concept

خُدائے عام خلک استعمالوي

دا پاڼه شریکه کړئ

آيا کله مو فکر کړے دے چې کليسا څنګه شروع شوه؟ په پيل کښې هيڅوک مسلکي نه وو. حيران شوئ؟ ښه خبره دا ده چې خُدائے داسې منصوبه درلوده چې مسلکي خلکو ته اړتيا يې نه وه. خُدائے عام خلک استعمالوي. هغه د کليسا د لومړي تحريک د پيل د پاره همداسې وکړل. او نن هم همداسې کوي. لومړۍ کليسا عام خلک د نړۍ په ګوټ ګوټ کښې ولېږل چې نورو ته د عيسىٰ په باره کښې ووائي. هغې عام خلک د واليانو، جنرالانو، حاکمانو او بادشاهانو مخې ته ودرول. هغې عام خلک ولېږل چې ناروغان روغ کړي، لوږه مړه کړي، مړي راژوندي کړي، او د خُدائے ټول حکمونه د نړۍ هر چا ته وښائي. لومړۍ کليسا عام خلک ولېږل چې دنيا بدله کړي. او هغوى وکړه.

زمونږ ارمان دا دے چې هغه وکړو چې عيسىٰ وفرمائيل — چې د نړۍ په هر ځای کښې عام خلکو سره مرسته وکړو چې د وړو وسايلو په ذريعه د خُدائے په بادشاهۍ کښې لوى اثر جوړ کړي! د عيسىٰ اخيري هدايات د هغه د پيروکارو د پاره ساده وو. هغه وفرمائيل — د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے. نو ځکه لاړ شئ او د ټولو قومونو شاګردان جوړ کړئ، د پلار، د زوئ او د روحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ، او دا تعليم ورکړئ چې په هغه ټولو خبرو عمل وکړي چې ما تاسو ته حکم کړے دے، او زۀ به تل تر قيامته پورې تاسو سره يم. د عيسىٰ حکم ساده وو — شاګردان جوړ کړئ.

د دې کولو طريقه هم ساده وه:

  • چېرته چې ځئ، هلته شاګردان جوړ کړئ؛
  • د پلار، زوئ او روحُ القُدس په نامه بپتسمه ورکولو سره شاګردان جوړ کړئ؛
  • د هغه ټولو حکمونو د اطاعت په تعليم ورکولو سره شاګردان جوړ کړئ.

نو د شاګرد جوړولو قدمونه څه دي؟

  • مونږ تل شاګردان جوړوو — چېرته چې ځو او لکه څنګه چې ځو.
  • کله چې څوک د عيسىٰ پيروي غوره کړي — نو هغه ته بپتسمه ورکړے شي.
  • لکه څنګه چې هغوى وده کوي — مونږ بايد هر شاګرد ته دا وښيو چې د عيسىٰ په ټولو حکمونو څنګه اطاعت وکړي.

ځکه چې د هغه د حکمونو نه يو دا هم دے چې شاګردان جوړ کړئ، نو مطلب دا دے چې هر هغه شاګرد چې د عيسىٰ پيروي کوي، هغه ته هم دا زده کول پکار دي چې څنګه شاګردان جوړ کړي.

له ځانه وپوښتئ.

  • که عيسىٰ غوښتل چې د هغه هر پيروکار د هغه د عظيم ماموريت اطاعت وکړي، نو ولې دومره لږ خلک واقعي شاګردان جوړوي؟
    • آيا دا خيال چې خُدائے عام خلک استعمالوي ستاسو د پخواني زده کړي يا فرض شوې منصوبې نه مختلف دے؟

نن ورځ د زومى روزنه پیل کړئ

دا په بشپړه توګه وړیا دی، او تاسو هر وخت پیل کولی شئ - په خپل سرعت سره لاړ شئ، هرچیرې چې یاست.

وړيا ثبت.