د زُومې د محرمیت پالیسي

دا د محرمیت پالیسي د دې لپاره جوړه شوې ده چې هغو کسانو ته ښه خدمت وکړي چې اندېښنه لري چې د دوی "شخصاً پېژندل کېدونکي معلومات‎" ‎په انلاين ډول څنګه کارول کېږي‎.PIIلکه څنګه چې د امريکا د محرمیت قوانينو او د معلوماتو د امنيت له مخې تعريف شوې ده، هغه معلومات دي چې يوازې په خپله يا د نورو معلوماتو سره يو ځای د يو شخص د پېژندلو، تماس نيولو يا د هغه د موندلو لپاره کارېدلی شي، يا يو شخص په يو ځانګړي حالت کښې پېژندلی شي‎.‎مهرباني وکړئ زموږ د محرمیت پالیسي په غور سره ولولئ تر څو ښه پوه شئ چې موږ ستاسو شخصاً پېژندل کېدونکي معلومات څنګه راټولوو، کاروو، ساتو او يا يې د خپلې وېبپاڼې له اصولو سره سم څنګه اداره کوو.

د ټولنيز لاګ اِن ‎د داخلېدو پر وخت کوم اجازتونه غوښتل کېږي؟

لاندې د پروفايل برخې د دې پورې باره کښې لري چې آيا‎ ‎فيس بک‎ ‎يا‎ ‎ګوګل‎ ‎لاګ اِن کارول کېږي‎.

  • عامه پروفايل ‎پدې کښې د کاروونکي ځينې معلومات شامل وي لکه‎: id، نوم، عکس، جنسيت او د هغه ځای
  • د برېښنالیک پته

مونږ د خپلې وېبپاڼې له لارې د خلکو نه کوم شخصي معلومات راټولوو؟

ځينې شخصي معلومات د وېبپاڼې د سم کار کولو لپاره تعقيب کېږي، او نور معلومات د اضافي کوچنګ او مرستې لپاره غوښتل کېږي او ساتل کېږي‎.

  • د يو کاروونکي اصلي نوم يا مستعار نوم غوښتل کېږي تر څو د سايټ او اړيکو شخصي کيفيت ښه شي، او همدارنګه د پېرېدونکو د خدمت غوښتنو او کوچنګ لپاره‎.
  • د کاروونکي د ژبې خوښه ساتل کېږي تر څو د سايټ او اړيکو سم کار کول يقيني شي او موږ سره مرسته وکړي چې کاروونکی د مناسب کوچنګ او سرچينو سره ونښلوو‎.
  • د کاروونکي برېښنالیک پته د حساب د جوړولو لپاره اړينه ده او د سايټ د کار کولو په وخت کښې د اړيکو لپاره کارول کېږي‎.
  • د کاروونکي د ټيليفون شمېره راټولېږي او ساتل کېږي تر څو د وړيا کوچنګ خدمت ملاتړ وشي‎.
  • د کاروونکي ښار غوښتل کېږي تر څو د سايټ سرچينې او اړيکې شخصي شي او کاروونکي د مناسب کوچنګ او د پېرېدونکو د خدمت سرچينو سره ونښلول شي‎.

مونږ معلومات کله راټولوو؟

  • مونږ ستاسو معلومات د لاګ اِن په وخت کښې راټولوو‎.
  • مونږ ستاسو پرمختګ هم د ټرينِګ کورس او د سايټ کارولو له لارې تعقيب کوو‎.
  • مونږ اړين معلومات د بېلابېلو ثبت نام او غوښتنې فارمونو له لارې غوښتنه کوو‎.

‎مونږ ستاسو معلومات څنګه کاروو؟

  • مونږ ستاسو معلومات کاروو تر څو د‎ ‎زومى‎ ‎سيسټم کښې ستاسو د برېښنالیک پتې په اساس يو د کاروونکي حساب جوړ کړو‎.
  • مونږ به تاسو ته بنسټيز ايميلونه ولېږو لکه د پاسورډ بيا جوړولو غوښتنه او د سيسټم نور خبرتياوې‎.
  • مونږ کله نا کله ستاسو د ټرينِګ د پرمختګ مطابق د يادونې او حوصلې ورکولو ايميلونه هم درلېږو‎.

مونږ ستاسو معلومات څنګه ساتو او خوندي کوو؟

که څه هم مونږ د انټرنېټ له لارې لېږل کېدونکي حساس معلومات د کوډ ‎له لارې خوندي کوو، خو ستاسو معلومات آفلاين هم ساتل کېږي‎.‎ يواځې هغه د ټيم غړي چې ځانګړی کار ترسره کوى (لکه د وېب اېډمن يا د پېرېدونکي خدمت) هغوی ته د شخصي معلوماتو لاسرسی ورکول کېږي‎.

ستاسو شخصي معلومات د خوندي شبکو تر شا ساتل کېږي‎.‎يواځې محدود شمېر کسانو ته چې ځانګړی اجازه ولري دې سيسټمونو ته لاسرسی ورکول کېږي‎.‎ دغه کسان اړ دي چې معلومات محرم وساتي‎.‎سربېره پر دې، ټول حساس معلومات چې تاسو يې ورکوئ د‎ Secure Socket Layer ‎ټېکنالوژۍ له لارې کوډ کېږي‎.

مونږ بېلابېل امنيتي تدبيرونه کاروو کله چې کاروونکی خپل معلومات داخل کړي يا ورته لاسرسی ولري، تر څو ستاسو د شخصي معلوماتو خونديتوب وساتو‎.

آيا مونږ "کوکيز‎" ‎استعمالوو؟

د‎ کوکيز ‎يا نورو تعقيبي وسايلو هر استعمال، تر څو چې بل ډول نه وي ويل شوي، د کاروونکو پېژندلو او د هغوی د خوښو ياد ساتلو لپاره وي‎.‎ دا يواځې د دې لپاره کارول کېږي چې کاروونکي ته اړين خدمت وړاندې شي‎.

ستاسو د معلوماتو لاسرسی او کنټرول‎.

تاسو کولای شئ هر وخت لاندې کارونه وکړئ، زموږ د "له موږ سره اړیکه ونیسئ" پاڼې له لارې.

  • وګورئ چې مونږ ستاسو د فعاليتونو نه کوم معلومات راټول کړي دي‎.
  • هغه معلومات بدل يا سم کړئ چې مونږ ستاسو په باره کښې لرو‎.
  • له مونږ وغواړئ چې ستاسو حساب يا ستاسو اړوند معلومات حذف کړو‎.
  • د خپلو معلوماتو د استعمال په باره کښې هر ډول اندېښنه څرګنده کړئ‎.
  • له مونږ نه د راتلونکو تماسونو نه ځان وباسئ

له موږ سره اړیکه ونیسئ

تازه معلومات

زموږ د محرمیت پالیسي کله نا کله بدله شي ټول نوي بدلونونه به په همدې پاڼه کښې خکاره شى‎.

د زُومې د محرمیت پالیسي