غونډه ۱
چک اِن
(1 min)
ګډونوال او اسانتيا ورکوونکی دې چک اِن وکړي.
Or zume.training/checkin and use code: 5678
دعا
(5 min)
د دعا سره پيل وکړئ. د روحاني بصيرت او بدلون امکان د روحُ القُدس نه بغير نشته. د ډلې په توګه وخت واخلئ چې هغه راوبلئ تر څو تاسو ته په دې غونډه کښې لارښودنه وکړي.
عمومي کتنه
(1 min)
په دې غونډه کښې به مونږ دا مفاهيم واورو او پرې به بحث وکړو:
او دا وسايل به هم خپل وسايلو بکس کښې زيات کړو:
- خُدائے عام خلک استعمالوي
- د شاګرد او کليسا ساده تعريف
- روحاني ساه اخيستل يعنې د خُدائے اورېدل او اطاعت کول
- 343. S.O.A.P.S. د بائبل لوستل
- د احتساب ډلى
READ
(5 min)
خُدائے عام خلک استعمالوي
زومى ته پخير راغلئ
زومى ټرينينږ ته پخير راغلئ. زومى د یونانى ژبې ټکے دے، چې مطلب يې “خمبيره” ده۔
عیسیٰ مونږ ته وائى چې د خدای بادشاهى د هغه ښځې په شان ده څوک چې لږ شان “خمبيره” واخلى او په ډېرو اوړو کښې يې ګډ کړى۔
کله چې هغه خمبيره په اوړو کښې ګډوى، نو دا ورو ورو خوريږى تر دې چې ټول اوړه خمبيره شى.
عیسیٰ مونږ ته دا ښودل چې يو عام انسان هم د يو وړوکى څيز نه يو لوې اثر پيدا کولے شى.
زمونږ ارمان دا دے چې هغه کار وکړو کوم چې عیسیٰ وئیلے وو__چې د دنيا په هر ځای کښې عام خلکو سره مرسته وکړو چې د وړو وسایلو په وسیله د خدای په بادشاهۍ کښې لوى اثر جوړ کړى.
د عیسیٰ اخيرى هدایات د هغه د پيروکارو د پاره ډيره ساده او آسان وو ۔ هغه وفرمائيل: د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے ځکه تاسو په زمکه خوارۀ شئ
او ټول قومونه زما مريدان کړئ او د پلار، د زوئ او د روحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ. او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“
د عیسیٰ حکم ساده وو— شاګردان جوړ کړئ۔
او د دې طریقې هدایات هم ساده وو— چېرته چې ځئ، هلته شاګردان جوړ کړئ۔
د بپتسمې په وسيله شاګردان جوړ کړئ د پلار، زوی او روح القدس په نوم۔
د تعليم په وسليه شاګردان جوړ کړئ چې په ټولو حکمونو عمل وکړې
نو د شاګردانو جوړولو طريقه څه ده؟
مونږ چې چرته هم روان يو—نو مونږ شاګردان جوړاوو
نو کله چې څوک اراده وکړى چې د عیسیٰ مسيح پيروى وکړې نو هغه ته بپتسمه ورکول پکار دى۔
او کله چې هغوې وده شروع کړې- نو مونږ له پکار دى چې هر شاګرد ته دا وښايو چې د عیسیٰ ټول حکمونه څنګه ومني۔
او ځکه چې د هغه یو حکم دا هم دے چې شاګردان جوړ کړئ، نو ددې مطلب دے هر شاګرد چې د عیسیٰ پیروي کوى هغه له پکار دى چې دا زده کښې چې څنګه نوى شاګردان جوړ کړى.
هغه شاګردان بیا نور شاګردان جوړوى، او هغوی هم او هغوی هم بيا شاګردان جوړوى۔
دا د شاګردانو زیاتېدل دى۔ هم دغه شان زومې کار کوى۔
دا هغه خمبيره ده. چې په ټول اوړو کښې ګډشى تر دې چې ټول اوړه خمبيره شي۔
کله چې عیسیٰ دا حکم ورکړو چې لاړ شئ او شاګردان جوړ کړئ، نو ورسره يې یوه وعده هم ورکړه۔
عیسیٰ ووئیل: زه به هميشه تاسو سره يم، تر دې چې دا زمانه ختمه شى.
د عیسیٰ هر پیرو ته پکار ده چې په دې وعده باور وکړي چې عیسیٰ همېشه زمونږ سره دے۔ ځکه چې هغه ريښتينے دے!
خو ددې مطلب دا هم دے چې د عیسیٰ هريو پيروکار دې په دې خبره عمل وکړې چې عیسیٰ غواړې مونږ هر يو کس دې شاګردان جوړ کړو. ځکه چې هغه همدا غواړي۔
عیسیٰ ووئیل: ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے. ځکه تاسو په زمکه خوارۀ شئ او ټول قومونه زما مريدان کړئ.
هغه اختیار چې عیسیٰ پرې مونږ ليږې دا هغه د هغه خپل اختیار دے۔
عیسیٰ وائى چې ددې نه لوې اختیار نشته۔ نه روايت،
نه يو کلتور، او نه د زمکې يو قانون
عیسیٰ ووئیل: لاړ شئ او شاګردان جوړ کړئ۔
او د زومې په شان— د خمبيرې په شان—مونږ به روان يو او وده به کوو تر دې چې ټول کار پوره شى۔
بحث
(10 min)
- که حضرت عيسى غوښتل چې د هغه هر يو پيروی کوونکی د هغه لوی حکم ومني، نو بيا ولې دومره لږ خلک رښتيا شاګردان جوړوي؟
READ
(5 min)
د شاګرد او کليسا ساده تعريف
دا تعليم ورکوئ چې عمل وکړي
زومى ټرېنِګ ته پخير راغلئ . په دې حيصه کښې، به مونږ د شاګردانو او د کليسيا په باره کښې خبرې اترې کوو.
شاګرد څه ته وائ؟ او شاګرد به څنګه جوړاو؟
خپل پېروکار ته به څنګه خودنه کوئ چې هغه د عيسىٰ مسيح پېروى وکړى؟
تاسو څنګه يو داسې کس اخلئ چې خپل ټول ژوند د دې دنيا د قيد لاندې تېر کړى وى او هغه داسې تيار کړى چې د خدائ د بادشاهۍ تابع جوړ شى؟
د شاګرد لفظ معنى پيروکار ده۔ نو شاګرد
د خدائ پيروکار ته وايى۔
عيسىٰ وفرمائيل — "د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے."
نو د خدائ په بادشاهۍ کښې عيسىٰ مسيح زمونږ بادشاه دے. او مونږ د هغه ښاريان يو، د هغه د مرضۍ تابع يو۔ د هغه خواهشات، مقصدونه، ارادې، ترجيحات او ارزښتونه او د ټولو نه غوره دى۔
د هغه کلام قانون دى۔ نو بيا د دې بادشاهۍ قانون څه دى؟ عيسىٰ عليه السلام خپلو ښاريانو ته د څه کولو حکم ورکوي؟
عيسىٰ وفرمائيل — "د مالِک خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ، په پوره ځان او په پوره عقل سره مينه ساتئ" عيسىٰ مسيح وفرمائيل-- "د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ"
عيسىٰ مسيح وفرمائيل-- "دا د ټولو نه لوئ او اول حکم دے. و دوېم حکم هم په دې شان دے چې، د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ د شريعت او د نبيانو د تعليم ټول بنياد په دې دواړو حکمونو دے "
عيسىٰ مسيح وفرمائيل-- شاګردان جوړ کړئ.
عيسىٰ مسيح وفرمائيل-- "دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے."
ځکه چې شاګردان جوړول دا هم شاملوي چې هغوى ته د عيسىٰ مسيح ټول احکام وښودلے شى نو نوې عهدنامه ته مونږ په ساده الفاظو کښې وائلے شو شاګردان جوړ کړئ.
شاګرد هغه دى
چې د عيسىٰ عليه السلام پيروکار وي، له خدائ سره مينه کوي، له خلکو سره مينه کوي، او شاګردان جوړوي۔
نو بيا کليسا څه ده؟
کيديشې چې تاسو سوچ کوئ چې کليسيا يو عمارت ته وائلے کيږى چرته چې تاسو ځئ راځئ. خو د خُدائ کلام کليسيا د خلکو يوه غونډى ته وائ داسې خلق چې تۀ ورسره تعلق لرې۔
په بائبل کښې د “کليسيا” لفظ په درې طريقو سره استعمال شوے دے:
عالم ګير کليسيا-- ټول هغه خلک چې مخکې اوس او په راتلونکي کښې وخت کښې به د عيسىٰ پيروکار وى۔
په ښار کښې يا په مقامى جماعت کښې هغه ټول خلق څوک چې د مسيح پېروکار دى او په يو ځائ کښې يا چې د دنيا په هر ګوټ کښې اوسيږى
په کور کښې کليسيا-- ټول هغه خلک چې د عيسىٰ پيروکار وى او په هغۀ ځاے کښې راجمع کېږې چرته چې يو يا زيات کسان اوسي۔
يوه روحانى کورنۍ — د عيسىٰ پيروکاران
چې له خدائ سره مينه کوي، له خلکو سره مينه کوي، او شاګردان جوړوى، او په يو ځاے کښې راجمع کېږي — او يو کليسيا جوړاوى د کور کليسيا يا ساده کليسيا
کله چې د دغو ساده کليساګانو ډلې د يو لوى مقصد د پاره يو ځائ شى، نو هغوئ ښارى يا علاقائ کليسيا جوړولے شى.
او دا ټولې ساده کليساګانې چې په علاقو کښې يو له بل سره تړلې وي او د تاريخ په اوږدو کښې خورې شوې وي — همدغه عالم ګير کليسا جوړوى۔
او دا کليسيا چې غټ "C" سره
ساده کليساګانې روحانى کورنۍ دي چې عيسىٰ د هغوى مرکز او د هغوى بادشاه وي۔
ساده کليساګانې هغه روحانى کورنۍ دي چې ده خدائ سره مينه کوى، د نورو خلکو سره مينه کوى، او داسې شاګردان جوړوى چې نور هم زيات شي۔
ځينې کليساګانې عمارت لري، پروګرامونه لرى، بجټونه لرى او کارکوونکي لرى۔
خو ساده کليساګانې د دې ټولو څيزونو محتاجه نه دى چې د خدائ سره مينه لرى ، د خلکو سره مينه لرى او داسې شاګردان جوړ کړي چې نور هم زيات شي۔
او ځکه چې هر اضافى شى کليسا پېچلې کوي او زياتول يې ګرانوي، نو زمونږ ټرېنِګ ، عمارتونه، پروګرامونه، بجټونه— او کارکوونکى ښارى يا علاقائى کليسا ته پرېږدى هغه کليسا چې د زياتېدونکو ساده کليساګانو نه جوړه شوې وي۔
تاسو ته ياد دى "زومى" چې معنه يې "خمبيره" ده-- يو داسې څيز دے چې ډير زر خواريږى.
د زومى ټرينګ سره به مونږ داسې شو لکه خمبيره چې زر زياتيږى او خواريږى.
خو د زياتيدو نه مخکښې راځئ چې دا يقينى کړو چې مونږ پوهېږو خدائ څه شى زياتول غواړي۔
ځکه چې زياتېدل کېدے شي ښه هم وي — خو هر وخت نه۔
کينسر هم زر خواريږى او دا وژل کوى
نو بيا مونږ څنګه حقيقې ژوند زيات کړو او مرګ نه ځان وساتو؟ او مونږه دا څنګه يقينى کولے شو چې مونږ مريدان يو او نور مريدان جوړولے شو.
بحث
(10 min)
- کله چې تاسو د کليسا په باره کښې سوچ کوئ، ستاسو ذهن ته څه راځي؟
- د هغې انځور او هغه څه چې په ويډيو کښې د "ساده کليسا" په توګه بيان شوي دي ترمينځه څه فرق دی؟
- ستاسو په نظر کومه يوه زياته اسانه ده چې زياته شي او ولې؟
READ
(5 min)
روحاني ساه اخيستل يعنې د خُدائے اورېدل او اطاعت کول
روحاني ساه اخيستل
زومې ټرينګ ته يو زل بيا پخير راغلئ۔
په دې سيشن کښې به مونږ دا خبره کړو چې د خدائ نه څنګه واورو او په څه چې واورو په هغې څنګه عمل وکړو۔
ساه اخستل ژوند دے۔مونږ ساه دننه اخلو۔ مونږ ساه بهر وباسو۔ او دا ژوند دے۔
د خدائ په بادشاهۍ کښې هم ساه اخستل ضرورى دى۔
حقيقت دا دے چې خدائ خپل روح ته "ساه" وايى۔
په بادشاهۍ کښې، مونږ ساه دننه اخلو کله چې مونږ د خدائ نه واورو۔
مونږ ساه دننه اخلو کله چې مونږد خدائ نه د هغه د کلام په وسيله واورو يعنې بائبل۔
مونږ ساه دننه اخلو کله چې مونږ د خدائ نه د دعا په وسيله اورو —يعنې د هغه سره زمونږ خبرې۔
مونږ ساه دننه اخلو کله چې مونږد خدائ نه د هغه د بدن په وسيله اورو —يعنې کليسيا، د عيسىٰ نور پيروکاران۔
مونږ ساه دننه اخلو کله چې مونږ د خدائ نه د هغه د کارونو په وسيله اورو —هغه پېښې، تجربې او کله کله حتی هغه ظلمونه او تکليفونه چې هغه خپلو بچو ته پرېږدى چې ترې تېر شى۔
په بادشاهۍ کښې مونږ ساه بهر وباسو کله چې مونږ په هغه عمل وکړو چې مونږ د خدائ نه اورېدلى وى۔ مونږ ساه بهر وباسو کله چې مونږ فرمانبردارى کوو ۔
کله کله اطاعت کولو کښې ساه بهر ويستل دا معنى لرى چې مونږ خپل سوچ، خپلې خبرې يا خپل عملونه بدل کړو تر دې چى هغه د عيسىٰ او د هغه د مرضۍ سره برابر شى۔
او کله کله اطاعت کول دا معنى لرى چې کوم څيز عيسىٰ مونږ سره شريک کړى وى —هغه نور خلکو ته ورکړو — چې نور خلک هم برکت ومومى لکه څنګه چې خُدائ مونږ ته برکت راکوى۔
د عيسىٰ د پيروکار د پاره —دا ساه دننه کول او بهر کول ژوندون او مرګ دے۔دا زمونږ اصل ژوند دے۔
عيسىٰ وفرمائيل —"زوئ په خپله هيڅ نۀ شى کولے. بې له هغه کار نه چې خپل پلار يې په کولو ليدلے وې. ځکه څۀ چې پلار کوى هم هغه شان يې زوئ کوى."
عيسىٰ وفرمائيل —زۀ په خپل اختيار خبرې نۀ کوم خو پلار چې زۀ يې رالېږلے يم هغۀ ما ته حُکم کړے دے چې څۀ ووايم او څنګه يې ووايم.
عيسىٰ وفرمائيل چې هره خبره چې هغه وکړه او هر کار چې هغه ترسره کړو هغه د خدائ نه د اورېدو او بيا د اطاعت په بنياد وو۔
ساه دننه — د خدائ نه واوره۔
ساه بهر —په هغه عمل وکړه چې واورې او هغه ده نورو سره شريک کړه۔
عيسىٰ وفرمائيل چې د هغه پيروکاران به هم د خدائ نه واورى د هغه د پاک روح په وجه —يعنې د هغه د ساه —چې به هر يو ته پوکلې شى چې د هغه پيروى کوى۔
عيسىٰ وفرمائيل — "خو مددګار يعنې روحُ القُدس چې پلار به يې زما په نوم راولېږى، هغه به تاسو ته هر څۀ وښائى او درته به هغه هر څۀ دريادوى، چې ما تاسو ته فرمائيلى دى."
ساه دننه —د خدائ نه واوره۔
ساه بهر —په هغه عمل وکړه چې واورې او هغه له نورو سره شريک کړه۔
عيسىٰ مونږ ته د ژوند طريقه ښودله۔
نو بيا مونږ د خدائ آواز څنګه اورو؟ او څنګه پوه شو چې څه اطاعت وکړو؟
عيسىٰ خپل ځان ته "ښه شپون" ووائلو۔ او خپل پيروکاران يې خپلې ګډې وبلل۔
عيسىٰ وفرمائيل —" زما ګډې زما آواز اورى، زۀ هغوئ پېژنم او هغوئ ما پسې راځى."
عيسىٰ وفرمائيل —"څوک چې د خُدائ پاک دى هغوئ د خُدائ پاک کلام قبلوى. په کومه وجه چې تاسو ورته توجو نۀ ورکوئ هغه دا چې تاسو د خُدائ پاک نه نۀ يئ."
د عيسىٰ د پيروکارانو په توګه، مونږ ته پوره پابندي پکار ده چې د هغه آواز واورو۔
مونږ د هغه آواز اورو کله چې مونږ خاموش شو۔
مونږ د هغه آواز اورو کله چې مونږ په عيسىٰ تمرکز وکړو۔
مونږ د هغه آواز په خپلو خيالونو کښې اورو، په خپلو ليدونو، احساساتو او دننه الهامونو کښې۔
مونږ د هغه آواز اورو کله چې مونږ هغه څه وليکو او وازمېيو چې څه مو اورېدلي دي۔
هر آواز، هر خيال، هر ليد، احساس يا الهام د خدائ آواز نه وي۔
کله کله دا د دشمن آواز وي۔ عيسىٰ وفرمائيل زمونږ دشمن دروغجن دى او د دروغو پلار دى۔ عيسىٰ وفرمائيل زمونږ دشمن د دې د پاره راځي چې غلا وکړى، ووژني او تباه کړى۔
خو خدائ فرمائي چې مونږ به خامخا د هغه نه واورو او مونږ به وپېژنو چې دا هماغه دى چې خبرې کوي۔
په عمل کولو سره او دعا سره، مونږ د خدائ آواز نور هم ښه پېژندلے شو۔ مونږ زده کولے شو چې کوم څه مونږ اورو دا د خدائ له طرفه نه دي او که د بل چا نه۔
دلته ځينې لارې دي چې مونږ پرې خپل اورېدلي آواز وازمېيو:
کله چې عيسىٰ خبرې کوي —د هغه آواز به همېشه د هغه د ليکلى کلام سره برابر وى —يعنې د هغه ليکلى کلام —بائبل — چې مونږ ته يې مخکښې ويلى دى۔د هغه ژوندے آواز به کله هم د هغه د کلام د آواز خلاف نه وى۔
کله چې عيسىٰ خبرې کوى —هغه آواز
زمونږ زړونو ته اميد او سکون ورکوى۔ د هغه آواز به مونږ نه ملامت پرېږدي او نه مايوسه۔ عيسىٰ ملامتول نه کوى۔ عيسىٰ په مينه اصلاح کوي۔
د عيسىٰ آواز به د جسم کارونه څرګند نه کړى — بدکاري، ناپاکى، بېشرمى، بُتپرستى او جادوګرى، نفرت، جګړې، حسد، قهر، ځانغرضي، ډلې، اختلاف او کينه، شراب نوشي او بېلارې مېلې۔ دا څيزونه د خدائ د آواز نه نه دي۔
کله چې عيسىٰ خبرې کوي —د هغه آواز د خدائ د روح مېوه ښکاره کوي — مينه او خوشالي، سکون او صبر، مهرباني او نېکي، وفاداري، نرمي او ځان قابو کول۔
کله چې عيسىٰ خبرې کوي — د هغه آواز مونږ ته يقين راکوي نه چې شک۔ مونږ د خپل اندر يوه پوهه او سکون محسوسوو چې کوم څه مونږ اورو دا د خدائ له طرفه دي۔ کېدېشې مونږ هر څه يو وارې وانهورو۔ کېدېشې مونږ صرف يوه برخه واورو د هغه څه چې مونږ ته وروستو پکار وي۔ خو کوم څه چې مونږ اورو هغه به مضبوط وي — بدلېدونکى يا ګډوډ نه وي۔
د عيسىٰ د هر پيروکار د پاره دا ښه زېرے دے چې کله مونږ ساه دننه اخلو او د خدائ نه اورو او کله مونږ ساه بهر وباسو او اطاعت کوو او هغه څه له نورو سره شريکوو چې مونږ اورېدلي وي — نو خدائ به نور هم صاف خبرې کوي۔
د هغه ساه به نور هم زمونږ له لارې چلېږي۔
مونږ به د هغه آواز نور هم صاف واورو۔
مونږ به د هغه آواز وپېژنو او د بل آواز نه به ځان وساتو۔
مونږ به د هغه کارونه په دنيا کښې ووينو او ورسره به يوځاى شو او د هغه سره به کار وکړو۔
مونږ ساه دننه اخلو۔مونږ ساه بهر وباسو۔ ژوند۔
بحث
(10 min)
- ولې دا ضروري ده چې د خُدائ آواز اورېدل او پېژندل زده کړو؟
- ايا د خدائ آواز اوريدل او په هغې باندى عمل کول لکه د ساه اخيستو په شان دى؟ ولى او ولى نه؟
READ
(5 min)
343. S.O.A.P.S. د بائبل لوستل
S.O.A.P.S. د بائبل مطالعہ
عيسى وفرمائيل چې-- “ځکه تاسو په زمکه خوارۀ شئ او ټول قومونه زما مريدان کړئ او د پلار، د زوئ او د روحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ. او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے.”
که د عيسى مسیح هر پیروکار د هغه د ټولو حکمونو اطاعت وکړي کوم چې عيسى ورکړي دي، نو د هغوی لپاره ضروري ده چې پوها شي، عيسى مسیح کوم حکمونه ورکوي.
لوی حکم او لوی مأموریت د هغه څه یوه مهمه لنډیز ده چې خدای مونږ ته وایي. خو که یو پیروکار غواړي چې د هغه څه په بشپړ ظرفیت کې وده وکړي چې خدای یې پیدا کړي دي، نو دوی له ډېر پوه شي او اطاعت وکړي.
S.O.A.P.S. د لاندې ټکو مخفف دی:
صحيفو
مشاهدي
تطبیق
دُعا
او شریکول
دا د زده کړې یوه آسانه لار ده او د یو مؤثر بایبل مطالعې طریقه یاد ساتلو کې مرسته کويکوم چې د عيسى هر پیروکار کارولی شي. راځئ چې هره برخه لږ نور وګورو.
کله چې تاسو بایبل ولولئ یا يې واورئ:
صحيفو: نن ورځ یو یا څو هغه آیتونه ولیکئ چې ستاسو لپاره ځانګړې معنا لري.
مشاهدي: د هغو آیتونو یا د هغو صحيفو مهم ټکي په خپلو ټکو بیا ولیکئ چې ستاسو په پوها کښې مرسته وکړې.
تطبیق: فکر وکړئ چې په خپل ژوند کې د دې احکامو یا مفاهیمو اطاعت کول څه معنا لري. تاسو به په کوم ډول مختلف کار وکړئ؟ دا ټکي ولیکئ.
دُعا: یوه دعا ولیکئ چې خدای ته ووایي تاسو په خپل کلام کې څه لوستلي دي او هغه څه چې تاسو د ده د احکامو د اطاعت په باره کښې پوه شوي يئ او هغه څه چې زده کړي مو دي عملې کړئ
شریکول: د خدائ نه پوښتنه وکړئ او هغه سره شريک کړئ چې تاسو څۀ زړه کړل او هغه په خپل ژوند کښې څنکه عملۍ کوئ.
نو راځئ چې S.O.A.P.S. په عمل کې واچوو:
صحيفې: کتاب مقدس فرمائى: " مالِک خُدائ فرمائى، ”زما خيالونه ستاسو د خيالونو په شان نۀ دى، او زما لارې ستاسو نه بدلې دى۔ لکه څنګه چې آسمانونه د زمکې نه اوچت دى، نو هم دغه شان زما لارې او سوچونه هم ستاسو نه اوچت دى۔" يشعياه۸:۵۵۔۹
مشاهدي-د انسان په توګه، زه په هغه څه پوهېدو او ترسره کولو کې محدود یم چې زه یې پوهیږم. خدای په هېڅ ډول محدود نه دی. هغه هر څه ویني او پوهیږي. هغه هر څه کولی شي.
تطبیق-ځکه چې خدای ته د هرڅه پته ده او د هغه لارې د ټولو نه غوره دي، که زه د خپلو طریقو په ځای د هغه په پیروي وکړم، نو په ژوند کې به ډير کاميابه وم.
دُعا-خدایه، زه نه پوهیږم چې څنګه ښه ژوند تیر کړم کوم چې ستا خواښه وې او نورو سره مرسته وکړي. زما لارې ما د ګمراهئ طرف ته پوځې. زما فکرونه ماله درد راکوې. مهرباني وکړه، ما ته خپل لارې او خپل فکرونه را وښیه. پرېږده چې ستا روحُالقدس رهنمائ وکړې، کله چې زه ستا پیروي کوم۔
شریکول- زه به دا کلام او دا طريقه د خپل ملګرې سره شريکوم. څوک چې د سختو حالاتو نه تيريږى. او هغه ته د لارې او د رهنمائ ضرورت وې.
S.O.A.P.S. د بائبلی مطالعہ. د زوم ټوول کټ یوه يو اسانه وسیله ده.
فعالیت
(30 min)
SOAPS بائبل مطالعه
د QR کوډ سکين کړئ.
په انفرادي توګه د SOAPS د بائبل مطالعې طريقه د متى ۶:۹–۱۳ په کارولو سره عملي کړئ. (۲۰ مينټ)
- بيا يوځای راشئ او خپل S.O.A.P.S. د دوو يا دريو کسانو په ډلو کښې شريک کړئ. (۱۰ مينټ)
کلام
يو يا څو آيتونه وليکئ چې نن ستاسو د پاره ډېر مهم وى۔
مشاهده
هماغه آيتونه يا مهم ټکي په خپلو لفظونو کښې بيا وليکئ، تر څو ښه يې درک کړئ۔
فکر وکړئ چې دا حکمونه په خپل ژوند کښې څنګه عملي کولے شئ۔
دعا
يوه دعا وليکئ چې خدائئ ته ووايئ څه مو زده کړل او څنګه يې اطاعت کول غواړئ۔
شريکول
له خدائئ نه وپوښتئ چې دا سبق چا سره شريک کړئ۔
ذلته د ايس او اے پى ايس مثال دے
"زما خيالونه ستاسو د خيالونو په شان نۀ دى، او زما لارې ستاسو نه بدلې دى. لکه څنګه چې آسمانونه د زمکې نه اوچت دى، نو هم دغه شان زما لارې او سوچونه هم ستاسو نه اوچت دى."
يشعياه ٥٥: ٨-٩
زه د انسان په توګه محدود يم. زما پوهه او توان لږ دی. خو خدائئ محدود نه دی. هغه هر څه ويني او هر څه پوهېږي. هغه هر څه کولے شي۔
که خدائئ هر څه پوهېږي او د هغه لارې تر ټولو ښې دي، نو که زه د هغه پيروي وکړم، زما ژوند به ډېر ښه او کامياب وي نسبت دې ته چې په خپله لاره چلېږم۔
اے ربه، زه نه پوهېږم چې څنګه داسې ژوند وکړم چې تا خوشحال کړي او نورو ته فائده ورسوي. زما لارې ما غلطيو ته بيايي. مهرباني وکړه خپلې لارې او خپل خيالونه را زده کړه. خپل پاک روح دې زما لارښود کړي۔
زه به دا آيتونه او دا عملي سبق خپل ملګري سره شريک کړم چې اوس له سخت وخت نه تېرېږي۔
READ
(5 min)
د احتساب ډلى
احتساب کونکې ډلې
عیسیٰ وفرمائيل: “کوم سړى ته چې زيات ورکړے شوے وى د هغۀ نه به زيات تپوس کولے شى; او څومره زيات چې چا ته څۀ سپارلے شوى وى، هومره زيات به د هغۀ نه غوښتلے شى”.
عیسیٰ مسيح د احتساب ورکولو په باره کښې ډېرې کيسې کړې دى او مونږ ته يې دا حقيقت وښودلو چې مونږ نه به څنګه د زمونږو کړو تپوس کيږى.
عیسیٰ دا خبرې مونږ ته پدې وجه کوى چې مونږ راتلونکى وخت دپاره تيار يو. او ځکه چې يوه ورځ به مونږ هغه ته احتساب ورکوو. نو دا ښۀ ده چې د هم اوس نه يو بل له احتساب ورکول عملى کړو
د احتساب ورکولو ډلې د دوو يا دريو کسانو نه جوړې وى- سړى د سړو او ښځې د ښځو سره- او هغوې هره هفته کښې يو ځل کښينى چې د يو بل نه پوښتنې وکړې. دا ددې څرګندولو کښې مرسته کوى چې کوم کوم زيانو کښې کارونه ټيک روان دې او هغه زيان هم چرته چې د کار کولو ضرورت دے.
د عیسیٰ مسيح هر پيروکار به احتساب ورکوى، نو د عیسیٰ هر پيروکار له پکار دى چې د نورو سره احتساب کول عملې کړى.
احتساب کونکې ډلې. د زومې ټولکيټ يوه بله ساده وسيله.
فعالیت
(20 min)
د احتساب ډلى
د QR کوډ سکين کړئ.
د هماغه جنس د دوو يا دريو کسانو په ډلو کښې ووېشل شئ.
راتلونکې ۲۰ مينټ د حساب ورکولو پوښتنو باندې يوځای کار کولو کښې تېر کړئ.
-
تاسو څنګه خدائئ په عمل کښې ليدلے؟
-
آيا تاسو دا هفته د عيسى مسيح د عظمت ګواهى په خپلو خبرو او عملونو ورکړې ده؟
-
آيا تاسو فحش يا جنسي تحريک کوونکي موادو ته ځان وړاندې کړے يا ذهن مو غلطو خيالاتو ته پېښودے؟
-
آيا تاسو په خپلو پيسو کښې د خدائئ مالکيت منلے؟
-
آيا تاسو د بل څه لالچ کړے؟
-
آيا تاسو د خپلو خبرو په ذريعه د چا عزت يا احساسات زخمي کړي؟
-
آيا تاسو په خبره يا عمل کښې بې ايماني يا مبالغه کړې؟
-
آيا تاسو کومې نشې، سستي يا بېنظمۍ ته ځان سپارلے؟
-
آيا تاسو جامو، ملګرو، کار يا مال ته غلام شوي يئ؟
١٠ آيا تاسو چا ته بخښنه نه ده کړې؟
-
تاسو کومې اندېښنې سره مخ يئ؟
-
آيا تاسو شکايت يا ګيله کړې؟
-
آيا تاسو شکرګزاره زړه ساتلے؟
-
آيا تاسو په خپلو مهمو اړيکو کښې عزت، پوهه او سخاوت ښکاره کړے؟
-
تاسو له کومو وسوسو سره مخ شوي يئ او څنګه مو ځواب ورکړے؟
-
تاسو څنګه نورو ته خدمت يا برکت ورکړے؟
-
آيا تاسو د دعا ځانګړي جوابونه ليدلي؟
بيا کتنه
(1 min)
هغه مفاهيم چې په دې غونډه کښې واورېدل شول:
هغه وسايل چې په دې غونډه کښې واورېدل شول:
- خُدائے عام خلک استعمالوي
- د شاګرد او کليسا ساده تعريف
- روحاني ساه اخيستل يعنې د خُدائے اورېدل او اطاعت کول
- 343. S.O.A.P.S. د بائبل لوستل
- د احتساب ډلى
NEXT STEP
اطاعت وکړئ
د اوس نه تر خپلې بلې سيکنډ پورې د S.O.A.P.S. د بائبل لوستلو تمرين شروع کړئ. د متى ۵–۷ بابونو باندې تمرکز وکړئ او لږ تر لږه يې هره ورځ يو ځل ولولئ. د S.O.A.P.S. د طريقې په کارولو سره ورځنی جرنل وساتئ.
شريک کړئ
يو د حساب ورکولو ملګری پيدا کړئ (د هماغه جنس) او د هغه سره هره هفته ملاقات کول شروع کړئ.