د زياتېدو رفتار مهم دی
رفتار مهم دے ځکه چې زمونږ د ابديت ځای په هغه لنډ وخت کښې ټاکل کېږي چې مونږ يې «ژوند» بولو. د خُدائے کلام وائي چې خُدائے زمونږ سره صبر کوي — نه غواړي چې څوک هلاک شي، بلکې غواړي چې هر څوک واوړي او د هغه پيروي وکړي. خُدائے مونږ ته زيات وخت راکوي ځکه چې پوهېږي مونږ يوازې لنډ وخت لرو چې هغه څه وکړو چې مونږ ته يې بللي يو او هغو ته ورسېږو چې مونږ ته يې رسېدل راکړي دي. د عيسىٰ نږدې پيروۍ د پاره، مونږ ته پکار دي چې د هغه خلکو پسې ژر لاړ شو. مونږ نشو کولے چې يوازې خپل وخت واخلو. مونږ ته پکار دي چې خپل رفتار زيات کړو.
که څه هم کليسا د اندازې په لحاظ لويه ده او د نړۍ د نفوس د تناسب په توګه تر مخکښې زياته ده، لا هم مونږ د نفوس د ودې د رفتار سره نه رسېږو. دا معنا لري چې نن د هلاکېدونکو خلکو شمېر تر مخکښې زيات دے. دا اوسنى حالت منلو وړ نه دے. دا يو دليل دے چې ولې داسې شاګردان جوړول دومره مهم دي چې ضربېږي.
د هغو شاګردانو سلنه چې په منظم توګه ضربېږي خورا مهمه ده. د بېلګې د پاره، د لسو کالو موده وګورئ.
ووائي تاسو د يو شاګرد نه پيل کوئ چې هر اتلس مياشتې يو نوى شاګرد توليدوي. نوي شاګردان هم همداسې کوي. په لسو کالو کښې به تاسو ۶۴ شاګردان ولرئ.
که پرځای يې هغه يو شاګرد او نوي شاګردان هر څلور مياشتې توليد کړي، نو په لسو کالو کښې به تاسو د يو ارب نه زيات شاګردان ولرئ. په بل عبارت، په لسو کالو کښې د اوسط توليد د رفتار بدلول د اتلسو مياشتو نه څلورو مياشتو ته دا معنا نه لري چې نتيجه څلور نيم ځله تېزه وي. دا د پنځلسو مليونو نه زيات ځله تېزه ده.
دا ممکنه ده ځکه چې نوى شاګرد بايد لومړے کار دا وکړي چې نورو سره هغه څه شريک کړي چې زده کوي. دا معنا لري چې هغوى کولے شي چې سمدستي د ايمان راوړلو سره بل کس عيسىٰ ته راولي. دا نمونه د بالغېدلو په ټول بهير کښې دوام کولے شي که شاګردان د اطاعت او شريکولو دوه ګوني احتساب نمونې ته دوام ورکړي.
له ځانه وپوښتئ.
- رفتار ولې مهم دے؟
- ستاسو په فکر، عمل، يا چلند کښې څه بدلول پکار دي تر څو د خُدائے د رفتار د لومړيتوب سره ښه سمون ولرئ؟
- دې هفته تاسو کوم يو کار پيل کولے شئ چې فرق راوړي؟
نن ورځ د زومى روزنه پیل کړئ
دا په بشپړه توګه وړیا دی، او تاسو هر وخت پیل کولی شئ - په خپل سرعت سره لاړ شئ، هرچیرې چې یاست.
وړيا ثبت.