سره دعا وکړئ تر څو خپل يوځای وخت پای ته ورسوئ.

د خُدائ شکر ادا کړئ چې هغه ورک شوي، وروستي او کمزوري خلک مينه کوى — زمونږ په شمول!

د هغه نه وغواړئ چې ستاسو زړه او د هغو خلکو زړونه تيار کړي چې ستاسو د ګرځېدو په وخت کښې به ورسره مخ شئ تر څو د هغه کار ته خلاص وي.

Take a Break

عمومي کتنه

(1 min)

په دې غونډه کښې به مونږ دا مفاهيم واورو او پرې به بحث وکړو:

او دا وسايل به هم خپل وسايلو بکس کښې زيات کړو:

  • د امن سړی او دا څنګه پيدا کړو
  • وفاداري د علم نه غوره ده
  • د‎ BLESS ‎دعا طريقه
  • دعا ګرځېدل او دا څنګه وکړو
  • ‎3/ ‎ډلې سيکنډ طريقه

READ

(5 min)

وفاداري د علم نه غوره ده

وفادارى يا ايماندارى

په دې سيشن کښې، مونږ به زده کړو چې وفادارى د روحاني پخوالې لپاره يو ډېر ښه معيار دی د علم او تربيت نه هم زيات۔ نن په کليسا کښې دوه داسې خيالات شته چې ډېرې ستونزې يې پيدا کړې دي۔

لومړی خيال دا دی چې د يو کس روحاني پخوالي د خدائ د کلام د علم سره تړلې ده۔ هغوی داسې سلوک کوي لکه چې سم عقيده يعنې ارتھوډوکسي، د ايمان ښه معيار وي۔

دويم خيال دا دی چې د مشرتابه صلاحيت د خدمت شروع کولو نه مخکې بشپړې روزنې ته اړتيا لري۔ هغوی داسې ګڼي لکه چې مکمل علم د خدمت کولو ښه معيار وي۔

د لومړي خيال ستونزه دا ده چې يوازې په ارتھوډوکسي تکيه کېږي، يعنې يوازې په سم عقيده، ځکه چې شيطان پخپله د هر انسان نه زيات کلام پېژني۔ د خدائ کلام وائي: ته ايمان لرې چې يو خدائ شته۔ ښه ده! شيطانان هم ايمان لري او لړزېږي۔

د روحاني پخوالي ښه معيار دا دی ارتھوپراکسي، يعنې سم عمل۔

مونږ ته پکار دي چې زيات فکر وکړو په اطاعت او شريکولو کښې وفادارۍ باندې، نه دا چې يوازې د خپل علم په بنياد پخوالی اندازه کړو۔

د دويم خيال ستونزه دا ده چې ګنې څوک بايد مکمل تربيت شي بيا مشري وکړي، حالانکې هيڅوک هم کله مکمل نه شي روزل شوی۔

عیسیٰ ځوان مشران واستول چې لا يې ډېر څه زده کول پاتې وو، خو د بادشاهۍ مهم کارونه يې ور وسپارل۔

د خدائ کلام وائي: عیسیٰ خپل دولس رسولان راوغوښتل او هغوی ته يې په ټولو شيطانانو او ناروغيو واک ورکړ۔ بيا يې هغوی ولېږل چې د خدائ د بادشاهۍ زېرى ورکړي او بيماران شفا کړي۔

دا کسان د پطرس د اعتراف نه مخکې لېږل شوي وو چې عیسیٰ نجات ورکوونکی دی، کوم چې مونږ يې د ايمان لومړی قدم ګڼو۔ او لېږل کېدو نه وروسته هم عیسیٰ پطرس څو ځله اصلاح کړ، او وروسته پطرس عیسیٰ نه انکار هم وکړ۔ نور شاګردان هم دا بحث کاوه چې څوک به لوی وي او د خدائ په راتلونکي بادشاهۍ کښې به څه رول لري۔

هغوی ټول لا ډېر څه زده کول، خو عیسیٰ هغوی هغه څه شريکولو ته ولېږل چې يې پوهېدل۔

وفاداري — د علم نه زيات — د عیسیٰ پيروي شروع کولو سره سمدستي شروع کېدلې شي۔کله چې څوک د عیسیٰ پيروي شروع کړي۔

وفاداري — د تربيت نه زيات — په دې اندازه کېږي چې مونږ له ورکړل شوي شيانو سره څه کوو۔

که مونږ واورو، اطاعت وکړو او شريک يې کړو،نو مونږ وفادار يو۔

که مونږ واورو خو اطاعت او شريکول رد کړو،نو مونږ بې وفاداره يو۔

کله چې مونږ شاګردان زياتوو، نو راځئ چې سم شيان اندازه کړو۔

بحث

(10 min)

  1. د خُدائ د هغو حکمونو په باره کښې سوچ وکړئ چې تاسو يې لا دمخه پېژنئ. د هغوی د اطاعت او شريکولو په باره کښې تاسو څومره “وفادار” ياست؟

READ

(75 min)

‎3/ ‎ډلې سيکنډ طريقه

د ۳/۳ ډلې ليکوال

زومې ټرينِګ ته يو ځل پخير راغلئ. په دې سېشن کښې، مونږ به زده کوو چې د ۳/۳ ډلې د ناستې يو طريقه ده چې د عیسی پېروکارانو سره مرسته کوي چې يو بل سره مرسته وکړي څو عیسی ته لا نزدې پاتې شي.

عیسی وفرمائيل – "نو کۀ چرې دوه يا درې تنه چرته هم زما په نوم يو ځائ شى. نو زۀ به د دوئ په مينځ کښې يم " دا يو ډېر زوروره وعده ده، او هر د عیسی پېروکار ته پکار دي چې ترې ګټه واخلي. خو کله چې تاسو د ډلې په توګه راجمع شئ، نو خپل وخت به څنګه تېروئ؟

د ۳/۳ ډله هغه ده چې خپل وخت په درې برخو وېشي چې هغوی وکولای شي عملي تمرين وکړي د هغو مهمو خبرو چې عیسی يې حکم ورکوي.

دا طريقه داسې ده –

د ډلې د وخت لومړۍ برخه شاته کتل دي چې وګورو له وروستي ځل نه تر اوسه څه شوي دي. د ډلې د وخت منځنۍ برخه پورته کتل دي چې د خدائ حکمت او لارښوونه وغواړو د کلام، بحث او دعا له لارې. د ډلې د وخت وروستۍ برخه مخ ته کتل دي چې څنګه هر يو کس هغه څه عملي او ومني چې زده يې کړل.

په دې سېشن کښې ستاسو ډله به رهبري شي د ۳/۳ ډلې د يو لنډ شکل له لارې چې تاسو د حقيقي ژوند د پوره شکل لپاره تيار کړي.

هغه سېشن ياد دی د روحاني ساه اخيستلو؟ ساه واخله – د خدائ خبره واوره. ساه وباسه – هغه څه ومنه او له نورو سره يې شريک کړه. همدا د ۳/۳ ډلې اصل دی.

د ۳/۳ ډله خپل وخت په درې برخو وېشي، چې هغوی تمرين وکړي د خدائ خبره اورېدل او اطاعت کول او شريکول د هغو مهمو خبرو چې عیسی حکم کړې دي.

دا عملي سېشن به لږ زيات له يو ساعت نه وخت واخلي، او په تيزۍ سره به مخ ته ځي. که ستاسو ډله لويه وي يا ژورو بحثونو سره مينه لري، نو ښايي ښه وي چې د ډلې يو کس ته ووايئ چې د ساعت يا ټايمر په وسيله وخت کنټرول کړي.

په حقيقي ژوند کښې به دا ګامونه ورو ورو وي، خو د تمرين پر وخت هڅه وکړئ روان پاتې شئ وخت کم چې رانشي. هيڅ ګام مه پرېږدئ – ټول مهم دي!

په ياد ولرئ، د ۳/۳ ډله د بائبل د مطالعې نه جلا ده – دا قصداً داسې ده! دا تجربه د دې په توګه واخلئ چې د راجمع کېدو نوې طريقه زده کړئ او وګورئ چې خدائ ستاسو د يو ځای وخت لپاره څه ښه پلان کړی دی.

تيار ياست؟ راځئ شروع وکړو!

شاته کتنه

مونږ به د خپل وخت لومړۍ برخه شاته کتو کښې تېروو چې يو د بل خيال وساتو، شکر ادا کړو، خپلې ستونزې شريکې کړو او د ډلې د نورو غړو لپاره دعا وکړو. مونږ به دا هم وګورو چې د ډلې هر يو کس ته دا موقع ورسېده که نه چې هغه څه ومني او شريک کړي چې تېر ځل يې زده کړي وو.

لومړی ګام –"شکر ادا کول"

لږ وخت واخلئ او هر کس ته موقع ورکړئ چې يو داسې شي شريک کړي چې شکر پرې وباسي. دا ويډيو اوس ودروئ او همدا کار وکړئ… لا هم هلته ياست؟ رښتيا، مونږ غواړو چې ويډيو ودروئ، او د خپلې ډلې هر کس ته موقع ورکړئ چې هغه څه شريک کړي چې د خدائ شکر پرې ادا کوي. مونږ به دلته يو کله چې تاسو بېرته راشئ.

دوهم ګام – خپلې ستونزې شريکول» او «يو د بل لپاره دعا کول».

اوس د خپلې ډلې هر کس ته ووايئ چې په لنډ ډول هغه څه شريک کړي چې ورسره مخ دی. بيا بل کس ته ووايئ چې د هغه د خبرو مطابق دعا وکړي. ويډيو ودروئ، بيا شريکول او دعا کول وکړئ.

درېيم ګام – د ډلې تمرکز.»

هر ځل چې تاسو سره راجمع شئ، بايد لږ وخت واخلئ او دا ياد وساتئ چې ولې يو ځای شوي ياست – د خدائ سره مينه کول، د خلکو سره مينه کول، عیسی شريکول، او د نورو سره مرسته کول چې هغه هم شريک کړي.

د ډلې د مشن لپاره د تمرکز ډېرې لارې شته، خو د دې عملي سېشن لپاره يو کس ته ووايئ چې متی ۲۲:۳۷–۳۸ په لوړ غږ ډلې ته ولولي. ويډيو ودروئ، بيا ولوستل وکړئ.

څلورم ګام – جائزہ اخيستل.»

دا هغه برخه ده چې ځينې ډلې غواړي پرې يېږدي، ځکه چې پکې داسې سوالونه کېږي چې کله کله سخت وي.

مهرباني وکړئ، مه يېږدئ.

عیسی خپل پېروکاران دومره مينه کول چې سخت سوالونه يې ترې کول. که مونږ غواړو د عیسی په شان شو، نو مونږ هم بايد يو بل سره دومره مينه وکړو.

په دې ګام کښې، د ډلې هر يو کس به دا رپورټ ورکوي چې ايا هغه د خدائ خبره منلې ده که نه چې تېر ځل يې ترې غوښتنه کړې وه.

په هر زومې سېشن کښې، مونږ دا ژمنې د «مخ ته کتل» په برخه کښې ښودلې دي چرته چې مونږ تاسو ته وايو: ومنئ، شريک کړئ، او دعا وکړئ. مونږ حساب ورکول د «شاته کتل» په برخه کښې ښايو چرته چې هماغه ژمنې بېرته ګورو.

که تاسو تر اوسه په دې ګامونو ډېر وخت نه دی تېر کړی، په ټريننګ کښې، نو دا ښه وخت دی چې شروع يې کړئ.

د خدائ سره د مينې يوه برخه دا ده چې د هغه حکم ومنو. د يو بل سره د مينې يوه برخه دا ده چې د بل سره مرسته وکړو چې د خدائ خبره ومني.

مينه دا معنا لري چې د يو کس ژمنې جدي ونيسو – او په نرمۍ او فضل سره ورته مينه وښايو – دواړه يو ځای.

ويډيو ودروئ او د ډلې هر کس ته ووايئ چې لاندې سوالونو ته جواب ووايي:

تر اوسه مو څه زده کړي، هغه څنګه مو عملي کړي دي؟

تاسو چا ته دا خبرې ښودلې دي؟

تاسو له چا سره خپله قيصه يا د خدائ شريکه کړې ده له هغې ورځې راهيسې چې يو ځای وو؟

اوس چې مونږ د خپلې ۳/۳ ډلې د «شاته کتل» برخه ختموو، دا يوه مشوره ده چې ستاسو سېشن نور هم ښه کړي:

د زومې روزنيزه مشوره

ځينې وختونه په ډله کښې، يو کس زياتره ټول وخت خبرې کوي.

دا مه پرېږدئ چې داسې وشي. د ډلې هر يو کس ارزښت لري، نو يقيني کړئ چې هر يو ته د خبرو موقع ورکړل شي.

که نور خلک خبرې نه شي کولای، په نرمه له هغه کس نه وغواړئ چې ډېرې خبرې کوي

چې هر يو کس ته د اورېدو موقع ورکړي.

پورته کتنه

د خپل وخت د منځنۍ برخې پر مهال، مونږ د خدائ روح القدس ته بلنه ورکوو چې زموږ ډله رهبري کړي چې د خدائ کلام ښه درک کړو.

مونږ به د بائبل يو برخه په لوړ غږ ولولو او بيا به د ډلې په توګه څو ساده سوالونه وکړو او جواب به ورکړو چې د خدائ مقصدونه او پلانونه ښه درک کړو.

لومړی ګام – د خدائ روح القدس ته بلنه ورکول چې رهبري وکړي

يوه شېبه دعا وکړئ. له خدائ سره په ساده او لنډ ډول خبرې وکړئ. هغه روح القدس نه وغواړئ چې د له هغې برخې نه تاسو ته سبق درکړي چې تاسو يې اوس لوستل غواړئ.

دوهم ګام – د خدائ کلام لوستل او سوالونه کول

د ډلې يو کس ته ووايئ چې د بائبل نه ولوستل وکړي. د دې عملي سېشن لپاره، لوقا ۱۸:۹–۱۴ ولولئ. کله چې لوستل ختم شي، ډله دې دې دوه سوالونو ته جواب ووايي:

په دې برخه کښې تاسو ته څه ښه ولګېدل؟

کوم څه تاسو ته ګران يا مشکل ښکاره شول؟

که ستاسو په ډله کښې داسې خلک وي چې ښه لوستل نه شي کولای يا د اورېدو له لارې ښه زده کوي – نو يقيني کړئ چې دا برخه لږ تر لږه دوه ځله ولولئ.

ويډيو ودروئ، بيا ولوستل او د سوالونو جواب ورکړئ.

اوس بل کس نه ووايئ چې همدا برخه دويم ځل بيا ولولي، بيا دې ګروپ دا دوه سوالونه جواب کړي:

مونږ د دې برخې نه د خلکو په باره کښې څه زده کولې شو؟

مونږ د دې برخې نه د خدائ په باره کښې څه زده کولې شو؟

ياد ساتئ، هماغه متن ته محدود اوسئ او خبره ساده وساتئ!

دا زمونږ د 3/3 ګروپ د پورته کتل برخه ختمه شوه، او دلته يو څيز دے چې ستاسو سېشنونه نور هم ښه کړي:

زومى کوچنګ ټِپ

کله چې تاسو د خدائ کلام مطالعه کوئ، استادانو يا رايو په ځاى نو د نورو کتابونو، د خدائ په خبرو توجه وکړئ۔ د دې په ځاى چې دا پوښتنه وکړئ، ستا خيال څه دے چې دا څه مطلب لري؟” دا پوښتنه وکړئ: “دا برخه څه وايي؟”

که ستاسو په ګروپ کښې څوک د تعليم ورکولو شوق لري، چې د خدائ روح القدس او کامل کلام کولې شي ټول ګروپ ته تعليم ورکړي۔ مونږ ټول دلته يو، چې يو ځاى زده کړه وکړو۔ او د خاموشئ يا وقفي نه مه يرېږئ۔ خدائ حتٰی په چوپتيا کښې هم کار کوي۔

د هغه په کلام تمرکز وساتئ، هماغه متن ته وفادار اوسئ، او په خدائ باور ولرئ چې پاتې کار به هغه پخپله وکړي۔

راتلونکي ګامونه

د وخت وروستۍ درېيمه برخه کښې، مونږ به مخکښې ته پام وکړو، چې څنګه مونږ د خدائ د خبرو او تعليم په وسيله نور خکل تابعداره او ټرين کولے شو

هر کس د ګروپ کښې د خدائ نه څو ساده سوالونه کوي او بيا د دعا په حالت کښې د هغه جواب ته انتظار باسي۔ بيا مونږ خپلې ژمنې شريکې او عملي کوو او په ګډه دعا سره وخت ختموو۔

قدم ۱ – د خدائ مقصد لپاره دعا

د ګروپ هر کس دې په خاموشه دعا وکړي او د خدائ نه دا سوالونه وکړئ:

اے خدائه، زه څنګه اطاعت او عمل وکړم پر هغه څه چې ته ما ته ښايې؟

زه د دې برخې نه څوک وروزم چې هغه هم اطاعت او تا سره مينه زياته کړي؟

ته غواړې چې زه خپله شاهدي يا د عيسى زېرى د چا سره شريک کړم؟

Pause وکړئ او بيا دعا وکړئ۔

د خدائ روح القدس نه دا وغواړئ چې تاسو ته ځانګړي جوابونه، ځانګړي نومونه، او ځانګړي قدمونه وښيي تر هغه وخته پورې چې ګروپ بيا سره راټولېږي۔

قدم ۲ – ژمنې راټولول

د ګروپ هر کس نه وپوښتئ چې د هر سوال په جواب کښې هغه د خدائ نه څه واورېدل۔

کېدې شي چا د خدائ نه څه نه وي اورېدلي په يو، دوه، يا درې واړو سوالونو کښې۔ هغه يواځې دا ووايي چې ما څه نه دي اورېدلي۔

خو دا ياد ساتئ، ګروپ ته پکار ده چې د خدائ اواز واوري۔ عيسى وفرمائيل: "زما ګډې زما آواز اورى" او څومره چې ستاسو د اطاعت قدمونه واضح وي، هغومره به اسانه وي چې تر بل ملاقات پورې پرې عمل وکړئ۔

ودرويږئ او هغه څه شريک کړئ چې تاسو اورېدلي دي۔

قدم ۳ – خپل منصوبه عملى کول

مخکې له دې چې وخت ختم کړئ، خپل 3/3 ګروپ په دوه يا درې کسو واړو وړو ګروپونو کښې تقسيم کړئ او هغه څه تمرين کړئ چې خدائ تاسو ته د کولو لپاره وئيلي دي۔

ياد ولرئ – تمرین کول اطاعت، روزنه يا شريکول نه دي، خو دا تاسو دې ته تياروي چې دا کارونه نور هم ښه ترسره کړئ۔

هر وړوکی ګروپ دې خپل د تمرين وخت په ګډه دعا سره ختم کړي۔ په ځانګړې توګه د هغو خلکو او پلانونو لپاره دعا وکړئ چې خدائ ستاسو په زړونو کښې ايښي دي۔

که ستاسو په ګروپ کښې اورېدونکي زده کوونکي وي، نو د تمرين د وخت يوه برخه بېله کړئ چې د خدائ د کلام هغه برخه بيا ولولئ دا به ټول ګروپ سره مرسته وکړي چې تر راتلونکي ملاقات پورې له نورو سره شريکولو ته تيار شي۔

Pause وکړئ، بيا په ګروپونو کښې ووېشئ او تمرين او دعا وکړئ۔ هر څوک چې ځانګړې ژمنې نه لري، هغه دې خپله شاهدي يا د خدائ کيسه شريکولو تمرين وکړي۔

کله چې ګروپ بيا يو ځاى راټولوئ، نو لږ وخت د خوشحالۍ لپاره وباسئ! تاسو د پورته کتل برخه پوره کړه او اوس مو د 3/3 ګروپ ټول مېتھډ تمرين کړے دے۔

راتلونکو سېشنونو کښې ستاسو ګروپ به د دې ويډيو لارښود نه بغېر هم دا عمل جاري ساتي۔ باور وکړئ چې وار وار بدلوئ او نورو ته هم موقع ورکړئ چې ګروپ رهبري کړي۔ تاسو ته د لوې استاد کېدو ضرورت نشته، بس دا ساده قدمونه فالو کړئ۔

د تللو نه مخکښې، يو بل وړانديز هم واورئ چې ستاسو سېشنونه نور هم ښه کړي:

زومى کوچنګ ټِپ

په ټوله دنيا کښې، 3/3 ګروپونه ډېر وخت د رباني دسترخوان شريکوي، يا يو ځاى ډوډۍ او عامې خبرې هم کوي۔

خدائ مونږ ته دا شان رفاقت ورکړے دے – ارادي زده کړه او وده او ارادي ژوند او تعلقات چې مونږ مضبوط کړي، حوصله راکړي، او مونږ د هغه د زوي، عيسى، په شان جوړ کړي۔

او همدومره – اوس ستاسو ګروپ درې واړه برخې تمرين کړې دي – شاته وګوره چې وګورو څه مو تر لاسه کړي د تېر ملاقات نه پس، پورته وګوره چې دا درک کړو چې خدائ مونږ ته څه ښودل غواړي، او مخکښې چې عمل وکړو پر هغه څه چې خدائ زمونږ په زړونو کښې ايښي دي،

ډلې 3/3 يوه ساده او عملي طريقه ده چې زمونږ د عيسى په شان جوړېدو کښې مرسته کوي۔

بحث

(10 min)

  1. آيا تاسو د 3/3 ډلې او هغه بائبل مطالعې يا وړې ډلې تر منځ کوم فرقونه وليدل چې تاسو پخوا برخه پکې اخستې وه (يا يې په باره کښې مو اورېدلي وو)؟ که هو، نو دا فرقونه به په ډله څنګه اغېزه وکړي؟
  2. آيا د 3/3 ډله يوه ساده کليسا بلل کېدیشې؟ ولې يا ولې نه؟

بيا کتنه

(1 min)

هغه مفاهيم چې په دې غونډه کښې واورېدل شول:

هغه وسايل چې په دې غونډه کښې واورېدل شول:

  • د امن سړی او دا څنګه پيدا کړو
  • وفاداري د علم نه غوره ده
  • د‎ BLESS ‎دعا طريقه
  • دعا ګرځېدل او دا څنګه وکړو
  • ‎3/ ‎ډلې سيکنډ طريقه

NEXT STEP

اطاعت وکړئ

دا هفته وخت تېر کړئ چې د هغه ژمنو په بنياد اطاعت وکړئ، روزنه ورکړئ او شريکول وکړئ کومې چې تاسو د 3/3 ډلې د تمرين په وخت کړې دي.

شريک کړئ

دعا وکړئ او د خُدائ نه وپوښتئ چې هغه غواړي تاسو د 3/3 ډلې بڼه د چا سره شريکه کړئ مخکې له دې چې ستاسو ډله بيا سره راټوله شي. د تلو نه مخکې د دې کس نوم د خپلې ډلې سره شريک کړئ.

ژوره غونډه4

چک اِن

(1 min)

ګډونوال او اسانتيا ورکوونکی دې چک اِن وکړي.

Or zume.training/checkin and use code: 4329

دعا

(5 min)

دعا وکړئ او د خُدائ شکر ادا کړئ د دې د پاره چې ډله د حضرت عيسى د وفادارې پيروی کولو ژمنه لري، او د خُدائ روحُ القُدس ته بلنه ورکړئ چې ستاسو وخت يوځای رهبري کړي.

عمومي کتنه

(1 min)

په دې غونډه کښې به مونږ دا مفاهيم واورو او پرې به بحث وکړو:

او دا وسايل به هم خپل وسايلو بکس کښې زيات کړو:

  • د بالغېدونکو شاګردانو د پاره د ټرينِګ عمل (چکر)
  • د مشرانو ډله
  • ‎3/ ‎ډلې سيکنډ طريقه
  • ‎3/ ‎ډلې سيکنډ طريقه

READ

(5 min)

د بالغېدونکو شاګردانو د پاره د ټرينِګ عمل (چکر)

د ټرينِګ عمل (چکر)

په دې سيشن کښې، مونږ به د روزنې چکر زده کړو چې شاګردان له يو نه ډېر ته رسوي او يو مشن په يو تحريک بدلوي۔

کيديشې تا کله سائيکل چلول زده کړي وي؟ او کيديشې تا بل چا ته هم دا زده کړي وي؟ که داسې وي، نو امکان دی چې ته د روزنې چکر لا پېژنې۔

دا دومره اسانه دی لکه نمونه ورکول، مرسته کول، کتل او پرېښودل۔

شاته سوچ وکړه — د سائيکل چلولو نه وړاندې، ته به خامخا بل څوک ليدلی وي چې سائيکل چلوي۔ دا نمونه ورکول دي۔

نمونه ورکول، مرسته کول، کتل او پرېښودل۔

نمونه ورکول يوازې دا دي چې بل چا ته د کار کولو مثال وښودل شي۔ کله چې يو ماشوم لومړی ځل بل څوک سائيکل چلولو کښې ويني، نو هغه سمدستي خبره درک کړي۔ نمونه ورکول هم همداسې وي — دا ډېر ځله کولو ته ضرورت نه لري، او اکثره وخت يوازې يو ځل کافي وي۔

د خپل لومړي سائيکل سفر ته سوچ وکړه۔ ايا ته يوازې کتل غوښتل؟ او که ته خوشاله وې چې پخپله کوشش وکړې؟ که هېڅ چا تا ته دا موقع نه وای درکړې؟

ډېر زيات نمونه ورکول کيديشې د روزنې عمل ته نقصان ورسوي۔ نمونه ورکول دا دي چې لږ څه وښودل شي او بيا بل ته د کوشش موقع ورکړل شي۔ نو ستا په لومړي سائيکل سفر کښې څه وشول؟ ايا هغوی يوازې سائيکل درکړ او لاړل؟

نه، داسې نه وي۔ کله چې زياتره خلک سائيکل چلول زده کوي، نو څوک ورسره د لومړيو پيدلونو پورې ولاړ وي۔ ورسره روان وي او سمه لار ورښيي۔

دا مرسته کول دي۔ نمونه ورکول، مرسته کول، کتل او پرېښودل۔

مرسته کول دا دي چې زده کوونکي ته د مهارت تمرين کولو اجازه ورکړل شي

خو دا يقيني کړل شي چې لوېدنه ډېره سخته نه وي۔ مرسته کول د نمونه ورکولو نه زيات وخت اخلي، خو ډېر اوږد نه۔ پکې لږ لاس نيول، لارښوونه او روزنه شامله وي، خو دا يوازې د بنيادي شيانو انتقال دی۔ دا د کمال خبره نه ده،

دا د پيدل وهلو خبره ده۔ تصور وکړه څوک ستا ترڅنګ منډه وهي هغوی به ډېر وخت دوام ونه کړي، او ته به توازن زده نه کړې۔

مرسته کول دا دي چې څوک روان کړل شي

او لږه ازادي ورکړل شي چې خپله لار ونيسي۔

او کله چې هغوی روان شي، نو هغوی د بل زده کوونکي لپاره هم نمونه ګرځي۔ حتی کله چې د بل چا لاس په سائيکل نه وي، دا معنا نه لري چې ته يوازې يې۔

اکثره څوک له لرې نظر ساتي — خو د فاصلې نه۔

دا کتل دي۔ نمونه ورکول، مرسته کول، کتل او پرېښودل۔

لیدل په زده کوونکي اثر کوي تر هغې پورې چې هغه په خپل مهارت کښې پوره قابل شي، او بې له دې چې څوک مداخلت وکړي او کنټرول واخلي. د سائيکل چلولو کښې، يو کس زر روانېدلای شي، خو دا ضروري نه ده چې هغه د لارې ټول اصول وپېژني.

کتل دا يقيني کوي چې يو کس به محفوظ وي حتی که څوک هم ورسره نه وي. کتل دا هم يقيني کوي نه يواځې دا چې يو کس پوهېږي څه کول دي، خو دا هم چې هغه به يې عملي کوي – حتی که څوک يې نه ګوري.

د روزنې د دې مرحلې کښې، زده کوونکی وده کوي او نورو ته د ودې لار ښيي… بيا هغه نور هم وده کوي او نورو ته ښيي… او بيا هغه نور هم نورو ته ښيي.

شاګردان چې شاګردان جوړوي، بيا هغه شاګردان نور شاګردان جوړوي. تر درېم او څلورم نسل پورې.

کتل دا يقيني کوي چې زده کوونکی بالغ شي او يواځې تيار نه وي، بلکې قادر هم وي چې نورو سره مرسته وکړي. کتل وخت اخلي. کېدې شي دا لس چنده زيات وخت واخلي د نمونه ښودلو او مرستې کولو نه يوځای. کېدې شي نور هم زيات وخت واخلي. خو دا انتظار تل قيمتي وي. آخرکار – چلونکی يواځې سائيکل چلوي.

دا هماغه څه دي چې پرېښودل ورته وايي. نمونه ښودل، مرسته کول، کتل، او پرېښودل.

پرېښودل د فراغت شان وي. شاګرد استاد شي. کارکوونکی همکار شي. شاګرد دوست شي. د سائيکل چلولو کښې، هغه څوک چې تاسو ته سائيکل چلول درښيي، هغه ستاسو سره هر ځل نه ځي. کله ناکله هغه ستاسو سره ځي. کله ناکله تاسو جلا، يا د نورو سره، يا يواځې ځئ.

پرېښودل دا دي چې چا ته وروستۍ تحفه ورکړې – د آزادۍ تحفه. پرېښودل دا هم دي چې يو کس تيار کړې چې هغه ځای ته ولاړ شي چرته چې تاسو تللي يئ، او ورسره دا هم وهڅوې چې هغه ځای ته هم ولاړ شي چرته چې تاسو لا نه يئ رسېدلي.

نمونه ښودل، مرسته کول، کتل، او پرېښودل. د روزنې دوره.

له يو نه تر ډېرو پورې. له يو مشن نه تر يو تحريک پورې.

بحث

(10 min)

  1. آيا تاسو کله د ټرينِګ د دورې برخه پاتې شوي ياست؟
  2. تاسو څوک روزلي دي؟ يا چا تاسو روزلي ياست؟
  3. آيا يو کس د مختلفو مهارتونو د زده کولو په وخت کښې د ټرينِګ د دورې په مختلفو مرحلو کښې کېدیشې؟
  4. . داسې روزنه به څنګه ښکاره شي؟

فعالیت

(90 min)

۳/۳ ډلې (مکمل تفصيل)

د QR کوډ سکين کړئ.

شاته وګورئ — د تېرې سيکنډ د اطاعت، ټرينِګ او شريکولو ننګونې وکاروئ تر څو يو بل سره چک اِن وکړئ. (۳۰ مينټ)

پورته وګورئ — د مرقس ۵:۱-۲۰ د خپلې ډلې د لوستلو برخه وکاروئ او د “پورته کتل” برخه کښې ۱-۴ پوښتنو ته ځوابونه ورکړئ. (۳۰ مينټ)

مخ ته وګورئ — د “بره کتل” برخه کښې ۵، ۶ او ۷ پوښتنې وکاروئ تر څو دا وټاکئ چې تاسو به څنګه اطاعت، روزنه او شريکول کوئ. (۳۰ مينټ)

شاته کتل

١ قدم - شکر ادا کول

هر غړى دې ووايي چې د څه د پاره شکر ادا کوي۔

قدم ۲ – خپل مشکلات شريکول او د يو بل د پاره دعا کول

هر غړى دې خپل مشکل شريک کړي، بل غړى دې د هغه د پاره دعا وکړي۔

قدم ۳ – د ډلې توجه يو ځاى کول

ياد کړئ ولې يو ځاى شوي يئ:خدائ سره مينه کول،نورو سره مينه کول،عيسى شريکول،او نورو سره مرسته کول چې هغه هم شريک کړي۔

قدم ۴ – حال معلومول (چک اِن کول)

هر غړى دې ځواب ورکړي:

تر اوسه مو څه اطاعت کړي؟

چا ته مو روزنه ورکړې؟

چا سره مو خپله قيصه يا د خدائ قيصه شريکه کړې؟

بره کتل

قدم ١ – روح القدس ته ووائ چى ستاسو لارښودنه وکړى

يوه لنډه دعا وکړئ او له خدائ نه وغواړئ چې سبق درکړي۔

قدم ۲ – د خدائ کلام لوستل او پوښتنې کول

يو کس دې د بائبل نه برخه ولولي۔

بيا دا پوښتنې ځواب کړئ:

څه مو خوښ شول؟

څه درته ګران وو؟

بيا هماغه برخه بيا ولولئ او دا پوښتنې ځواب کړئ:

د خلکو په باره کښې څه زده کوو؟

د خدائ په باره کښې څه زده کوو؟

ساده پاتې شئ او د هماغه برخې سره ودرېږئ۔

مخښکى کتل

قدم ۱ – د خدائ د مقصد د پاره دعا کول

هر غړى دې په خاموشه دعا کښې دا پوښتنې وکړي:

زه دا څنګه عملي او اطاعت کړم؟

چا ته روزنه ورکړم؟

چا سره خپله شاهدي يا د عيسى ښه زېرى شريک کړم؟

د پاک روح نه خاص نومونه او خاص قدمونه وغواړئ۔

قدم ۲ – وعدې راټولول

هر غړى دې ووايي چې څه يې واورېدل۔که څوک څه وانه اوري، هغه دې هم ووايي۔عيسى وفرمائيل: “زما مېږې زما آواز اوري.”څومره چې قدمونه خاص وي، هومره عملي کول يې اسانه وي۔

خو دا خبره په ياد وساتئ چې ډله بايد د مالک نه واوري۔ عيسى وفرمائيل، “زما ګډى زما آواز اورى.” او څومره چې ستاسو د اطاعت قدمونه واضح او خاص وي، هومره به دا اسانه وي چې د راتلونکي ملاقات نه مخکې پې عمل وکړئ۔

قدم ۳ – خپل پلان عملى کول

د وخت له ختمېدو نه مخکې، ډله دې په دوو يا درې کسانو کښې ووېشل شياو هغه څه دې عملى کړي چې خدائ ترې غوښتلي دى۔

بحث

(10 min)

  1. د 3/3 ډلې په باره کښې تاسو ته تر ټولو ښه څه خوښ شول؟ ولې؟
  2. تر ټولو سخته برخه کومه وه؟ ولې؟

بيا کتنه

(1 min)

هغه مفاهيم چې په دې غونډه کښې واورېدل شول:

هغه وسايل چې په دې غونډه کښې واورېدل شول:

  • د بالغېدونکو شاګردانو د پاره د ټرينِګ عمل (چکر)
  • د مشرانو ډله
  • ‎3/ ‎ډلې سيکنډ طريقه
  • ‎3/ ‎ډلې سيکنډ طريقه

Take a Break

عمومي کتنه

(1 min)

په دې غونډه کښې به مونږ دا مفاهيم واورو او پرې به بحث وکړو:

او دا وسايل به هم خپل وسايلو بکس کښې زيات کړو:

  • د بالغېدونکو شاګردانو د پاره د ټرينِګ عمل (چکر)
  • د مشرانو ډله
  • ‎3/ ‎ډلې سيکنډ طريقه
  • ‎3/ ‎ډلې سيکنډ طريقه

READ

(5 min)

د مشرانو ډله

د مشرانو ډله

په دې حصه کښې به مونږ، زده کوو چى څنګه د مشرانو ډله په لږ وخت کښې پېروکار تياروى چى د ټول عمر د پاره مشران جوړ شى.

يو نه دوه کيږى دوه نه څلور شى څلور نه اته شى. دغه شان کسان زياتيږى. د نسل زياتيدل. مشتريکه وده.

دا هغه څيز دے چې خُدائ پاک په خپل تخليق کښې ايښے دے۔ دا هم هغه طريقه ده چى خدائ پاک غواړى چى د هغه کورنۍ هم دغسې وده وکړى. مونږ ده مخکښې نه د 3/3 طريقه زده کړې ده. کم چى مونږ مصرف کوونکى پيدا کوونکى جوړوى،زده کونکى مشران جوړوى او شاګردان نوى شاګردان جوړونکى جوړوى.

شاته کتل پورته کتل مخکښې کتل زده کول – عمل کول – بيا مخکښې شريکول.

دا طريقه چې خلک پکې يو ځاے کيږى د هر ايماندار په ژوند کښې مسلسل روحاني وده پيدا کوى او د عيسې مسيح د پېروکارو په ډله کښې مسلسل روحانى وده پيدا کوى. دا طريقه شاګردان زياتوى۔

خو که يو ډله صرف د لږ وخت د پاره يو ځاے وى، نو آيا بيا هم د خُدائے بادشاهى وده کولى شى او زياتيدے شى؟ د مشرانو ډلې د دې د پاره يوه طريقه ده چى د ٣/٣ عملى شى کله چې تاسو ته معلومه وى چې د ډلى يو ځاے پاتې کېدو وخت محدود دے۔

د مشرانو ډله په لګ وخت کښې د خلکو تربيت کوى يا هغوئ تياروى چې د ودې هغه طريقې زده کړى چې د ټول عمر د پاره پاتې کيږى۔ د مشرانو ډله د شاګردانو مرسته کوى چى مشران جوړ شى. چې بيا هغوئ مخکښې نوې ډلې شروع کړى، او نوى کليسياګانې جوړې کړى، او نو د مشرانو ډلې جوړې کړى چى د خدائ کورنۍ وده وکړى.

د مشرانو ډلى په هغه وخت ډېر ښه کار کوى کله چې هغه د يو ګروپ په شکل کښې وى۔

کوچيان، زده کوونکى، د فوج کسان، عارضى مزدوران کوم چې د عيسې مسيح پېروى کوى هغوى د مشرانو په ډله کښې ډير ښه کار کوى. د خپل کلتور، د خپلې دندې يا د ژوند د پارهکيديشى چې دا د هغوى د پاره ګرانه وى، چې يو مستقل ډله جوړه کړى، خو هغوى د دې د پاره تيارولے شو چى هغوې چرته هم ځى نو څنګه ډلې جوړولے شى.

د مشرانو ډله هغه وخت هم ښه کار کوى

کله چې ډير خلک په يو وخت ايمان راوړى۔ يوه کورنۍ، د ملګرو ډله، او يا يو وړوکے شان کلے.. دوى مونږ په لګ وخت کښے تيارولے شو چى هغوئ ټول عمر دا کار جارى وساتى. تر دى که انفرادى فالو اپ يا روحانى کوچنګ هم نه وى۔

ددې نه مخکښې حصه کښې (سيشن) مونږ د 3/3 طريقې وروستۍ دوه حيصې زده کړې وې او عملى کړې وې۔ اوس به مونږ ټول طريقې عملى کړو. درې واړه حيصې شاته کتل، پورته کتل، مخکښې کتل.

بحث

(10 min)

  1. آيا تاسو د حضرت عيسى د پيروکارانو داسې يوه ډله پېژنئ چې لا دمخه سره راټولېږي يا چمتو وي چې سره راټولې شي او د مشرانو ډله جوړه کړي تر څو د زومى روزنه زده کړي؟
  2. د هغوی د يو ځای کولو د پاره به څه ته ضرورت وي؟

فعالیت

(90 min)

۳/۳ ډلې (مکمل تفصيل)

د QR کوډ سکين کړئ.

شاته وګورئ — د تېرې سيکنډ د اطاعت، ټرينِګ او شريکولو ننګونې وکاروئ تر څو يو بل سره چک اِن وکړئ. (۳۰ مينټ)

پورته وګورئ – د اعمالو ۲:۴۲-۴۷ برخه د خپلې ډلې د لوستلو د پاره وکاروئ او د ۱ نه تر ۴ پوښتنو ځوابونه ورکړئ. (۳۰ مينټ)

مخ ته وګورئ – د ۵، ۶ او ۷ پوښتنو نه استفاده وکړئ تر څو دا جوړ کړئ چې تاسو به څنګه اطاعت، روزنه او شريکول کوئ. (۳۰ مينټ)

شاته کتل

١ قدم - شکر ادا کول

هر غړى دې ووايي چې د څه د پاره شکر ادا کوي۔

قدم ۲ – خپل مشکلات شريکول او د يو بل د پاره دعا کول

هر غړى دې خپل مشکل شريک کړي، بل غړى دې د هغه د پاره دعا وکړي۔

قدم ۳ – د ډلې توجه يو ځاى کول

ياد کړئ ولې يو ځاى شوي يئ:خدائ سره مينه کول،نورو سره مينه کول،عيسى شريکول،او نورو سره مرسته کول چې هغه هم شريک کړي۔

قدم ۴ – حال معلومول (چک اِن کول)

هر غړى دې ځواب ورکړي:

تر اوسه مو څه اطاعت کړي؟

چا ته مو روزنه ورکړې؟

چا سره مو خپله قيصه يا د خدائ قيصه شريکه کړې؟

بره کتل

قدم ١ – روح القدس ته ووائ چى ستاسو لارښودنه وکړى

يوه لنډه دعا وکړئ او له خدائ نه وغواړئ چې سبق درکړي۔

قدم ۲ – د خدائ کلام لوستل او پوښتنې کول

يو کس دې د بائبل نه برخه ولولي۔

بيا دا پوښتنې ځواب کړئ:

څه مو خوښ شول؟

څه درته ګران وو؟

بيا هماغه برخه بيا ولولئ او دا پوښتنې ځواب کړئ:

د خلکو په باره کښې څه زده کوو؟

د خدائ په باره کښې څه زده کوو؟

ساده پاتې شئ او د هماغه برخې سره ودرېږئ۔

مخښکى کتل

قدم ۱ – د خدائ د مقصد د پاره دعا کول

هر غړى دې په خاموشه دعا کښې دا پوښتنې وکړي:

زه دا څنګه عملي او اطاعت کړم؟

چا ته روزنه ورکړم؟

چا سره خپله شاهدي يا د عيسى ښه زېرى شريک کړم؟

د پاک روح نه خاص نومونه او خاص قدمونه وغواړئ۔

قدم ۲ – وعدې راټولول

هر غړى دې ووايي چې څه يې واورېدل۔که څوک څه وانه اوري، هغه دې هم ووايي۔عيسى وفرمائيل: “زما مېږې زما آواز اوري.”څومره چې قدمونه خاص وي، هومره عملي کول يې اسانه وي۔

خو دا خبره په ياد وساتئ چې ډله بايد د مالک نه واوري۔ عيسى وفرمائيل، “زما ګډى زما آواز اورى.” او څومره چې ستاسو د اطاعت قدمونه واضح او خاص وي، هومره به دا اسانه وي چې د راتلونکي ملاقات نه مخکې پې عمل وکړئ۔

قدم ۳ – خپل پلان عملى کول

د وخت له ختمېدو نه مخکې، ډله دې په دوو يا درې کسانو کښې ووېشل شياو هغه څه دې عملى کړي چې خدائ ترې غوښتلي دى۔

بيا کتنه

(1 min)

هغه مفاهيم چې په دې غونډه کښې واورېدل شول:

هغه وسايل چې په دې غونډه کښې واورېدل شول:

  • د بالغېدونکو شاګردانو د پاره د ټرينِګ عمل (چکر)
  • د مشرانو ډله
  • ‎3/ ‎ډلې سيکنډ طريقه
  • ‎3/ ‎ډلې سيکنډ طريقه

ژوره غونډه5

چک اِن

(1 min)

ګډونوال او اسانتيا ورکوونکی دې چک اِن وکړي.

Or zume.training/checkin and use code: 5451

دعا

(5 min)

دعا وکړئ او د خُدائ شکر ادا کړئ چې د هغه لارې زمونږ د لارو نه جلا دي او د هغه خيالونه زمونږ د خيالونو نه جلا دي. د هغه نه وغواړئ چې ستاسو د ډلې هر غړي ته د مسيح ذهن ورکړي — چې همېشه د خپل آسماني پلار په کار تمرکز ولري. د روحُ القُدس نه وغواړئ چې ستاسو وخت يوځای رهبري کړي او دا تر ټولو غوره غونډه وګرځوي.

شا ته وګورئ

(5 min)

د شروع کولو نه مخکې لږ وخت واخلئ چې شا ته وګورئ.

د تېرې سيکنډ په پای کښې، ستاسو په ډله کښې هر يو کس ته چلنج ورکړل شوی و چې هغه څه عملي کړي چې زده کړي يې دي.

څو شېبې واخلئ چې وګورئ ستاسو ډلې دا هفته څنګه کار وکړ.

عمومي کتنه

(1 min)

په دې غونډه کښې به مونږ دا مفاهيم واورو او پرې به بحث وکړو:

او دا وسايل به هم خپل وسايلو بکس کښې زيات کړو:

  • غير ترتيبي وده ومنئ
  • د زياتېدو رفتار مهم دی
  • همېشه د دوو کليساوو برخه اوسئ
  • په شبکو کښې مشري
  • کوچنګ چک ليست
  • څلور ميدانونه وسیله
  • د نسب نامى نقشه
  • د همځولو د لارښوونې ډلې
  • درې مياشتنی منصوبه

READ

(5 min)

غير ترتيبي وده ومنئ

بې‌ترتيبه

په دې سيشن کښې، مونږ به دا زده کړو چې څنګه د يو خطي (يو په بل پسې) سوچ عادت ماتوو، تر څو د خدائ د بادشاهۍ وده تېزه شي. داسې شاګردان جوړولو لپاره چې نور شاګردان هم زر جوړ کړي، ضروري ده چې دا خبره په ذهن کښې وساتو چې يو وخت کښې ډېر کارونه کېدې شي او دا ضروري نه ده چې هر کار په يو ټاکلي ترتيب کښې وشي.

مونږ ته د غير-ترتيبي ودې طاقت زده کول پکار دي. کله چې خلک د شاګردانو د زياتېدو په حقله سوچ کوي، نو زياتره وخت دا د يو يو قدم عمل ګڼي.

اول دعا. بيا تيارى. بيا د خدائ زيرے شريک کول. بيا شاګردان جوړول. بيا کليساوې جوړول. بيا مشران تيارول. بيا زياتېدل.

کله چې مونږ داسې زده کړو، نو د خدائ د بادشاهۍ وده اسان، خطي او ترتيبي ښکاري. يوه مسئله دا ده چې دا همېشه داسې نه وي. او لويه مسئله دا ده چې دا اکثره وخت تر ټولو ښه طريقه هم نه وي.

دا کرښه د يو انسان ژوند ښيي. دلته د هغه پېدايښت دے. دلته هغه اول ځل د خدائ زيرے اوري. دلته هغه فيصله کوي چې د عیسی پيروي وکړي. دلته هغه اول ځل خپله قيصه او د خدائ قيصه شريکوي او زياتېدل شروع کوي. او دلته د هغه ژوند ختمېږي.

نو له دې ځايه تر دې ځايه—له اول ځل د عیسی په حقله اورېدو نه تر اول ځل شريکولو پورې—دا مونږ يو روحاني نسل بللے شو.

دا هغه وخت دے چې د زياتېدو نه مخکښې تېريږي. دا هغه وخت دے چې د خدائ کورنۍ لويه شي. شاګردي اکثره همداسې ښودلې شي. خو کله چې مونږ د “لويې برکت” طريقه استعمال کړو—نو وګورئ چې څه کېږي.

اوس نو يو نوے شاګرد سمدستي زياتېدل شروع کوي. روحاني نسل لنډ شي. يو بل کس زر د خدائ زيرے اوري. د خدائ کورنۍ تېزه وده کوي. نور خلک د همېشه ژوند لپاره خلاصون مومي.

او دا ټول—يوازې د زياتېدو وخت بدلولو سره. خو که مونږ نور هم وړاندې لاړ شو؟ که څوک لا هم زر زياتېدل شروع کړي؟ که څوک د ايمان راوړلو نه مخکښې شريکول شروع کړي؟ يعنې د اول ځل اورېدو نه پس؟

ځينې خلک تيار وي چې يو ګروپ راجمع کړي او د خدائ د کلام نه زده کړي خبرې له دوستانو او خاندان سره شريکې کړي، حتی د “هو” وئيلو نه مخکښې. که مونږ هغوی ته وښايو چې ګروپ څنګه جوړ کړي، او څه زده کړي شريک کړي، او نور هم همدا کار ته وهڅوي، نو د خدائ کورنۍ لا تېزه وده کوي. اوس شاګردي د عیسی طرف ته يو لاره شي، نه دا چې يوازې د خلاصون نه پس يو کار وي.

دا هغه طريقه ده چې يو خاندان، دوستان، يا حتی يو کلى د عیسی پيروي شروع کړي. خو که څوک لا هم زر زياتېدل وکړے شي؟ که څوک د خدائ لارې شريکې کړے شي د هغه د زوی پېژندلو نه هم مخکښې؟

ځينې وخت يو ګروپ سمدستي د خدائ زيرے اورېدو ته تيار نه وي.

خو دا ګروپ بيا هم د خدائ طريقې زده کولے شي— لکه د ټولنې پرمختګ يا د مشرانو روزنې له لارې. دا ګروپ د خدائ طريقې زياتول شروع کوي— زده کول—اطاعت—شريکول— او نورو ته هم همدا ښودل، حتی د عیسی په حقله اورېدو نه مخکښې.

کله چې دا وشي، نو د خدائ لارې په تيارو زړونو کښې نقش شي. د هغه طريقې د ټولنې او د خلکو په ژوند کښې اوبدل کېږي. بيا کله چې خدائ خپله لاره تياره کړي— نو د خدائ زيرے هغه حقيقت ښکاره کړي چې هغوی له مخکښې نه قبلولو. همداسې يو اداره، يوه ټولنه، يا حتی يو ملک د عیسی پيروي شروع کوي.

غير-ترتيبي وده بيا هم د “څه ضروري دي؟” سوچ غواړي. هره طريقه وي— ښه ځمکه څوک ده چې وفاداره پاتې شي؟ څوک به زده کړي، عمل به وکړي، او د خدائ لارې به شريک کړي؟

د دې ښې ځمکې پېژندل—د دې ښو زړونو موندل— زموږ د هر وخت، طاقت او کوشش لائق دي. همدا هغه خلک دي چې مونږ خپل زړونه ورته ورکوو. همدا هغه خلک دي چې مونږ خپل ژوند ورته ورکوو. همدا هغه خلک دي چې د خدائ بادشاهي تر ټولو ښه وده کوي.

بحث

(10 min)

  1. په دې ويډيو کښې تر ټولو په زړه پورې خيال کوم و چې تاسو واورېد؟ ولې؟
  2. تر ټولو سخته يا ننګوونکې خبره کومه وه؟ ولې؟

READ

(5 min)

د زياتېدو رفتار مهم دی

ګام په ګام تلل

په دې حصه کښې، به مونږ دا زده کوو چى خلک زياتيدل ولې ضرورى دى او ډير زياتيدل د هغې نه هم زات مهم ولې دى. دا حصه د ګام په ګام د تلو په حقله ده. او دا د وخت سره تړون لرن- چې څيزونو څومره تير يا ورو روان دى. ګام په ګام تلل اهميت لرې ځکه چى مونږ به په ابديت کښې داسې زات سره يو څوک چې لامهدوده دے او دا فيصله هم هغه وخت دے چې مونږ ورته ژوند وايو.

د خُدائے کلام مونږ ته وايى چې خُدائے مونږ ته صبر کوى هغه نه غواړى چې هم څوک هلاک شى. بلکې هغه دا غواړى چې هر يو کس هغۀ له واپس راشى او د هغۀ پېروى وکړى۔ خدائ مونږ له وخت راکوى ځکه چې هغه ته پته ده چى مونږ سره لګ وخت دے چى هغۀ کارونونه وکړو د کومو چى هغه حکم راکړے دے چې خلکو ته د هغه کلام ورسوو.

کۀ مونږ غواړى چې د عيسې مسيح پېروى نور هم د نزدې نه وکړو، نو مونږ له پکار دى چې د هغۀ خلکو له ځان تيزئ سره ورسوو. مونږ وخت نۀ شو زايه کولے. مونږ له پکار دى چې خپل ګام تير کړو.

د دنيا کليسيا__ د عيسې مسيح ټول پېروکارو_ دومره زيات دى چې دومره خکښې چرې هم نه وو. د دنيا کليسيا__ د عيسې مسيح ټول پېروکارو_ شمير په دنيا کښې د خکښې په نسبت ډير زيات شوے دے خو دومره د ډيرو پېروکارو په باوجود هم--- د دنيا په کليسيا کښې دومره وده نه کيږى لکه څنګه وده چې په دنيا کښې روانه ده.

د دې مطلب دا دے چې د عيسې پيروکارخو د مخکښې په نسبت ډير دى خو بيا هم د هغه د نۀ منونکو شميره زياته ده او هغوئ به خپل ابدى ژوند د هغه نه جودا تيراوى، داسى ژوند کوم چې نه ختميدونکے دے.

داسې شاګردان جوړول کوم چې نور شاګردان جوړه وى دا ډيره مهيمه خبره ده. شروع د يو شاګرد نه وکړئ۔ که هغه شاګرد هر اتلس مياشتو کښې يو نوے شاګرد جوړ کړى — يعنې پوره يو نيم کال — او بيا هغه نوے شاګرد هم دغه وکړى- نو په لسو کالو کښې به د عيسىٰ مسيح څلور شپيته (64) نوي پېروکاره وى۔

او دغه شپږ څلوېښت پېروکاره بۀ خپل ابدى ژوند مالک خدائ پاک سره تيراوى.

خو که چرې هغوئ دا کار لګ تيز کړى ؟ او که چرې هغوئ ګام لګ تيز واخلى؟

که چرى هغوئ دا کار په څلور مياشتو کښې وکړى کوم چې هغوئ په اتلس مياشتو کښې کيدو او هغه نوى شاګردان هم دغه شان وکړى په راتلونکې ١٠ کالو کښېو نو په کروړونو خلک بۀ عيسې مسيح لۀ راشى.

په دې سوچ وکړئ. ١٠٠ نه هم کم وو خو اوس کروړونه شو

صرف د ګام تيزوله سره.

ده اتلسو مياشتو نه څلورو مي اشتو ته راتلل مطلب چې مونږ څلور چنده تيز شو. خو دا تيزى چې هر شاګرد ته په لسو کلونو کښې لاګو شى — دا مطلب لرى چې د خدائ کورنۍ پنځلس اربه چنده تيزه زياتيږى۔ چرته د ١٠٠ نه هم کم او اوس يو ارب خلک.

ګام تيزاول ډير مهم دى.

خپله ګواهى ورکول او د خدائ قيصه کول او څوک پدې پوها کول چې عيسې مسيح څوک دے دې سره د خدائ کورنۍ وده کوى. او بيا هم دغه خبرى د عيسې مسيح پيروکارو سره شريکول چې هم داسې وکړې دۍ سره د خدائ کورنۍ په تيزئ سره وده کوى. ګام په ګام

لکه څنګه چې خمبيره په اوړو کښې خواريږى.

لکه د زومى په شان.

صرف د ګام تيزولو په وجه.

بحث

(10 min)

  1. رفتار ولې مهم دی؟
  2. د خُدائ د رفتار د لومړيتوب سره ځان برابرولو د پاره تاسو ته په خپل فکر، عمل يا سلوک کښې څه بدلول پکار دي؟
  3. داسې يو کار کوم دی چې تاسو يې د دې هفتې نه پيل کولی شئ او فرق به راولي؟

READ

(5 min)

همېشه د دوو کليساوو برخه اوسئ

د دوو کليساوو برخه

په دې سيشن کښې، مونږ به دا زده کړو چې د عیسی پيروان څنګه د دوو کليساوو برخه کېدې شي چې وده تېزه شي او يو وفادار روحاني کورنۍ په يو مخ په زياتېدو ښاري ايماندارانو بدن بدله کړي. د خدائ په کلام کښې— مونږ زده کوو چې د هغه کامل منصوبه دا ده چې مونږ د يوې روحاني کورنۍ په شان ژوند وکړو. انجيل دا کورنۍ د کليسا په درې شکلونو کښې بيانوي:

نړيواله کليسا—د ټولو ايماندارانو اجتماع چې وو، چې دي او چې به راځي.

سيمه ييزه يا ښاري کليسا—د يو ښار يا د ملک د يوې برخې د ټولو ايماندارانو اجتماع.

ساده کليسا— د ايماندارانو هغه اجتماع چې په يو وړوکي ګروپ کښې راجمع شي لکه په کور يا ودانۍ کښې.

تر ټولو وړوکی ګروپ—دا بنيادي کليسا— هماغه روحاني کورنۍ ده چې يو ځاے ژوند کوي او ښه کار کوي کله چې دا کورنۍ د مياشتو يا کلونو لپاره يو ځاے پاتې شى او کار وکړي.

په همدې وخت کښې، عیسی خپلو پيروانو ته حکم ورکړو چې هغوی بايد پرله پسې نوې روحاني کورنۍ شروع کړي، هغوی د عیسی په شان وروزي، او هغوی ته دا هم وښيي چې نورې روحاني کورنۍ څنګه شروع کړي.

عیسی مونږ ته وفرمائيل— ټول قومونه زما مريدان کړئ او د پلار،د زوئ او د روحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ. او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. نو دا دواړه خبرې څنګه يو ځاے کېدې شي— چې مونږ د يوې کليسا برخه هم اوسو او په عين وخت کښې نوې کليساوې هم شروع کړو؟ دا دواړه څنګه يو وخت ممکن دي؟

تصور وکړئ يوه بنيادي کليسا—صرف څلور کورنۍ. هره جوړه نښه د يوې بېلې کورنۍ استازيتوب کوي چې خپل کور رهبري کوي. دا ټولې جوړې د يوې کليسا برخه دي— دا د هغوی روانه روحاني کورنۍ ده. دا هغه خلک دي چې هغوی ورسره ژوند کوي— ورړونه او خويندې چې هغوی په مينه او ښو کارونو کښې حوصله ورکوي.

خو همدغه جوړې په عين وخت کښې نوې روحاني کورنۍ هم شروع کوي. هغوی په هماغه شان برخه نه اخلي لکه څنګه چې د خپلې وړوکې کورنۍ سره اخلي، خو هغوی نمونه جوړوي او مرسته کوي چې نوې روحاني کورنۍ شروع شي او وده وکړي.

دا تصور وکړئ—صرف يوه کليسا په عين وخت کښې څلور نوې کليساوې شروع کوي. دا هغه رفتار دے چې خدائ خپله کورنۍ ورباندې وده ورکوي. دا هغه طريقه ده چې کليسا خپله رفتار تېزوي.

په يو مخکني سيشن کښې، مونږ د روزنې چکر زده کړ— نمونه، مرسته، کتل او پرېښودل، او مونږ پوهېږو چې دا لومړۍ دوه مرحلې— نمونه او مرسته— بايد زر تر زره بشپړې شي، تر څو نوي پيروان روغ پاتې شي او په ايمان کښې وده وکړي.

نو بيا د اصلي کليسا سره څه کېږي او د هغو څلورو کليساوو سره چې هغوی شروع کړې؟

د نمونې او مرستې له لارې د پيل کولو نه پس،دا جوړې لا دمخه د نوو کليساوو مرسته کړې چې هغوی هم نمونه او مرسته شروع کړي.

اوس د دې څلورو نوو کليساوو لپاره، دا جوړې د کتلو مرحلې کښې دي—د نوو کليساوو پرمختګ ته ګوري او لارښوونه کوي کله چې هغوی نورې کليساوې په خپله نمونه او مرسته سره شروع کوي.

ډېر خلک به دا وس ونه لري چې په يو وخت کښې له يوې زياتې کورنۍ سره نمونه او مرسته وکړي. خو هغوی کولې شي چې پر څو کليساوو نظر وساتي، لارښوونه وکړي او هغوی د نورو لارښودانو سره ونښلوي.

دا معنا لري چې يوه روحاني کورنۍ—يوه وړوکې ګروپي کليسا—کولې شي چې په عين وخت کښې د ډېرو نورو کليساوو په شروع کولو کښې برخه واخلي. دا ډېر ميوه ده.

نو دا ټولې کليساوې چې لويې شي او بيا نورې کليساوې شروع کړي— نو بيا څه کېږي؟ هغوی څنګه يو بل سره تړلي پاتې شي؟ هغوی څنګه د يوې پراخې روحاني کورنۍ په شان ژوند وکړي؟

ځواب دا دے چې دا ټولې ساده کليساوې د يو مخ په لوېدېدونکي بدن د حجرو په شان دي، او دا د يو بل سره يو زائ وى او د ښار يا سيمې کليسا جوړوي.

دا کليساوې يو بل سره تعلق لري. دوی يو شان روحاني DNA لري. دا ټول د يوې لومړۍ زياتېدونکې کورنۍ نه تړلي دي.

او اوس—د لږې لارښوونې سره—دا ټول د يو لوے بدن په شان سره يو ځاے کېږي تر څو نور هم ډېر کار وکړي.

بحث

(10 min)

  1. د يوې ثابتې روحاني کورنۍ ساتلو کومې ګټې دي چې نوې کورنۍ وزېږوي، وده وکړي او زياتې شي، د دې پر ځای چې يوه کورنۍ يوازې لويه شي او بيا د ودې د پاره ووېشل شي؟

READ

(5 min)

کوچنګ چک ليست

د کوچنګ چک لسټ

عیسیٰ مسیح وفرمائيل: "ما تاسو ته دوستان وئيلى دى ځکه چې ما تاسو ته هر هغه څۀ ښکاره کړى دى کوم چې ما د پلار نه اورېدلى دى."

عیسیٰ مسیح مونږ ته دا خبره مونږ ته صرف و نه وئيله،بلکه بيا بيا ئې په خپل عمل سره هم وښودله چې د خداے کورنۍ هغه وخت وده کوى کله چې مونږ د خداے د مرضۍ د پاره

خپل خواهشات پرېښودو ته تيار شو.

د کوچنګ چک لِسټ يو ساده وسيله ده چې تاسو يې د نورو د مرستې د پارهاستعمالوئ شئ لکه د نورور د زومى ټريننګ وسيلو په شان د سلو فهرست يا د ټرېنِګ طريقه.

تاسو په نورو خلکو کښې کوم مهارتونه وينې چى وده پکې کړى ؟ او داسې کوم زيان دى چې کار پکې کول غواړى؟

د کوچنګ چک لِسټ به ستاسو مرسته کړى چې تاسو متوجه پاتې شئ او جى تاسو چرته هم ځئ نو د عیسیٰ مسیح پېروکار د خداے د کورنۍ مشران جوړګړئ.

آو، دا وخت غواړى.

آو، دا قربانى هم غواړى. چې مونږ خپل خواهيشونه د خدائ د پاره پريږدو.

او دا ياد ساتئ ددې هر څۀ ميوه ډيره قيمتى ده.

د کوچنګ چک لِسټ د زومى ټولکيټ يو بل ساده وسيله ده چې تاسو د ستاسو د ژوند مقصد وښئ. د مالک خدائ کار

فعالیت

(20 min)

coachingchecklist

بحث

(10 min)

  1. کومې وسيلې او تصورونه داسې وو چې تاسو احساس کوئ ښه روزنه پرې ورکولی شئ؟
  2. کومې وسيلې او تصورونه داسې وو چې تاسو فکر کوئ روزنه پرې ورکول به درته ګران وي؟
  3. آيا داسې کومې وسيلې يا تصورونه شته چې تاسو غواړئ د چک ليست نه يې زيات يا کم کړئ؟ ولې؟

فعالیت

(5 min)

getacoach

څلور ميدانونه او نسلي نقشې جوړول داسې وسيلې دي چې د وده کوونکو خوځښتونو د خدمت د پاره جوړې شوې دي.

يادونه: د زومى روزونکي موجود دي چې تاسو سره مرسته وکړي دا وسيلې په خپل محلي سيمه کښې عملي کړئ.

څلور ميدانونه

حضرت عيسى اکثره شاګردان د خدمت نه ليرې، ارامو ځايونو ته بيول تر څو وګوري چې کار څنګه روان دی.

څلور ميدانونه د مشرتابه د حجرې له خوا استعمالېږي تر څو د اوسني کار او د خُدائ د بادشاهۍ فعاليت ته وګوري. دا په ځانګړي ډول مشرانو سره مرسته کوى چې خپل کوششونه متوازن وساتي تر څو هېڅ ميدان هېر نه شي.

راتلونکې دوه سلایډونه وګورئ: د ميدانونو تشريح او د څلورو ميدانونو بېلګه.

د ميدانونو تشريح.

بحث

(10 min)

  1. خپل شاوخوا يو تش ميدان وپېژنئ. کومې ټولنې يا د خلکو ډلې دي چې تاسو ورسره تړاو لرئ خو هلته د زېرې هېڅ فعاليت نشته؟
  2. که له ميدانونو نه يو له پامه وغورځول شي، نو د اوږدې مودې وده به څنګه اغېزمنه شي؟ بېلګې ورکړئ.
  3. 545. د زومى کومې وسيلې په کوم ميدان کښې مرسته کولی شي؟

د نسب نامى نقشه

د نسلونو نقشه جوړول — چې ورته نسلي نقشه يا جن نقشه هم ويل کېږي — يوه بله ساده وسيله ده چې مشرانو سره مرسته کوى تر څو د خپل شاوخوا ودې ته پوه شي.

د نسل ونې نقشه په يو کاغذ يا څو کاغذونو باندې رسمېدیشې. دا نقشه ښيي چې زياتوالی چيرته درېدلی دی او چيرته نورې ټرينِګ ته ضرورت دی. د خوځښت صحت د مشرانو د پاره ډېره مهمه خبره ده او مېوه لرل د صحت د اندازې يو مهم معيار دی.

راتلونکې سلایډ کښې بېلګه وګورئ.

بحث

(10 min)

د نسلي نقشې بېلګه — د لاندې موضوعاتو په باره کښې د بحث د پاره دا بېلګه وکاروئ.

  1. کوم مشران زياتوالی ويني؟
  2. ستاسو په خيال کومې ډلې دي چې راتلونکې کښې به زياتې شي؟
  3. کوم مشران کولی شي د نورو مشرانو مرسته وکړي او هغوی مضبوط کړي؟
  4. آيا تاسو په کوم نسل کښې د کمزورې حساب ورکونې کومه بڼه وينئ؟

بيا کتنه

(1 min)

هغه مفاهيم چې په دې غونډه کښې واورېدل شول:

هغه وسايل چې په دې غونډه کښې واورېدل شول:

  • غير ترتيبي وده ومنئ
  • د زياتېدو رفتار مهم دی
  • همېشه د دوو کليساوو برخه اوسئ
  • په شبکو کښې مشري
  • کوچنګ چک ليست
  • څلور ميدانونه وسیله
  • د نسب نامى نقشه
  • د همځولو د لارښوونې ډلې
  • درې مياشتنی منصوبه

NEXT STEP

اطاعت وکړئ

د “رفتار” تصور د يو ملګري سره د شريکولو تمرين وکړئ او د خُدائے نه دعا وغواړئ چې دا ستاسو په زړه او روح کښې ژور ټينګ کړي. د خُدائے نه وپوښتئ چې دا د چا سره شريک کړئ.

شريک کړئ

که تاسو لا دمخه خپله ساده کليسا پيل کړې وي، نو د “تل د دوو کليساوو برخه اوسېدل” تصور د هغې د خلکو سره شريک کړئ. که نه وي، نو دا د يو بل ايماندار سره شريک کړئ چې تاسو يې پېژنئ.

حوصله واخلئ...

کېدیشې تاسو ته پته نه وي، خو اوس تاسو د ساده کليساوو د پيلولو او داسې شاګردانو جوړولو په باره کښې ډېر عملي روزنه لرئ چې زياتېږي — د دنيا د ډېرو پادريانو او مشنريانو نه هم زياته!

خو د زومى روزنه يوازې پيل دی! په دې غونډه کښې به مونږ يو منصوبه جوړ کړو چې د ټرينِګ نه وروسته څه کېږي او ځينې داسې وسيلې به لنډې معرفي کړو چې ستاسو د سفر په راتلونکو پړاوونو کښې به اړتيا ورته ولرئ کله چې تاسو زده کړې عملي کوئ.

عمومي کتنه

(1 min)

په دې غونډه کښې به مونږ دا مفاهيم واورو او پرې به بحث وکړو:

او دا وسايل به هم خپل وسايلو بکس کښې زيات کړو:

  • غير ترتيبي وده ومنئ
  • د زياتېدو رفتار مهم دی
  • همېشه د دوو کليساوو برخه اوسئ
  • په شبکو کښې مشري
  • کوچنګ چک ليست
  • څلور ميدانونه وسیله
  • د نسب نامى نقشه
  • د همځولو د لارښوونې ډلې
  • درې مياشتنی منصوبه

READ

(5 min)

په شبکو کښې مشري

د مشرانو نيټورک

په دې سيشن کښې، مونږ به دا زده کړو چې په نيټورکونو کښې مشرتوب څنګه د وړو کليساوو يو مخ په زياتېدو ګروپ ته دا موقع ورکوي چې يو ځاے کار وکړي، نوې مشران وروزي، او هغه ښې چارې تر سره کړي چې خدائ د خپلو خلکو لپاره پلان کړې دي

نو کله چې کليساوې لويې شي او نوې کليساوې شروع کړي، چې بيا نورې کليساوې شروع کړي— نو بيا څه کېږي؟ هغوی څنګه يو بل سره تړلي پاتې شي؟ هغوی څنګه د يوې لويې روحاني کورنۍ په شان يو ځاے ژوند وکړي؟

ځواب دا دے چې دا ټولې ساده کليساوې لکه د يو مخ په لوېدېدونکي بدن حجرې دي او دا حجرې يو بل سره نښلي او د ښار يا سيمې په کليسا بدلېږي.

دا کليساوې يو له بل سره تعلق لري. دوی ټول يو شان روحاني DNA لري. هغوی ټول د يوې لومړۍ زياتېدونکې کورنۍ نه راوتلي دي.

او اوس—د لږې لارښوونې سره— دوی د يو لوے بدن په توګه سره يو ځاے کېږي تر څو نور هم ډېر کار وکړي

په ښاري او سيمه ييزه کچه، د خدائ کلام ښيي چې د ايماندارانو دا لوېدونکے بدن د يو نوي ګروپ د مشرانو لخوا خدمت ترلاسه کوي.

په نوي عهدنامه کښې، کليسا دغو خادمانو ته مشران او خادمان وايي، رمه ساتونکي او نګرانان.

مونږ د خدائ په کلام کښې زده کوو چې د يروشلم په ښار کښې د کورونو ډېرې کليساوې د اوو خادمانو (ديکنانو) لخوا خدمت کېدې.

همدارنګه مونږ زده کوو چې د افسس په ښار کښې د کورونو کليساوې د څو مشرانو لخوا رهبري کېدې— داسې رمه ساتونکي چې د ښه رمه ساتونکي، عیسی، په شان يې د خپلې رمې لپاره خپل ژوند ورکولو.

په ښار يا سيمه کښې، مونږ پنځه د مشرتوب ورکې شوې ډالۍ هم وينو.

د خدائ کلام فرمائي— مسيح خپله رسولان، نبيان، انجيليان، پادريان او استاذانو ورکړل، چې د هغه خلک د خدمت لپاره تيار کړي، چې د مسيح بدن مضبوط شي.

دا روحاني ډالۍ د دې لپاره نه دي ورکړې شوې چې يو وړوکے ګروپ د کليسا ټول کار وکړي، بلکې د دې لپاره چې د عیسی پيروان تيار کړي تر څو د ايماندارانو ټول بدن يو ځاے کار وکړي او هغه هر څه تر سره کړي چې خدائ يې کول غواړي.

د خپلې روحاني کورنۍ سره د ناستې علاوه، يا کله ناکله د هغې په ځاے، دا مشران سره راجمع کېږي، دعا کوي، ملګرتيا کوي او يو بل ته حوصله ورکوي، لکه څنګه چې يوه ساده کليسا په کور کښې کوي.

د 3/3 طريقه د مشرانو د روزنې په غونډو کښې کارول کېږي او د يو بل لارښوونې لپاره.

د څلورو مېدانونو طريقه د پلان جوړولو، جاج اخستو او روزنې لپاره کارول کېږي، لکه څنګه چې په ځايي کچه کېږي.

کله چې مشران سره راجمع شي، نو دا شريکوي چې څه روان دي— نه يوازې په شخصي توګه، بلکې په ټول نيټورک کښې.

د روحاني کورنيو د نيټورک لپاره ښه مرکز هماغه ځاے دے چې نيټورک ترې شروع شو. يو د کليسا نيټورک چې له تمپا نه شروع شي، په اول سر کښې به د تمپا ښاري کليسا وي. کله چې دا په رياست کښې خور شي، نو د نيټورک استازولي به کوي. او کله چې په ملک او نړۍ کښې خدمت وکړي، نو ملي يا نړيواله کچه اختيار کړي.

عیسی وفرمائيل— "کوم سړے چې په لږ کار کښې ديانتداره وى،هغه به په غټ کار کښې هم ديانتداره وى"

دا د کليسا نيټورکونه تړلي پاتې کېږى ځکه چې د دوی روحاني DNA يو دے او د دوی پيل يو شان دے. ځينې وخت نيټورکونه په څو نيټورکونو ووېشل شي د ژبې، ملاقات موقعو يا نورو سببونو له کبله.

دا د ودې برخه ده، مسئله نه ده.

د ساده کليساوو او پيروانو دا تياري چې زده کړي، تابعدارى وکړي او د خدائ کلام شريک کړي، همدا د يو تحريک روحاني DNA دے. که دا له نسل نه نسل ته په ښه شان منتقل شي، له کليسا نه کليسا ته، له ايماندار نه ايماندار ته، نو د نوے تحريک شروع کولو لپاره هر څه لا دمخه موجود وي په هره روحاني کورنۍ او د عیسی په هر پيروي کوونکي کښې.

کله چې تحريکونه نور تحريکونه شروع کړي، نو هماغه وخت مونږ وينو چې “خمبیره” د ښار، رياست او حتی د يو ملک په ټولې خميرې کښې کار کوي. همداسې د خدائ بادشاهي راځي چې د خدائ مرضي په زمکه کښې هم وشي لکه څنګه چې په اسمان کښې ده. او همداسې مونږ لويه سپارښتنه پوره کوو چې د ټولو قومونو شاګردان جوړ کړو.

بحث

(10 min)

  1. آيا داسې ګټې شته کله چې د ساده کليساوو شبکې د ژورو او شخصي اړيکو په وسيله سره تړلې وي؟ کوم مثالونه مو ذهن ته راځي؟

READ

(5 min)

د همځولو د لارښوونې ډلې

د همځولو د لارښوونې ډلې

عيسىٰ مسيح وفرمائيل: "زۀ تاسو له يو نوے حُکم درکوم چې د يو بل سره مينه کوئ. لکه چې ما تاسو سره مينه کړې ده نو دغه شان تاسو هم د يو بل سره مينه کوئ"

کۀ تاسو د يو بل سره مينه کوئ نو بيا به ټول خلق په دې پوهه شى چې تاسو زما مريدان يئ". د همځولو د لارښوونې ډلې چې پکې هغه کسان شامل وى چې د ۳/۳ ډلې رهبرى کوى دا ډله هم د ۳/۳ په فارميټ روانه وى او دا يو مضبوط طريقه ده چې ستاسو په علاقه کښې روحانى کارونه مخ په وړاندې لاړ شى.

د همځولو د لارښوونې ډلې د يو مشر نه بل مشر ته لارښودنه استعمالوى د عيسىٰ مسيح د هر يو پېروکار سره، د عيسىٰ مسيح د هر يو پېروکار سره، د کليسياؤ سره، د خدمتى تنظيمونو سره، تردې چې د دنيا د کليساؤ نيټ ورک سره کوم چى د دنيا ګېر چاپېر خدمت کوى.

د همځولو د لارښوونې ډلې دا ډلې د کتابِ مقدس نه د عيسىٰ مسيح د خدمت مثال خکلو د ته د مثال په طور ښئ، د يو بل نه سوالونه وکړئ او بيا په هغې خبرې اترې وکړئ. دا هر څۀ د ۳/۳ ډلې بنيادي سټکچر په مطابق وي. د دې ډلو مقصد دا نه دے چې په يو کس الزام ولګوى چې يو دى پورته کړے شى او بل دې ښکته کړے شى.

عيسىٰ مسيح وفرمائيل: ”په نورو اِلزام مۀ لګوئ نو په تاسو به هم اِلزام ونۀ لګولے شى. ځکه چې څنګه تاسو په نورو اِلزامونه لګوئ دغه شان به په تاسو هم اِلزامونه ولګولے شى، نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ، دغه رنګ به ستاسو ناپ تول کولے شى.

د دې پر ځاے، د همځولو لارښود ډلې مقصد دا دى چې د يو ساده فارميټ په وسيله

د عيسىٰ مسيح د پېروکارو مرسته وکړے شى د دعا ، فرمانبردارئ ، او احتساب په وسيله وده. په ساده الفاظو کښې د يو بل سره مينه کول.

راضئ چى وګورو چې دا څنګه کار کوى:

شاته کتل

د وړومبى برخې دوران دعا کښې زيات وخت تيراوئ بالکل لکه څنګه چې په بنيادى ۳/۳ ډله کښې کيږى.

بيا د ډلې په مقصد نظر واچوئ— ايا مونږ عيسې مسيح کښې يو مونږ لوستنه کوو په خداے باور کوو، د هغه اطاعت کوو؟

او بيا ددې نه په ددې ډلې چى کوم سوچ او خبرې اترې وى چې دوئ څۀ څۀ سوچ کړې وى په هغې باندى کار کوى او عمل پې کوى.

بره کتل

د ډلې د وخت منځنۍ حيصه د خدائ حکمت او لارښوونې ته پورته کتل وى د کتابِ مقدس، خبرو اترو او دعا په وسيله.

يوه لنډه او ساده دعا وکړئ او د خداے نه وغواړئ چې هغه تاسو ته د خپل کلام په ذريعه خپله مرضى او خپلې لارې وښئ. د روحُ القدس نه وغواړئ چې په دغه وخت ستاسو رهنمائ وکړى.

د ډلې کسان دې دا شريک کړى چې هغوى د خدائ نه د خپلې علاقې د رحنما په باره کښې څه زده کړى دى که هغه د کلام په وسيله وى، د دعا په وسيله وى او که د يو پېروکار په وسليه وى.

ګروپ ته ووايئ چې په اندېى ساده سوالونو باندې بحث وکړئ:

تاسو د څلورو مرحلو ډائګرام په هره حيصه کښې څنګه روان يئ؟

څه شے ښۀ روان دى؟ستاسو د پاره لوے مشکلات څۀ دى.

تاسو خپل موجوده نسب نامه وګورئ.

تاسو څه مشکلات معلوم کړل او تاسو پدى کښې په څۀ پوها شوئ؟

وس تاسو ته خدائ پاک څه ښائ؟

خاص مشران او نور شرکت کونکى ددې په حقله څۀ وائ؟

مخکښې تلل

او ددى نه پس بيا مخ په وړاندى لاړ شئ او دا وګورئ چې مونږ څنګه پدى هر څه عمل کولے شو.

کله چى په ډله کښې ناست يئ او د دعا وخت وى نو خاموشئ سره دعا کوئ او د روح القدس نه تپوس وکړئ چى ددې سوالونو جواب څنګه ورکړم.

داسې څۀ کارونه دى چې خدائ غواړى چى هغه عملى کړم د بيا ميلاويدو نه مخکى. (د څلورو مرحلو ټول استعمال کړئ چى په کار باندې توجو وکړے شئ)

څنکه زما ښودونکے يا زما د ډلې ملګرى پدې کښې زما مرسته کولے شى؟

په اخيره کښې دې ټوله ډله په شريکه دعا وکړى او د خدائ سره دې خبرې اترې وکړى. ډله دى داسې دعا وکړى چې د هر کس دپاره دې دعا وشى او د خدائ نه دې دعا وکړى چې د ټولو زړونه تيار کړى چى ډله به د يو بل نه د جُدا کېدو په وخت کښې يو بل سره رابطه کوى۔

دُعا وکړئ چې خُدائے د ډلې هر کس ته همت او طاقت ورکړى چې هغه څه عملي کړى څۀ څۀ چى ورته خدائ پدى حصه کښې ښودلې وى. که يو تجربه لرونکى مشر غواړى چې د يو ځوان مشر دپاره خاص دُعا وکړى، نو دا به يو ښه وخت وى چې د هغه دپاره دعا وکړے شى.

لکه څنګه چې دا ډلې لرې وسيږى نو دا ممکنه نۀ ده چې تاسو هغوى سره په عشاء ربانى وکړئ يا روټۍ وخرئ، خو بيا هم دا ضرور وګڼئ چې د روغتيا، کورنۍ او د دوستانو پوښتنه وکړئ۔

عيسىٰ مسيح مونږ ته بيا بيا دا وښودل چې که هغه ټولو لوئ کارونه سر ته ورسول، خو بيا هم هغه د هغوئ د پاره وخت وسيتلو چا سره چې هغه مينه کوله. د همځولو د لارښوونې ډلې د زومې ټولکيټ يوه ساده خو مهمه وسيله ده چې مضبوط مشران تيار کړى۔

فعالیت

(45 min)

د همځولو د لارښوونې ډلې

ساده طريقه د يوې همځولو د لارښوونې ډلې د مشرتابه د پاره :

شاته کتل ١/٣

په لومړۍ برخه کښې د دعا او يو بل خيال ساتلو وخت تېر کړئ لکه څنګه چې په بنيادي ۳/۳ ډله کښې کوئ۔بيا د ډلې نظر او تېرې وعدې وڅېړئ:

• تاسو په مسيح کښې څنګه پاتې کېږئ؟ (کلام، دعا، ايمان، اطاعت، مهمې اړيکې)• آيا ستاسو ډلې تېر ځل عملي منصوبې پوره کړې؟ هغه بيا وګورئ۔

پورته کتل ١/٣

دا ساده پوښتنې بحث کړئ:

د څلورو ميدانونو نقشې هره برخه کښې څنګه روان يئ؟

څه ښه کار کوي؟

ستاسو تر ټولو لوى چيلنجونه کوم دي؟

څه تاسو ته ګران يا نه پوهېدونکي ښکاره شول؟

خدائ په دې وروستيو کښې تاسو ته څه ښيي؟

آيا کومې پوښتنې شته د تجربه کار مشرانو يا نورو ګډون کوونکو نه؟

مخکښې کتل ١/٣

په خاموشه دعا کښې د ډلې هر غړى له پاک روح نه وغواړي چې دې پوښتنو ته ځواب ورکړي:

• تر بل ملاقات پورې خدائ غواړي زه کوم عملي قدمونه واخلم؟ (د څلورو ميدانونو وسيله استعمال کړئ)

• زما لارښود يا د ډلې نور غړي څنګه راسره مرسته کولے شي؟

بيا د ډلې په توګه دعا وکړئ۔هر غړي د پاره دعا وشي۔د هغو خلکو د زړونو د تيارۍ د پاره دعا وکړئ چې تاسو به ورسره رابطه کوئ۔د جرئت او طاقت د پاره دعا وکړئ چې هر غړى هغه څه عملي کړي چې خدائ ورته ښودلي دي۔که تجربه کار مشر غواړي د ځوان مشر د پاره خاص دعا وکړي، دا بهترين وخت دی۔

درې مياشتنی منصوبه

خُدائ په خپل کلام کښې وائي: “زه هغه منصوبې پېژنم چې ستاسو د پاره مې جوړې کړې دي، د نېکمرغۍ منصوبې نه د زيان، د اميد او راتلونکي د پاره.”

خُدائ منصوبې جوړوي، او هغه غواړي چې مونږ هم منصوبې جوړې کړو.

خُدائ منصوبې جوړوي، او هغه غواړي چې مونږ هم منصوبې جوړې کړو.

راتلونکې سلایډ به تاسو ته وښيي چې خپل درې مياشتنی منصوبه څنګه جوړ کړئ. مونږ سپارښتنه کوو چې د انلاين وسيلې نه استفاده وکړئ.

فعالیت

(30 min)

Three Month Plan

بحث

(10 min)

  1. په نوبت سره خپل درې مياشتني منصوبهونه يو بل سره شريک کړئ.
  2. داسې يو روزنيز ملګری يا ملګري پيدا کړئ چې تيار وي هره هفتې ستاسو سره اړيکه وساتي. تاسو هم ژمنه وکړئ چې د هغوی د پاره به هم همداسې کوئ.

فعالیت

(0 min)

Next Steps

د زومى د ټرينِګ برخه ختمېږي، خو د وسيلو او مفاهيمو عملي کول دوام لري.

دا کار يوازې مه کوئ. د حوصلې او ودې لپاره يوه ټولنه پيدا کړئ.

د QR کوډ په وسيله د زومى ټولنې سره يو ځای شئ.

Zúme Training — To saturate the world with multiplying disciples in our generation.