روحاني ساه اخيستل يعنې د خُدائے اورېدل او اطاعت کول
روحاني ساه اخيستل د خُدائے اورېدل او اطاعت کول دي ... ټوله ورځ، هره ورځ.
ساه دننه واخلئ
په بادشاهۍ کښې مونږ ساه دننه اخلو کله چې د خُدائے نه اورو د دې لارو نه:
- د هغه کلام — بائبل
- دعا — د هغه سره زمونږ خبرې اترې
- د هغه بدن — کليسا، د عيسىٰ نور پيروکاران
- د هغه کارونه — پېښې، تجربې او کله کله هغه تکليفونه او زحمتونه چې هغه خپلو اولادونو ته اجازه ورکوي
د عيسىٰ د هر پيروکار د پاره ښه خبر دا دے چې کله مونږ ساه دننه اخلو او د خُدائے نه اورو، او کله چې ساه بهر وباسو او اطاعت وکړو او هغه څه چې اورېدلي دي نورو سره شريک کړو — نو خُدائے به لا روښانه خبرې وکړي.
ساه بهر وباسئ
په بادشاهۍ کښې مونږ ساه بهر باسو کله چې په هغه څه عمل وکړو چې د خُدائے نه اورو. مونږ ساه بهر باسو کله چې اطاعت وکړو. کله کله د اطاعت د پاره ساه بهر ايستل مطلب دا دے چې خپل خيالونه، خبرې يا عملونه بدل کړو تر څو د عيسىٰ او د هغه د مرضۍ سره سم شي. کله کله مطلب دا دے چې هغه څه شريک کړو چې عيسىٰ مونږ سره شريک کړي دي — هغه ورکړو چې هغه مونږ ته راکړي دي — تر څو نور هم برکت ومومي لکه څنګه چې خُدائے مونږ ته برکت راکوي. د عيسىٰ د پيروکار د پاره دا دننه او بهر ساه اخيستل ضروري دي. دا زمونږ ژوند دے.
له ځانه وپوښتئ.
- ولې دا ضروري ده چې د خُدائے آواز واورو او وپېژنو؟
- آيا د مالِک اورېدل او ځواب ورکول واقعي د ساه اخيستلو په شان دي؟ ولې يا ولې نه؟
نن ورځ د زومى روزنه پیل کړئ
دا په بشپړه توګه وړیا دی، او تاسو هر وخت پیل کولی شئ - په خپل سرعت سره لاړ شئ، هرچیرې چې یاست.
وړيا ثبت.