د شاګرد او کليسا ساده تعريف
دا مهمه ده چې د «شاګرد» او «کليسا» ساده تعريف ولرو، تر څو وپېژنو چې مونږ په مسيح کښې څوک يو او د مسيح په نورو سره څنګه اړيکه وساتو.
شاګرد څه دے؟
د شاګرد لفظ مطلب پيروکار دے. شاګرد د خُدائے پيروکار دے. عيسىٰ وفرمائيل، «د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے.» نو د خُدائے په بادشاهۍ کښې عيسىٰ زمونږ بادشاه دے. مونږ د هغه ښاريان يو، د هغه د مرضۍ تابع يو. د هغه خواهشات، مقصدونه، ارادې، ترجيحات او ارزښتونه تر ټولو لوړ او غوره دي. د هغه کلام قانون دے. د بادشاهۍ قانون څه دے؟ عيسىٰ خپلو ښاريانو ته څه حکم کوي؟ عيسىٰ وښودل چې د خُدائے حکمونه د زاړه عهدنامې نه — يعني ټول شريعت او پېغمبران — په دې دوو خبرو کښې خلاصه کېږي: د خُدائے سره مينه او د خلکو سره مينه. عيسىٰ مونږ ته دا هم حکم کړے دے چې شاګردان جوړ کړو او هغوى ته دا تعليم ورکړو چې د هغه په ټولو حکمونو اطاعت وکړي. ځکه چې شاګرد جوړول د عيسىٰ د ټولو حکمونو تعليم هم لري، نو نوے عهدنامه په دې يوې خبره کښې خلاصه کېږي: شاګردان جوړ کړئ. نو شاګرد د عيسىٰ هغه پيروکار دے چې د خُدائے سره مينه کوي، د خلکو سره مينه کوي او شاګردان جوړوي.
کليسا څه ده؟
تاسو به عادت ولرئ چې کليسا ته د يو تعمير په سترګه وګورئ — يو ځای چې هلته ځئ. خو د خُدائے کلام کليسا ته د يوې راټولېدنې په سترګه ګوري — هغه خلک چې تاسو ورسره تړلي ياست. په بائبل کښې د «کليسا» لفظ په درېو طريقو استعمال شوے دے:
- نړيواله کليسا — ټول هغه خلک چې د عيسىٰ پيروکاران وو، دي او به وي
- د ښار يا سيمې کليسا — ټول هغه خلک چې د عيسىٰ پيروي کوي او د نړۍ په يوې سيمې کښې اوسيږي
- د کور کليسا — ټول هغه خلک چې د عيسىٰ پيروي کوي او هلته سره راټوليږي چېرته چې يو يا څو يې اوسيږي
ساده کليساوې روحاني کورنۍ دي چې عيسىٰ يې مرکز او بادشاه دے. هغوى داسې روحاني کورنۍ دي چې د خُدائے سره مينه کوي، د نورو سره مينه کوي او شاګردان جوړوي. کله چې د دې سادو کليساوو ډلې سره ونښلي چې يو لوى کار وکړي، نو هغوى د ښار يا سيمې کليسا جوړولے شي. نړيواله کليسا د ټولو سادو کليساوو نه جوړه ده چې په سيمو کښې سره تړلې دي او د تاريخ په اوږدو کښې غځېدلې دي.
له ځانه وپوښتئ.
- کله چې تاسو د کليسا په باره کښې فکر کوئ، نو ستاسو ذهن ته څه راځي؟
- د هغې انځور او د ويډيو کښې د «ساده کليسا» تر منځ څه فرق دے؟
- ستاسو په خيال کومه يوه زياتول آسانه ده او ولې؟
نن ورځ د زومى روزنه پیل کړئ
دا په بشپړه توګه وړیا دی، او تاسو هر وخت پیل کولی شئ - په خپل سرعت سره لاړ شئ، هرچیرې چې یاست.
وړيا ثبت.